افغانستان

امريکا په خپله ځان ته دښمنان پیدا کوي

د مایکل شیوور سره د روسي تلویزون په حقیقت ډکه مرکه:

محترمو کتونکو په خیر راغلاست،  نن زه د یو داسی کس سره ناسته یم چا چې تقریبآ شل کاله  د امریکاد استخبارتي اداری سي آئ اي سره دنده کړې، مایکل شیوور د سي آئ اي لپاره  د اسامه بن لادن د ځنګړی څنګې مشر هم پاتی شوي چې د امریکا لپاره د ترهګرۍ په ضد جنګ کې یې کافی موثر رول لوبه ولی دی. دۍ امریکا ته د خپل دښمن د سترګې لاری څخه ګوري او په دی اړه یې یو کتاب هم لیکلې چې عنوان یې دی ”  زموږ د دښمن د سترګې له نظره”

ــ ښاغلی شیوور زه ډیره خوشحاله یم چې ستاسو سره مرکه کوم

ــ مننه، زه هم ډیر خوشحاله یم چې نن ستاسو میلمه یم

سوال :  اسامه بن لادن  ووژل شو اوس تاسو څه فکر کوی چې د امریکا اول نمبر دښمن څوک دی؟

ځواب: د وشنګټن دښمن په اصل کې هیڅ وجود نه لري، موږ دیو داسی اسلامي دښمن سره جنګ کووو چې د وشنګټن په فکر  ددی لپاره موږ وژني چې موږ  ټول ټاکنې کوو، موږ  آزادي لرو، یا زموږ ښځې په دفترونو کې کار کوي. دا یو داسی دښمن دی چې په اصل کې هیڅ وجود نه لري آن کله چې اسامه بن لادن هم ژوندی وو، او اوس  چې اسامه بن لادن نشته، فا لحاظه د امریکا په وړاندی اسلامي مقاومت  ددی کبله دی چې په  اسلامي هیوادنو کې د امریکا غلطه  بهرانۍ پالسي او تګ لاره، د اسرایل سره د امریکا مرسته، د سعودي پولیسی دولت  ملاتړ او په جزیرة العرب کې د امریکاېي ځواکونو شتون  دی، نو ترسو چې موږ په پاسني ستونځو سترګې پټې کړي وي، او یو امریکاېۍ بل امریکاېي ته دا واېي چې موږ د اسرایل سره مرسته وکړو او که نه، نو موږ به هیڅ کله په دی ونه توانیږو چې دی دښمن ته ماته ورکړو.

اسرایل د یو هیواد په صفت  په اصل کې اساسي ستونځه نه ده، په حقیقت کې ستونځه په امریکا کې د اسرایلي ټولنی  هغه مشران دي چې  د کانګریس غړې یې د خپلی اغیزی لاندی راوستلی دي او  فاسده کړي یې دي ترسو د اسرایل سره مرسته وکړي،  حال دا چې د امریکا لپاره دا په ځنګړي توګه  هیڅ کومه ګټه او علاقه نه لري.

سوال:  ستاسو مفهوم دا دی چې په اصل کې اسرایلي ټولنه غواړي امریکا په دی جنګونو کې ښکیل کړي؟

ــ هو بلکل همداسی ده. دوئ یقینآ غواړي چې موږ په جنګونو کې ښکیل کړي، او د عراق جنګ یې ژوندی مثال وو.

سوال: ښاغلی شیوور ایا په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د دولت ضد انقلابي پاڅون ستاسو په فکر د اسرایل لپاره خطرانکه نه ده ایا دا ستاسو له خبرو سره فرق نه کوي؟

ځواب: په اصل کې امریکاېي قانون جوړونکي  ددی ترمنځ ګیر دي چې دوئ ډیر زیات د اسرایل ملاتړ کونکي دي او په عین وخت کې دوئ د مارکسیست په عقیده دي، دوئ فکر کوي چې  ډیموکراسی او د ډیموکراسی خوازښت به هرومرو په ټولو ځایونو کې، په ټولو خلکو کې او په ټولو وختونو کې راځي، نو ددی لپاره دوئ ضرورت لري چې د اسرایل څخه دفاع وکړي. خو دوئ دا نه ګوري  چې حقیقت بل شی دی. د مثال په توګه، په تونیسه کې به هیڅ کله ډیموکراسی په سمه ټوکه پلی نشي، یا په لیبیا کې او یا په مصر  کې، په کومه توګه چې ډیموکراسی په غرب کې پلي شوی. ځکه اوس دوئ یو داسی ګډوډوالې او یو داسی حالت رامنځته کړې چې په اصل کې یې ګټه  اسلام پالو ته رسیږي.  د تونسیه، مصر  او لیبیا څخه په ډیره  غټه کچه وسله اوس  د اسلام پالو لاس ته ورغلی او د بندیخانو څخه ډیر زیات اسلام پال بیرته خلاص شوي کوم چې به  د امریکا ضد نړیوال جهاد نور هم قوي کړي. نو ځکه ددوئ  د بی فکره هڅو په نتیجه کې چې دوئ یې د بی دینه ډیموکراسی لپاره کوي په په اصل کې د سیمی او نړۍ لپاره یو غټ خطر رامنځته کولی شي.

سوال: نو تاسو دا واېي چې دا جهادي خوارښتونه به نور هم تیز شي او توسعه ومومي؟

ځواب: هو بلکل، په ځنګړې توګه په شمالي افریقا کې لکه د مصر، تونسیه او لیبیا څخه چې کومه وسله  په صومالیه، المغرب او نجیریا  کې مجاهدینو ته په لاس ورغلی د امریکا لپاره به خوره خطرناکه وي.

سوال: سوریا وايي چې ځمکه به پری  وخوریږي هر څوک د سوریې په داخلی چارو کې لاس وهونه وکړي، نو ستاسو په فکر امریکا څومره هڅه کوي چې په سوریې کې لاسوهنه وکړي؟

ځواب: هو، امریکا په  پټه ټوګه کوښښ وکړو چې د سوریې ضد لاریونونو او پاڅونونوسره مرسته وکړي  چې په اخر کې د سوریې د حکومت لخوا د امریکا سفیر له سوریۍ څخه وویستل شو. د ډیپلماتانو او سفیرانو هیڅ کله دا دنده نه دی چې د یو هیواد په داخلی چارو کې لاسوهنه وکړي خو موږ ډیر په غلي توګه کوښښ وکړو ترسو د سوریې خلک د خپل دولت پر وړاندی وهڅوو او په دی خبره هم پوه وو چې د سوریا دولت به هیڅ کله ددوئ د ویشتلو څخه ډډه ونه کړي.  سوریا یو داسی هیواد دی چې د امریکا هیڅ ګټه او علاقه په کې نشته. کله چې زه ماشوم  وم نو زه به خلکو د سوریې څخه ویره ولم خو که  سوریې ته وګورو نو په نقشه کې یو ډیر کوچنې هیواد دي نو د چا ګمان هم نه کیږي چې د سورۍ غوندی وړوکۍ هیواد به د امریکا لپاره کوم خطر پیښ کړي
– سي اې ای خو له ډیر وخته رهریسی د سوریې د مخالفینو سره مرسته کوله-

 نه زه فکر نه کوم چې په  تېرو وختونو کې موږ د سوریې د مخالفینو سره کومه مرسته کړي وي په اصل کې خو موږ د سورې د دولت سره مرسته کوله.

ــ خو د ویکي لینکس راپور په دی اړه څه بل څه وايي-

نه زه فکر نه کوم چې داسی وي خو بیا هم چې هغوئ وایي نو کیدلی شي- خو زما به اند  په سوریې کې د امریکا ګټه او علاقه همیشه ډیر غیر ضروري وه. په اصل کې دا  بیا زموږ په مستقیمه او نامناسبه پالیسی دلالت کوي  او موږ دا فکر نه کو چې که په سوریې کې ډیموکراسی پلي شي نو دا اسرایل ته یو خطر پیښه ولی شي.

سوال: ایا تاسو فکر نه کوي چې په منځني ختیځ کې ګډوډ والې د اسرایل لپاره خوره خطرناکه ده؟

ځواب: هو همداسی ده، خو زه نه پوهیږم چې امریکا په څه ګمان ده او څه فکر لري، خوامریکا او ناټو دا فکر لري چې ګني ډیموکراسی د ټولو لپاره ارزښمنه ده. خو حقیقت دا د چې د امریکا او غربی هیوادنو پالیسۍ او تګ لاره د منځنی ختیځ هیوادونو لپاره تل د ظلم او وحشت زیری راوړې، هغه ظلم چې ددوئ تیل موږ په  وړیا توګه  لاس ته راوړو، هغه ظلم چې د اسرایل ساتنه کوي، او هغه ظلم چې تقریبآ دا شل کاله د اسلام پالو قتل عام کوي ترسو موږه تری خوندي پاتی شو. خو دا ټول اوس په ختمیدو دي او اسرایل هم په دی ښه پوهیږي ځکه خو دوئ وايي چې موږ په منځني ختیځ کې د ډیموکراسی تیر یو دا هیوادونه  همداسی ښه دي ترسو موږه خوندي او په امن پاتی شو.

سوال: دایران لپاره امریکا څه پلان لري؟

ځواب: د ایران لپاره چې کوم پلان اسرایل لري هم غه پلان امریکا هم لري، په امریکا کې دواړه جمهوریت غوښتونکی او جموریخواې له دی خبری ویره لري چې که اسرایل به په ایران حمله وکړي نو امریکا به په دی تورنه شي چې ګني د اسرایل د ګټې لپاره  په دی لړ کې امریکا مرسته کړې. زه فکر کوم  ایران د یو جنګ لور ته قصدآ تحریک کوي.

سوال: تاسو څه فکر کوې ایا دا ریښتیا دي چې ګني ایران کوښښ کولو چې په امریکا کې د سعودي عرب سفیر ووژني؟

ځواب: نه دا زما په فکر یوه امریکاېې دسیسه وه ترسو د ایران او سعودي ترمنځ د ناامنی او بی اعتمادی فضا رامنځ ته کړي. ایران دومره زړه نه لري چې د امریکا، ناټو او اسرایل سره ځان په جنګ کې ښکیل کړي.

سوال: د لیبیا په هکله څه فکر کوي په دی وروستیو کې چې کله د یو محکمی په چت کې د القاعدی بیرغ پورته شو، ایا داسی نه بریښی چې لیبیا د اسلام پالو لاس لاندی ده؟

ځواب: په لیبیا کې د اسلام پالو شتون ډیر زیات  دی، کله چې په افغانستان کې د روسانو په خلاف جهاد پیل شو نو له ډیرو عربی هیوادنو مسلمانان د جهاد په موخه افغانستان ته لاړل، په خاصه توګه د عربستان او لیبیا څخه چې رووسته بیا همدا اسلام پاله ډالې د قدافی په وړاندی جهاد ته هم چمتو شول. د عراق او افغانستان په اوسنی جګړې کې هم ډیر زیات  ځوانان د امریکا او ناټو په وړاندی جګړه وکړه او لا یې هم کوي او د قدافی په وړاندی چې څومره  مقاومت په سترګه کیدلو دا ټول د هغو مجاهدینو لخوا پرمخ بوول کیدلو چې په افغانستان کې یې  د روسانو په وړاندی جهاد کړې وو. نو امریکا دی دا ګمان نه کوي چې ګني په لیبیا کې به ډیموکراسی ددوئ په ګټه وي.

ــ نو تاسو فکر کوي چې لیبیا به هم د مجاهدینو لپاره یو بل پټن ځائ دي؟

نه زه فکر نه کوم چې دا به د مجاهدینو لپاره کوم پټن ځائ وي خو دا ویلی شم چې په راتلونکی کې به لیبیا  ډیره زیات د امریکا او ناټو مخالفت وکړي چې دا به په هیواد کې په خپل ځان کې یو بی ثباتي ته لمن ووهي.

سوال: داسی مالومیږي چې امریکا په خپله غواړي ځان ته دښمنان پیدا کړي، ترسو دښمن په پیدا کولو او بیا یې له منځه وړلو هڅه وکړي. لکه په پاکستان  کې چې اوس ټول پاکستاني ولس د امریکا مخالفت کوي او ورته د یو دښمن په سترګه ګوري.

ځواب: هو، امریکا په تېرو شلو کالو کې په دی اړه ډیر زیات  کوښښ کړي چې د امریکا لپاره دښمنان زیات کړي نه چې د امریکا لپاره امنیت راولي. د امریکا ولس د زده کړي له لحاظه ډیر پرمختګ کړي خو موږ ډیر زیات بی احساسه یو، موږ په وار وار د امریکايي ولسمشرانو څخه دا اوریدلی دي چې دا جنګ یو مذهبی جنګ نه دی او دا په اصل کې یو ډاله بددماغه خلک دي چې غواړي د امریکا لپاره ستونځه رامنځ ته کړي. خو حقیقت هم دا دی چې امریکا په یو مذهبی جګړې کې ښکیل ده، او ترسو چې موږ په دی حقیقت پوهیږو نو ناوخته به وي او بیا به هیڅ کله په دی ونه توانیږو چې دی خلکو ته ماته ورکړو برعکس موږ  نړیوال جهاد ته نوره توسعه وکوو چې دا د مسلمانانو نوي نسل ته انرژي وربخی ترسو زموږ پر وړاندی مقاومت او جګړه وکړي.
سوال: امریکا خپل ځواکونه له عراق وویستل خو بیا په عین وخت کې یې په خلیخ فارس کې خپل ځواکونه ډیر کړل، تاسو دی توسعی ته په کومه سترګه ګورئ؟

ځواب: دا په اصل کې د امریکا جهالت او قبر ته اشاره کوي چې اخر موږ په اسلامي هیوادنو کې څه غواړو، د القاعدی غوندی تنظمیونو د رامنځته کیدلو یوه وجه همدا ده چې  زموږ د ځواکونو بی ځایه شتون لکه په جزیرة العرب کې یې سبب کیږي. پنځلس کاله کیږي چې القاعده  د امریکا په وړاندی جهاد پیل کړې. د عراق څخه د ځواکونو لری کول او په عربستان، بحرین، کویت او قطر کې ځاې پر ځاې کول به یې دی جنګ ته نور قوت هم وووبخی او په اسلامي هیوادنو کې به د امریکا لپاره نوری ستونځی او دښمنان پیدا کړي چې زه فکر کوم دا یو نامناسبه او غټه تیروتنه ده.

سوال: تاسو څه فکر کوې که چرته امریکا له ټولی اسلامي نړۍ څخه خپل ځواکونه وباسی نو دا جهاد او مقاومت به  پاۍ ته ورسیږي؟

ځواب: هو بلکل دا به د اسلام پالو لپاره هغه مقصد او سبب ته د پاۍ ټکی کیدي د کومی په وجه چې دوئ جهاد او مقاومت ته مخه کړي. دوئ به د امریکا څخه سترګی لری کړي، دوئ به د اسرایل سره خپل حساب او کتاب وکړي، دوئ به د سعودی څخه  د مسلمانانو پر وړاندی ددوئ د خیانت او بی طرفی پوښتنه وکړي او دوئ به د مراکش سره خپل حساب وکړي.
ــ تاسو څه فکر کوې چې باید مجاهدین دی کار ته پریښودل شی؟

هو، زموږ څه کار دی، پریده چې دوئ خپلی ستونځې په خپله حل کړي، کله کله خلک وایي چې چینایان به راشی زه ورته وایم چې زموږ په کې څه کار دی، پریږده چې راشي.  موږ نور ددی خلکو نه ستړي یو، پریږده چې اوس چینایان د پنځوس کالو لپاره دوئ وزغمي. خو حقیقت دا دی چې امریکا دی کار ته چمتو نه دی او نه کومه لیوالتیه لري په دی اړه چې اسلامي  هیوادونه پریږدي، ولی چې په دی هیوادونو کې د  امریکا ډیر فایده ده، ددوئ د طبیعی منابعو څخه موږ ګټه پورته کوو. سعودي عرب زموږ ګټه تل خوندی ساتي او د تیلو په مارکټ کې په ډیر کم نرښ موږ ته تیل راکوي، علاوه له دی سعودي تل موږ ته قرضه راکړي ( رقم واجب الادا)  نو ترکومه چې موږ د سعودي او اسرایل ملګرتیا غوره کړي وي ترهغه به امریکا د وینو په رنګ ځان لاړې وي.

ډاکټر شیوور ډیره مننه ستاسو د مرکه څخه:

مننه

http://www.youtube.com/watch?v=cLjZoA3GaVE&;feature=share

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x