هند وروستۍ لوبه وګټله خو د لوبو لړۍ یې وبایلله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۴مه ۱۳۹۴ل): د هندوستان او بنګله دیش تر منځ د دریو یو ورځنیو سیالیو وروستۍ لوبه د هندوستان په بریا پای ته ورسیده. دغې لوبې کې بنګله دیش د هندوستان په وړاندې په ۷۷ منډو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه د بنګله دیش لوبډلې وګټله او د هندوستان لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه. هندوستان ټاکل شوي پنځوس اورونو کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۱۷ منډې جوړې کړې.

دغې لوبې کې د هندوستان لوبډلې لپاره دون، دوني او رایډو تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې. دون په ۷۳ توپونو د لسو څلوریزو په مرسته ۷۵، دوني په ۷۷ توپونو د شپږو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۶۹ او رایډو په ۴۹ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۴۴ منډې جوړې کړې.

د بنګله دیش لوبډلې لپاره د توپ اچوونې په برخه کې مستیفض الرحمن او مشرف المرتضی غوره توپ اچوونکي ثابت شول. مشرف المرتضی خپل ۱۰ اورونو کې درې او مستیفض الرحمن خپل ۱۰ اورونو کې دوه ویکټې واخیستې.

په ځوابي توپ وهنه کې بنګله دیشي توپ وهوونکي د هندي لوبډلې توپ اچوونکو په وړاندې پاتې راغلل او دغه لوبه يي د ۷۷ منډو په ستر توپیر وبایلله.

بنګله دیش د سومیا سرکار او صابر رحمان غوره توپ وهنې په مرسته ټاکل شوي پنځوسو اورونو کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۲۴۰ منډې جوړې کړې.

دغې لوبې کې د بنګله دیش لوبډلې لپاره صابر رحمان په ۳۸ توپونو د شپږو څلوریزو په مرسته ۴۳ او سومیا سرکار په ۳۴ توپونو د پنځو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۴۰ منډې جوړې کړې.

دغې لوبې کې د هندي لوبډلې لوبډل مشر خپل ټول توپ اچوونکي د بنګله دیش په وړاندې وازمویل چې په ټولو کې سریش راینا غوره توپ اچوونکی ثابت شو.

د هندوستان لپاره په توپ اچوونه کې سریش راینا خپل ۸ اورونو کې درې، کلکرنې خپل ۸ اورونو کې دوه، اشوېن خپل ۱۰ اورونو کې دوه، بېني خپل ۶ اورونو کې یوه او رایډو خپل دوه اورونو کې یوه ویکټه واخیسته.

هندوستان د دغې لوبې ګټلو سربیره بیا هم د دریو یو ورځنیو سیالیو دغه لړۍ وبایلله. د سیالیو دغې لړۍ دوه لومړنیو لوبو کې بنګله دیش د هندوستان لوبډلې ته ماتې ورکړې وه چې له همدې امله بنګله دیش د سیالیو د دغې لړۍ ګټوونکی شو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د