سلف او روژه (30/8)

حامد افغان

رسول الله او د شپې عبادت

دلته څو هغه نبوي حدیثونه رااخلم چې د شپې د عبادت اهمیت او فضیلت یې بیان کړی دی، لومړی پخپله د رسول الله صلی الله علیه وسلم حالت را اخلو چې هغه به څومره زیات د شپې عبادت کاوه. د الله دومره نازولی پیغمبر صلی الله علیه وسلم چې د شپې د عبادت دومره زیات اهتمام کوي له هغه نه د دې عبادت اهمیت او فضیلت ښه معلومولی شو.

1- ابو ذر رضي الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم د شپې په لمانځه ودریدی او تر سهاره یې دا ایت تلاوت کاوه: إِن تُعَذِّبْهُمْ فَإِنَّهُمْ عِبَادُكَ ۖ وَإِن تَغْفِرْ لَهُمْ فَإِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ. [سُوۡرَةُ المَائدة : 118] یعني اوس كه ته هغو ته سزا ورکړې، نو هغوی ستا بندګان دي او كه بښنه ورته وکړي، نو ته برلاس او د حكمت خاوند یې. عن أبي ذرٍّ – رضي الله عنه – قال : قام النبيُّ صلى الله عليه وسلم حتى أصبحَ بآية “إِنْ تُعَذِّبْهُمْ فَإِنَّهُمْ عِبَادُكَ وَإِنْ تَغْفِرْ لَهُمْ فَإِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ” [المائدة: 118] [ رواه ابن ماجهّ] .

2- مغیره بن شعبه رضي الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم به د شپې دومره عبادت کاوه چې پښې به یې وپړسیدلې، چا ورته وویل: تا ته خو الله مخکي او وروسته ټول ګناهونه بښلي دي؟ ده ورته وویل: نو بیا دي زه شکر ایستونکی بنده نه شم. عن المغيرة بن شعبة – رضي الله عنه – قال : قام النَّبيُّ – صلى الله عليه وسلم – حتى تورَّمت قدماه، فقيل له : قد غُفر لك ما تقدَّم من ذنبك وما تأخَّر؟ قال : «أفلا أكون عبدًا شكورًا» ( متَّفق عليه ).

3- عائشةُ – رضي الله عنها وایي: د شپې عبادت مه پرېږده، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم نه پرېښوده، کله به که ناروغ و یا به ستړی و په ناسته به یې کاوه. “لا تَدَعْ قيامَ اللَّيل؛ فإنَّ رسولَ الله صلى الله عليه وسلم كان لا يدعه، وكان إذا مرض أو كسل صلى قاعدًا” ( رواه أبو داود وابن خزيمة ) .

4- انس رضي الله عنه وایي: کله به رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه میاشت کې روژه نه نیوله موږ به فکر کاوه چې دې میاشت کې یې بیخي روژه ونه نیوله، بیا به یې بله میاشت کې دومره روژې ونيولې موږ به ګومان کاوه دې میاشت کې به یې یوه روژه هم نه وي خوړلې، تا به فکر کاوه چې په لمانځه به یې ونه وینې خو هغه به دي وليدی، تا به فکر کاوه چې په خوب به یې ونه وینې خو هغه به دي وليدی. عن أنس – رضي الله عنه – قال : “كان رسولُ الله صلى الله عليه وسلم يُفْطر من الشَّهر حتى نظنَّ أن لا يصوم منه، ويصومُ حتى نظنَّ أن لا يفطر منه شيئًا، وكان لا تشاءُ أن تراه مصلِّيًا إلا رأيتَه ولا نائمًا إلا رأيتَه» (رواه البخاريُّ ). د حدیث مطلب دا دی چې رسول الله به کله د شپې په پیل کې نفل کول، کله منځ کې او کله پای کې، داراز روژې به یې کله د میاشتي پیل کې نیولې، کله منځ او کله پای کې.فتح الباري لابن حجر

5- عائشه رضي الله عنها وایي: رسول الله به (د شپې) یولس رکاته لمونځ کاوه، د دې لمانځه سجده کې به یې دومره ځنډ کاوه لکه ستاسو کوم یو چې پنځوس ایتونه تلاوت کوي، د سهار له لمانځه مخکي به یې دوه رکاته کول بیا به یې په ښي اړخ ډډه ولګوله تر څو به د لمانځه اواز کوونکی ورته راغی. عن عائشة – رضي الله عنها – “أنَّ رسولَ الله صلى الله عليه وسلم كان يُصَلِّي إحدى عشرة ركعة – تعني في الليل – يسجدُ السجدةَ من ذلك قدرَ ما يقرأُ أحدُكم خمسين آيةً قبل أن يرفع رأسَه، ويركع ركعتين قبل صلاة الفجر، ثم يضطَّجع على شقِّه الأيمن حتى يأتيه المنادي للصلاة” ( رواه البخاريُّ ) .

6- عبد الله بن مسعود رضي الله عنه وایي: یوه شپه مې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سر لمونخ کاوه، هغه دومره تر ډېرو ولاړ و چې نږدې وم د ناسم کار نیت مې کړی و، چا ورته وویل: د ناسم کار نیت څه مطلب؟ هغه وویل: نږدې وم چې کښېنم او هغه پرېږدم. عن ابن مسعود – رضي الله عنه – قال : “صَلَّيْتُ مع النبيِّ صلى الله عليه وسلم ليلة، فلم يزل قائمًا؛ حتى هَمَمْتُ بأمر سوء، قيل: وما هممت؟ قال: هممتُ أن أجلس وأدعه”. متَّفقٌ عليه.

7- حذیفه رضي الله عنه وایي: یوه شپه مې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د شپې لمونځ کاوه نو هغه لمانځه کې د بقره سورت پیل کړ، له ځانه سره مې ویل چې سل ایتونه ووایي نو رکوع ته به ولاړ شي، خو هغه له سلو ایتونو تیر شو، ما ویل ټول سورت به یوه رکات کې وایي، هغه روان و ټول سورت یې ختم کړ ا د النساء سورت یې پیل کړ هغه یې هم ختم کړ او ال عمران یې پیل کړ، هغه یې هم وويلې، په ورو یې تلاوت کاوه، په کوم ایت کې به چې د تسبیح خبره وه هلته به یې تسبیح وویله، د سوال ځای کې به یې سوال وکړ، د اعوذ بالله ځای کې به یې هغه وویله، بیا یې رکوع وکړه او سبحن ربي العظیم، یې په کې وويلې، او رکوع یې هم د قیام په څیر اوږده کړه، بیا یې «سمع اللهُ لمن حمده، ربنا لك الحمدُ، وويلې، بیا تقریبا د لومړي رکات په اندازه ودریده، بیا یې سجده وکړه، او سجده کې یې «سبحان ربي الأعلى» وويلې، او سجده یې هم تقریبا د قیام هومره اوږده وه.
عن حذيفة – رضي الله عنه – قال : صَلَّيْتُ مع النَّبيِّ صلى الله عليه وسلم ذات ليلة فافتتح البقرة، فقلتُ: “يركعُ عند المئة” ثم مضى، فقلت : يصلي بها في ركعة , فمضى فقلتُ : يركعُ بها، ثم افتتح النساءَ فقرأها، ثم افتتح آل عمران فقرأها؛ يقرأ مترسِّلاً؛ إذا مرَّ بآية فيها تسبيحٌ سَبَّحَ، وإذا مرَّ بسؤال سأل، وإذا مرَّ بتعوُّذ تَعَوَّذَ، ثم ركع فجعل يقولُ : «سبحان ربي العظيم»؛ فكان ركوعُه نحوًا من قيامه، ثم قال : «سمع اللهُ لمن حمده، ربنا لك الحمدُ»، ثم قام طويلاً قريبًا مما ركع، ثم سجد، فقال : «سبحان ربي الأعلى»؛ فكان سجودُه قريبًا من قيامه ( رواه مسلم ) .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د