
جي مېل: خپل استول شوی ایمیل بیرته ګرځولی شئ
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۴مه ۱۳۹۴ل): ګوګل کمپنۍ د کاروونکو لپاره په جي مېل (Gmail) کې خپل نوی حیرانوونکی اپشن وړاندې کړ چې په مرسته يي کاروونکي کولی شي استول شوی بریښنا لیک بیرته وګرځوي.
ګوګل کمپنۍ اعلان وکړ چې خپل نوی د استول شوی ایمیل بیرته ګرځولو یا (Undo Send) اپشن له اوږدې مودې او ازموینو وروسته د جي مېل (Gmail) ایمیل استولو ویب پاڼې کې زیات کړ.
هیره دې نه وي چې ګوګل کمپنۍ په جي مېل کې دغه اپشن د لومړۍ ځل لپاره په ۲۰۰۹ز کال کې معرفي کړ خو له هغې وروسته تر دې دمه دغه اپشن تر ازموینې لاندې وه.
له دې وړاندې هم دغه اپشن د جي مېل په لیب (Labs) برخې کې چیرته چې ګوګل خپل نوي اپشنونه تجربه کوي شتون درلود خو کاروونکی باید له استعمال وړاندې دغه اپشن فعال کړی و.
دغه اپشن کاروونکو ته د لنډې مودې لپاره وخت ورکوي تر څو د استول شوی ایمیل په اړه وروستۍ پریکړه وکړي او که چیرې نه غواړي چې استول شوی ایمیل واستول شي نو یوازې یو اپش کلیک کولو سره استول شوی ایمیل بیرته ګرځولی شي.
د دغې نوی وړتیا سره کله چې کاروونکي د سینډ (Send) تڼۍ کیکاږي نو یو اپشن د سکرین پر مخ وویني چې د هغې له استعمال سره کولی شي خپل استول شوی ایمیل له لسو څخه تر دیرشو ثانیو پورې موده کې بیرته وګرځوي. د ځنډولو موده کاروونکي په خپله د تنظیماتو یا (Setting) په برخه کې ټاکلی شي.
که د جي مېل (Gmail) کاروونکي یاست نو د (Undo Send) اپشن به د جنرل (General) نومې برخې کې ووینئ. که چیرې له دې وړاندې مو د لیب (Labs) په برخه کې دغه اپشن فعال کړی وي بیا هم د جنرل (General) په برخه کې به شتون ولري. که چیرې دغه اپشن مو نه وي فعال کړی نو د تنظیماتو په برخه کې د (Enable Undo Send) تڼۍ کیکاږئ.
یو میاشت وړاندې ګوګل کمپنۍ خپل د ایمیل استولو اپلیکیشن د ازموینې په موښه کاروونکو ته وړاندې کړی و چې دغې اپلیکیشن کې هم د استول شوی ایمیل بیرته ګرځولو اپشن شتون درلود.