ټکنالوژي

د لاینکس (Linux) اپریټنګ سیسټم نوی ورژن وړاندې شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۴مه ۱۳۹۴ل): «لینوس توروالدس» چې په لاینکس هم مشهور دی په رسمي ډول اعلان وکړ چې د لاینکس اپریټنګ سیسټم نوی ورژن ۴.۱ کاروونکو لپاره وړاندې کوي.

د راپورونو پر بنسټ د دلاینکس اپریټنګ سیسټم له دې ورژن څخه وړاندې لینوس له کاروونکو سره وعده کړې وه چې د دغې اپریټنګ سیسټم ۴.۰ ورژن به وړاندې کوي.

لینوس خپل لیکل شوي پیغام کې لیکلي چې نوموړی د دغې اپریټنګ سیسټم نوی ۴.۱ ورژن له زیاتو وړتیاو او اسانتیاو سره وړاندې کړی. نوموړي لیکلي چې د دغې اپریټنګ سیسټم ۴.۰ ورژن يي د ځینو سترو بدلونونو له امله نه وړاندې کوي.

توروالدس ویلي:« لاینکس ۴.۰ (Linux 4.0) ورژن د لاینکس اپریټنګ سیسټم نوی ورژن په توګه زیات اپشنونه نه درلود. د دغې اپریټنګ سیسټم دغه نوی ورژن به ۱۰۰۰۰ وړتیاوې لري نو له همدې امله د ۴.۰ پر ځای مو ۴.۱ معرفي کړ.»

د لاینکس اپریټنګ سیسټم دغه ورژن کې ځینې نوي وړتیاوې او اسانتیاوې ځای پر ځای شوی خو باید وویل چې وړاندې شوي وړتیاوې او ځانګړتیاوې ډیرې کمې دي او باید د دغې اپریټنګ سیسټم نوی ورژن کې د پام وړ اسانتیاوې زیاتې شوې وې.

د ټکنالوژي برخې کارپوهانو په وینا توروالدس نه دی توانیدلی د دغې اپریټنګ سیسټم په نوی ورژن کې د پام وړ اپشنونه زیات کړي چې له همدې امله به دغه اپریټنګ سیسټم په لومړیو ورځو کې له ماتې سره مخ شي.

د دغې اپریټنګ سیسټم کاروونکي له اوږدې مودې د نوی ورژن په تمه ول خو د لاینکس نوی ورژن نه شي کولی د دغې اپریټنګ سیسټم کاروونکي خوښ کړي.

هیره دې نه وي چې د لاینکس اپریټنګ سیسټم دغه نوی ورژن اوسمهال ټولو کاروونکو ته نه وړاندې کیږي او اوس یوازې هغو کمپنیو ته چې دغې اپریټنګ سیسټم ته سافټ وییرې جوړوي وړاندې کیږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close