افغانستان

ګريشک کې د قوماندان په ګډون دوولس پوليس وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۴مه ۱۳۹۴ل): د هلمند ولايت ګريشک ولسوالۍ کې د طالبانو په بريد کې د قوماندان په ګډون دوولس پوليس وژل شوي دي.
پژواک خبري اژانس د هلمند امنيتي سرچينو له قوله وايي، چې د ګريشک ولسوالۍ بازار ته څېرمه زنبلي سيمه کې طالبانو د پوليسو پر پوسته بريد کې دوولس پوليس وژلي دي.
د هلمند امنيه قوماندان نبي جان ملاخېل د پېښې پخلی کوي، مګر د مرګ ژوبلې په اړه يې له څه ويلو ډډه وکړه.
د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې ملګرو يې تېره شپه يوه بجه زنبلي سيمه کې د پوليسو پر پوسته بريد وکړ او له درې ساعته پرله پسې جګړې وروسته يې د قوماندان ولي محمد په ګډون دوولس عسکر ووژل او پاتې نور يې په تېښته بريالي شول.
خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبانو د پوستې ټولې سپکې او درنې وسلې هم له ځان سره وړي دي.
د قاري يوسف په وينا په دغه نښته کې د دوی درې ملګري هم ټپيان شوي دي.
قاري احمدي زياتوي، چې ملګرو يې د هغو عسکرو بريد هم په شا تمبولی، چې د زنبلي پوستې د مرستې لپاره را روان وه.
پژواک د ځايي خلکو له قوله ليکلي، چې طالبانو د پوليسو پر پوسته بريد وکړ، ټول پوليس يې ووژل او د هغوی وسلې يې له ځان سره وړي دي.
راپورونه وايي، چې طالبانو د ګريشک کلاو او سيدانو کلي هم له امنيتي ځواکونو نیولي او دغه سيمې اوس د طالبانو په لاس کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x