د اسلامي امت د خپل منځي جګړې دناروغی تشخیص او علاج

لیکوال: ډاکتر مطیع الله عاطف

هغه خطرناکه ناروغي چې أمت ورباندي اخته دی هغه داختلاف ، تعصب ، ډلبازی ، ذبح کولو او وژلو ناروغي ده

لویدیځ زموږ په منځ کي ډلي پیداکړي او د دې ډلو ټوله اړخونه ددین په نوم یو دبل سره په جګړه اخته دي،

اوس مهال اسلامي امت په خپل ځان بوخت دی او دنورو دعوت او اصلاح ته هیڅ وخت نلري

داځکه چې نړیوال په دې پوهیږي که أمت خپل دین ته ور وګرځي ، کار یې یو شي، پریوه تګلاره سره متحد شي او دیوه اسلامي آمر تر امر لاندي سره راټول شي ، نو دټولي نړی سره به جګړه وکړي او ددنیا ظالم او کفري قوتونه به تسلیم کړي ، هغوی داسلام تاریخ ته کتلي او هغه فتوحات یې اوس هم یاد دي چې داسلامي تاریخ په لومړیو کي دسترو فاتحینو او غیرتمنو غازیانو په لاس منځ ته راغلي ول، نو ځکه خو دوی دأمت داختلاف، ډلبازی ،او مختلفو حرکتونو او احزابو دجوړېدلو دپاره پلانونو جوړ کړل او دمسلمانانو په منځ کي يې دبې اتفاقی تخم وشیندی !!

د دې ناروغی یوازنی علاج د الله کتاب او درسول الله صلی الله علیه وسلم سنت ته رجوع او پر دې باندي راټولېدل دي ، په دې کتاب کي حق او باطل دواړه ښودل شوي ، هره ډله ، هر حزب او هر ګوند دي خپل کړنلاره او تګلاره دالله پرکتاب عرض کړي چې توافق ورسره لري او که یې نلري !

خو هلته به دستونځي حل پیدا کړو که دقرآني ایتونو سم مفاهیم په نظر کي ولرو او ځان ورباندي پوه کړو !

دالله دښمنان غواړي چې موږ دقرآن په نوم دقرآن څخه لیري کړي ، داسلام په نوم مو داسلام څخه لیري کړي، دوی غواړي چې مسلمانان قرآن په داسي فهم وفهموي چې ددوي په ګټه تمام شي او په داسي ډول یې تعبیر کړي چې په هغه کي معنوي تحریف رانغښتی وي ،

دقرآن کریم سمه زده کړه او په هغه باندي عمل کول ، درسول الله صلی الله علیه وسلم داحادیثو صحیح زده کول او سم تعبیر مو ددې ناروغی دعلاج یواځنۍلار ده

نبي صلی الله علیه وسلم ددې خطرناک مرض دمخنیوي دپاره لار راته ښودلې او داسي فرمایې : ما ستاسی په منځ کي دوه شیان پرېښودلي که چیري تاسی په هغوی سره تمسک وکړئ او عمل ورباندي وکړئ نو هیڅکله به لار ورکه نکړي
یو دالله کتاب دی او بل درسول الله صلی الله علیه وسلم سنت دی

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد قلندرزی
میلمه
محمد قلندرزی

جزاک الله ډیره سالمه لیکنه ده الله ج دي اجر درکړي