افغانستان

فراه: دوو پولیسو خپل شپږ ملګري وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۴مه، ۱۳۹۴ل): د فراه ولایت ځايي مسوولین وايي چې په بالابلوک ولسوالي کې د ملي پولیسو په پوسته کې یو پولیس پخپلو ملګرو د ټوپک شپېلۍ ور اړولې او درې تنه يې ځای پر ځای وژلي دي.

د بالابلوک ولسوال ملا سید محمد وايي چې دغه پولیس له طالبانو سره اړیکه درلوده او د عسکرو له وژلو وروسته یې بشپړه پوسته طالبانو ته پرېيښې ده.

وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي، خو د فراه په فراه رود ولسوالي کې يې بیا د خپل یو نفوذي ملګري د ورته عمل خبر ورکړی دی.

طالبانو ویلي چې د دوی نفوذي ملګري د فراه رود مرکز ته څېرمه په « پله پوسته» کې د پوستې قومندان او دوه تنه نور عسکر وژلي او ځان يې تر دوی ور رسولی دی.

د دوی په خبره دغه پولیس « میر اغا » نومېږي او د پوستې د قومندان جمعه ګل خان په ګډون يې درې تنه عسکر وژلي او ځينې مهمات يې هم له ځان سره دوی ته ور وړي دي.

یاده دې وي د امنيتي ځواکونو په لیکو کې خپل منځي بريدونه، چې ډېری يې د طالب پلوو عسکرو له لوري ترسره کېږي د افغان عسکرو لپاره لویه ننګونه بلل کېږي.

د شنونکو په باور په داسې حال کې چې افغان عسکر په دفاعي حالت کې قرار لري، پر مخامخ دښمن سربېره پخپل منځ کې هم د دښمنۍ احساس کوي او یو پر بل يې باور غښتلی نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x