افغانستان

نورستان چارواکي: طالبانو وانټ وایګل ولسوالي محاصره کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۴مه، ۱۳۹۴ل): د نورستان ځايي چارواکي وايي چې په وانټ وایګل ولسوالي ګڼو طالبانو بريدونه پیل کړي، چې لا يې هم ولسوالي تر محاصرې لاندې ده.

د نورستان د وانټ وایګل ولسوالي چې ګڼې سیمې يې تر دې وړاندې هم د طالبانو تر واک لاندې وي، نن سهار د طالبانو تر بريد لاندې راغله چې لا هم پکې جګړه روانه ده.

د نورستان امنیه قومندان مل پاسلو خلیل الله ضيايي وايي چط تېره شپه ناوخته ګڼو طالبانو پر دې ولسوالي بريد کړی دی، چې په وینا يې دوی به يې مرستې ته ځواکونه ولېږي.

د وانټ وایګل سرپرست ولسوال یارګل بیا وايي چې طالبان د ولسوالي تعمیر ته نږدې شوي او په خبره دی پخپله هم په جګړه بوخت دي.

هغه له رسنیو سره د تلیفون په کرښه ویلي، چې دی هم ډزې کوي او په وینا يې « ۵۰۰ طالبانو له اوو خواوو نه پر ولسوالي حمله کړې ده.»

یارګل وايي چې که دوی ته مرسته ور ونه رسېږي، ښايي ژر ولسوالي د طالبانو لاس ته ولوېږي او دوی يې پر وړاندې بې وسه شي.

نوموړی وايي چې طالبانو د دې ولسوالي لپاره اشر کړی او د کونړ د ماڼوګي، کټار او کمبیر طالبان ټول د وانټ وایګل له طالبانو سره یو ځای شوي او پر ولسوالي يې بريد کړی دی.

دغه ولسوالي چې د کونړ له ماڼوګي ولسوالي سره ګډه پوله لري چې د دواړو ولسوالیو پراخې سیمې د طالبانو په واک کې دي.

وسله والو طالبانو د وانټ وایګل د محاصرې په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x