دهجرت لومړی کال دتاريخ په هينداره کې

تاريخ په نړۍ کې ډېر مهم دی تاريخ دپرونيو حق پلويو او اتلو شخصيتونو کارنامې او سرښندنې دوياړ اوافتخار لپاره او دباطلوقوتونو تورې او باطلې کارنامې  په خپله سينه کې ساتلي دي چې دنني نسل لپاره يې ددرس او عبرت وړ ګرځېدلي دي .
له تاريخ سره د علاقې او مينې دې ته وهڅولم ترڅوله پېل څخه نيولې چې هر څومره زما وس او ژوند وه دهجري اسلامي کال چې داکال اوتاريخ دمحمد(ص) مکې څخه مدينې منورې ته دهجرت کولو سره سم پيل دی  دهر کال مهمې تاريخي پېښې راټولې کړم ترڅوداسلامي تاريخ مينه وال او په خاصه توګه ځوان نسل ورڅخه ښه  په اسانه توګه استفاده وکړي ديادونې وړ ده چې زمادغه هڅه  او هاندبه يقينا چې نيمګړی وي

او مابه  دخپلې محدودې مطالعې له امله به دغه ليکنې نيمګړتيا ولري  خوله تاسو درنو ليدونکوڅخه هيله کوم که له  تاسوسره ددې موضوع په اړوندنورمعلومات  وي نو له مونږ سره يې له کره دليل سره يو ځای شريک کړﺉ  ترڅودغه بهيرپه ښه طريقه  مخ په وړاندې لاړ شي. درنښت        مشفق حريتمل

له مکې څخه مدينې منورې ته دحضرت محمد (ص) هجرت:
 کله چې حضرت محمد(ص) په مکه مکرمه کې د مشرکانو له ضررونو څخه ډ‌ېر په تنګ شو نو له سيمې  څخه يې دهجرت کول ښه وګڼل مخکې لدې به  دتاريخ حساب په نبوي سنه (دمحمدص دپيدايش  څخه ) کېده خو کله چې نبي (ص) مدينې ته هجرت وکړ نو بيا دتاريخ حساب له هجري  قمري (دهجرت له وخته څخه ) پيل شوخو دمياشتو نومونه هماغه وه چې لدې مخکې په عربو کې دود وه چې اوس هم په خپل حال پاتې دي،اول هجري کال ۹ مياشتې وه هغه پدې وجه چې رسول الله «ص» دربيع الاول په مياشت کې هجرت وکړ چې له همدې  امله نبوي سنه په هجري بدله شوه.
حضرت محمد(ص) چې کله مدينې منورې ته ورسېد،
له هر څه مخکې يې ددغه ښار دامن او امان او ددغه ښار دخلکو خپلمنځي اړيکې ښه کولو ته ډېر پام وکړ.
دهجرت په لومړي کال ديادونې وړ پېښه داده چې نبي(ص)دمدينې له ټولو اوسېدونکو چې يهود اومشرکان هم پکې شامل وه يو څوماده يز  تړون لاسليک کړچې پکې څوشرطونه وه چې دمدينې په ښار دبهرنۍ حملې په ګډه دفاع کول،دمدينې يهوديان به دمکې قريشو اودهغوى دوستانو ته به دمسلمانانو په خلاف پناه نه ورکوي اوداسې نور مهم شرايط وه .
دهجرت په لومړي کال نبوي (ص) مسجد ودان شو:
کله چې حضرت محمد (ص) مدينې منورې ته لاړ نو دابو ايوب انصاري(رض) په کور کې دېره شو دڅه وخت له تېرېدو وروسته يې مسجدنبوي تعميرکړ نوموړی مسجدپه خپله سادګۍ کې بې مثاله وه دخامو خښتودېوالونه يې وودخرماوو دونو ستنې يې وې، او چت يې دخرماوو له شاخونو او پاڼوڅخه وو کله به چې باران شو نو اوبه  به لاندې ورنه  راتللې لدې وروسته ورته دخټو کاګل (ليو) ورکړل شو.ددغه مسجد اوږودوالی نږدې سل متره وه او پلنوالی يې هم سل ګزه وه  ددېوالونو لپاره يې بنياد تقريبا ۳ ګزه وه او درې دروازې يې لرلې چې يوه دروازه هغه طرف ته کېښودل شوه کوم ځای کې چې اوس دقيبلې دېوال ده او بله دروازه دلويديځ په طرف کې ده چې هغې ته اوس باب الرحمة وايې اودرېمه  هغه دروازه چې په هغې به رسول الله (ص) تلو راتلو.

دهجرت په لومړي کال لمانځه ته دمسلمانانو درابللو لپاره اذان پېل شو.
لدې وړاندې دغه معمول وو چې کله به دلمانځه وخت شو نو خلک به په خپله جمع کېدل مګر له رسول الله «ص» دافکرپيداشوچې دلمانځه لپاره دخلکودخبرداري يوه داسې طريقه په کار ده چې له هغې سره خلک په يو وخت په ترتيب سره راجمع شي نو له صحابه ووڅخه چا وويل
چې  ناقوس به وهي بعضو ويل چې يوقا به وهي خو رسول الله «ص» ناقوس له نصاراو سره اويوقا له يهودو سره دمشابهت په وجه رد کړ چا ويل چې په يو اوچت ځای باندې به اور بل کړي چې دهغې په ليدلو سره به خلک لمونځ ته راجمع کيږي.نورسول «ص» وويل چې داطريقه دمجوسيانو ده اوله هغوي سره دمشابهت له وجې داهم سهي نه ده.نومجلس بې  نتيجې پای ته ورسېده .خو عبدالله بن زيد(رض) باندې دنبي «ص»دې فکرزيات اثر کړی وو نو دشپې عبدالله بن زيد«رض» خوب ګوري چې يو دشنو جامو والا سړی ورته د اذان کلمې ښايي او همدغه راز يې ورته داقامت کلمات هم وښودل کله چې سهار شو نو عبدالله بن زيد«رض» نبي «ص» ته راغی او خپل خوب يې ورته بيان کړ نو نبي (ص) ورته وويل چې يقينا داخوب رښتينی او حق خوب دی نو حضور (ص) عبدالله بن زيد(رض) ته وويل چې ورشه او دغه داذان کلمات حضرت بلال (رض) ته ووايه چې ځکه چې  دهغه اواز له تا نه لوړ دی  هماغه وو چې له هماغې ورځې ترننه پورې دلمانځه لپاره دخلکو دخبرولو دغه سپېڅلی طريقه عملي ده. ديوې څېړنې له مخې ويل کيږي چې اذان په دنيا کې ۲۴ ساعته جاري وي هغه داسې چې دسيمې او وخت په تغير سره ددنيا په يو کونج کې که اذان غلی شي نو په بل کې جاري وي که بل کې غلی شي بل کې خوهمداسلسله همداسې روانه ده.
دهجرت په لومړي کال ديهودو يو لوى عالم حضرت عبدالله  بن سلام (رض) مسلمان شو.
حضرت عبدالله بن سلام دمدينې ديهودو بنو قينقاع دقبيلې څخه وه اصلي نوم يې حصين اودخپلې قبيلې مشر وه او نه يوازې په مدينه کې ترټولو زيات دتورات لوی عالم وو بلکه په انجيل باندې هم پوهېده  په تورات کې يې داخرالزمان پيغمبر نښې نښانې لوستې وې او په زړه کې يې داتلوسه ورځ تربلې زياتېدله چې کله به حضرت محمدمصطفی صلی الله عليه وسلم چې کله  مدينې منورې ته هجرت وکړ نو پدې وخت کې عبدالله بن سلام پخپل باغ کې ناست وواو ناڅاپه ورته چا دحضر ت محمد (ص ) دراتګ زيری راوړ ددې زيري په اورېدو سره عبدالله بن سلام په زوره نارې کړې: الله  اکبر الله اکبر ترور يې (خالده بنت حارث) هم ورسره ناسته وه هغه حيرانه شوه او ورته يې وويل  حصينه ! ددې سړي په راتلو دې دومره خوښي ښکاره کړه چې که موسی بن عمران راغلې وای هم دومره به نه وې خوشاله شوی؟ ځواب يې ورکړ په خدای قسم داهم دهماغه ورور دې او دهمغه هدف په خاطر دنيا ته رااستول شوې دکوم لپاره چې حضرت موسی (ع) رااستول شوی وو. نو ترور يې  (خالده بنت حارث) وويل  چې داسې ده نو بياخو مونږ ډېر نيکمرغه يو چې اخرالزمان پيغمبر زمونږ سيمې ته تشريف راوړی دی .علامه ابن هشام وايې چې لدغو خبرو نه وروسته  حضرت عبدالله بن سلام او ترور يې(خالده بنت حارث) دواړه په منډه ورغلل او په اسلام مشرف شول او دحضرت محمد (ص) په لاس دبيعت کولو سعادت ورپه برخه شو .کورته له ستنېدو وروسته يې دخپلې کورنۍ ټولو غړوته داسلام دعوت ورکړ او هغوی هم ټول په اسلام  مشرف شول.حضرت عبدالله بن سلام دالله(ج) او درسول(ص)له متابعت سره دزړه له کومې مينه لرله او همداوجه وه چې رسول(ص) باندې ډېرګران وواو دهغه په هکله به يې ويل چې عبدالله بن سلام (رض) جنتی دی.
دحضرت سلمان فارسي (رض) ايمان راوړل.
 حضرت سلمان فارسي(رض) چې اصلي نوم يې مابه بن بوذخشان بن مورسلان وودايران داصفهان (فارس) اوسيدونکی و.پلرنی مذهب يې مجوسيت (اور لمانځنه) وو پلار يې چې يو کروندګر وو يوه ورځ يې  سلمان فارسي ته وويل چې زه نن دڅه مصروفيت له امله نن کروندې ته نشم ورتلای نن ته ورشه او دکروندې څارنه وکړه سلمان کروندې ته دتګ په لاره کې دعيسويانو په يوه کليسا باندې تېرېده نو ګوري چې هغوی عبادت کوي نوسلمان فارسي له هغوی نه متاثره اودخپل پلرني مذهب (اورلمانځنې) نه يې په زړه کې کرکه پيدا شوه  اوعيسوي شو داهغه زمانه وه چې لاحضرت محمد(ص) نه وو مبعوث شوی.کله چې سلمان فارسي (رض) خپل کور ته ستون شو خپل پلار(بوذخشان) ورڅخه دکروندې پوښتنه وکړه.نو ده ورته دکليسا ته تګ او دمسيحي کېدلو کيسه وکړه  پلار ورته سخت په غصه شو او د سلمان فارسي(رض) په پښو کې يې زولنې واچولې او په خپل کور کې بندي کړ.کله چې دپلار له بند نه خلاص شو نومسيحيانو ته يې پيغام ولېږه چې که کومه قافله شام ته تلله نو ماته خبرو کړﺉ.کله چې له شام نه يوه تجارتي قافله راغله او بېرته ستنېدله نومسيحيانو سلمان فارسي ته خبر ورکړ او دهغې قافلې په ملګرتيا شام ته دمسيحيانو مشر (اُسقف) ته ورغی هغه ته يې وويل چې زه غواړم له تاسره دخدمتګار په توګه واوسيږم او ته ماته دمسيحيت تعليم راکړې . مسيحي چې په ظاهره يو دروېش او زاهدښکارېده په اصل کې يو رياکار او ماده پرست انسان ووخو کله چې اسقف مړ کېده نو حضرت سلمان فارسي ته یې وويل چې ای حق پرست زلميه !! زما له مرګ نه وروسته زه داسې څوک نه وينم ورولېږم ټول خلک ماده پرست خو دخوښۍ ځای دی چې داخرالزمان پيغمبر دبعثت وخت رانژدې شوې هغه په عربو کې مبعوث کيږي او دابراهيم عليه السلام دين به ژوندی کوي  ته به دهغه ځای ته هجرت کوې چرته چې دخرماوو ونې ډېرې دي همدغه راز اسقف ورته دنبي (ص) بعضې نښې نښانې هم وښودلې لکه ورته وويل چې  هغه   به ددواړو اوږو په مينځ کې دنبوت مُهر وي  هغه به هديه قبلوي اوصدقه به نه خوري   بالاخره سلمان فارسي(رض) دخرماوو هغه وطن ته ځان ورساوه چې دحضرت محمد(ص) په خدمت کې حاضر شو او په اسلام مشرف شو.
دهجرت په لومړي کال زکات هم فرض شو.
هسې خوپه بني اسرايلو هم زکات فرض شوی وو او په خپله طريقه او اندازه يې دخپل مال زکات ورکاه خو دهجرت په لومړي کال زکات پدې ډول فرض شو چې مال کله نصاب ته ورسيږي نو  څلوېښتمه حصه به  ورڅخه دزکات په ډول ورکول کيږي چې ترننه همدغه طريقه په مسلمانانوکې عملي ده.
دبنو نجار دقبيلې سردار حضرت اسعدبن زراره (رض) وفات
حضرت اسعدبن زراره (رض) دبنو نجار دقبيلې مشروو هغه له مخه ناروغ نه وو خويو ناڅاپه ورباندې يو مرض حمله وکړه چې ورڅخه وفات شو،کله چې نوموړی وفات شونو دبنو نجار دقبيلې ځينې مشران حضرت محمد (ص)ته راغلل او ورته ويې ويل چې اسعد(رض)زمونږسردار وو او هغه اوس وفات شو او تاسو اوس په مونږ کې يو کس دسردار په توګه وټاکﺉ حضور«ص» ورته وفرمايل تاسو «بنونجار»زما ماما ګان ياست نو ځکه زه هم په تاسو کې شامل يم نو لهذا زه پخپله ستاسو سردار يم دبنونجار قبيلې مشران هم پدې پرېکړه ‌ډېرخوشاله شول.
دحضرت محمد(ص) دحضرت عايشة (رض ) سره  نکاح
دهجرت په لومړي کال کله چې حضور(ص) مدينې منورې ته  هجرت وکړ نو دشوال په مياشت کې يې له حضرت عايشة (رض) سره نکاح وکړه چې لدې مخکې ورسره رسول الله د حضرت خديجة الکبری (رض) دوفات نه پس والتسليم عقد کړی وو دعقد په وخت دعايشې(رض) عمرشپږ يا اووه کاله وو.او درخصت په وخت کې دنهو کالو وه دبعضو قول دادی چې  دهجرت نه اتلس مياشتې وروسته په دويم هجري کې يې له حضرت عايشه (رض) سره خلوت وکړ.
حضرت عثمان (رض) رومه کوهي واخيست
کله چې مسلمانان له مکې نه مدينې ته مهاجر شول نو دمدينې منورې دټولو کوهيانو اوبه ترخې وې فقط ديوه کوهي (بير رومه ) اوبه خوږې وې چې دهغه مالک يو يهودي وو چې هغه به اوبه په بيه ورکولې  نو فقيرانو مسلمانانو ته تکليف پېښ شو،حضرت عثمان غني (رض) دغه کوهي واخيست او حضور(ص) په مبارک لاس يې دجنت ديوې چېنې په بدل کې خرڅ کړاو دمسلمانانو لپاره يې وقف کړ او ويې ويل چې دچازړه غواړي لدې نه دې اوبه څښي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د