دیني، سیرت او تاریخ

د ایمان کمزوري د اسلام د پرمختګ مخه ډوبوي

ليكوال: احمد ارشاد سعید

له دې نه هیڅوک انکار نه شي کولای چي ګناهونه، د نفسي خواهشاتو غلبه او د ایمان کمزوري د اسلام د پرمختګ مانع ګرخي او د اسلام د خپریدو مخه نیسي، ځکه د اسلام نور چې شرق او غرب یې روښانه کړي او تر هغه ځایونو پوري رسیدلی دی، د ټینګ ایمان او پخې عقیدې زور دی. تاریخ شاهد دی چې مسلمانانو چې کوم فتوحات او بریاوي تر لاسه کری ټولې یې د ایمان په طاقت لاس ته راوړي په داسي حال کې چې د مادي امکانانو له پلوه دا غزاګاني او جنګونه د مسلمانانو په نفعه تمامیدل د عقل څخه ډیره لیره خبره وه .

د تاریخ په دوران کې چې مسلمانانو کومي غزاګاني کړي، همیش یې مقابل لوری د ددوئ په خلاف په مادي لحاظ په پوره او مجهزو وسلو سمبال وو خو نتیجه یې با ددې برعکس د مسلمانانو په ګټه پای ته رسیږي، ځکه هغه قوت چې مؤمنانو ته د ایمان له برکته حاصل دی، له هغه طاقت نه چې مخالف لوری یې په خپلو وسلو کې ویني دير لوړ دی. د مؤمنانو دا طاقت د ایمان له طاقت سره مستقیمه رابطه لري، دا په دې معنی که چې د مسلمانانو ایمانو د خواهشاتو د غلبي او حب الدنیا او معاصۍ له امله څه کمزوری شي نو په نتیجه کې به د مسلمانانو طاقت، رعب او دبدبه هم مخ په ځوړ روانیږي. خو که یې د ایمان منارې هسکې ولاړي وې خامخا به یې مرتبه هم اوچته کیږي. الله جل جلاله په قران عظیم الشان کې په دې اړه داسي فرمایې:

(وَلَا تَهِنُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ (139)) آل عمران،۱۳۹

ژباړه: او مه سستیږئ تاسي او مه خپه کیږئ تاسي او هم دا تاسي غالبان یئ که یئ تاسي مؤمنان

الله جل جلاله د مسلمانانو د غالب کیدلو لپاره ددوئ ایمان شرط کړی په د هغه په عدم موجودیت کښې د مسلمانانو لوړوالی هیڅ امکان نه لري. نن چې د کافران د مسلمانانو په سرونو لوبي کوي ددوئ د وسلو زور نه بلکي د مسلمانانو د ایمان د کمزورۍ او په شهواتو او حب الدنیا باندي د ددوئ د مبتلا کیدلو لامل دی. تر هغه وخته چې د مسلمانانو د ایمان کلا د هغوئ د کناهونو په سبب نه وي درزي شوې، تر هغه وخته به مسلمانان خامخا اعلی او لوړ وي. هر کله چې مسلمانان د ایمان پر ځای پر خپل ډیروالي او اسبابو تکیه کړې وي خامخا يې ماته خوړلې وي. ځکه  د مسلمانانو بری په سامان آلاتو په ټینګ والي پوري نه بلکي د ایمان په ټینګوالي پوري اړه لري. چاره به پرې کول کوي، اور به سوځل کوي، ټوپک به وژل کوي خو که الله جل حلاله و نه غواړي بیا یې کول بلکل ناممکن دی. الله جل جلاله په پورتني ایت کښې د مسلمانانو د لوړ والي لپاره سامان آلات نه بلکې مؤمن والی او ایمان شرط کڼلی. خو د اسبابو له نفعې نه هم باید سترګې پټي نه شي ځکه الله جل جلاله دنیا دار الاسباب کرځولي چې په نشتوالي کې مقصود کیدای شې په لږ څه سختۍ لاس ته راشي او همدارنګه  د ایمان په شان د اسبابو برابرول هم تر یوې اندازې پوري د مقابل لوري په زړونو کې د مسلمانانو لپاره رعب او دبدبه زیاتوي نو له دې امله الله جل جلاله یې په برابرولو امر هم کړی دی لکه چې فرمايي:

(وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ وَمِنْ رِبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ) الانفال 60

ژباړه: ژباړه: آماده کوئ ددوئ د جنګ لپاره هغه څه چې د جمع کوو طاقت یې لرئ د آسونو د ساتلو څخه، په هیبت کې لویږي د الله ﷻ دښمنان او ستاسي دښمنان.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x