د شمال وروستی ایتلاف افغانانو ته څه پیغام لری؟

نن ټکی اسیا ـ سرلیکنه: په دې وروستیوکې یوځل بیا د شمال د دوو جګړه مارو چار واکو جنرال دوستم او جنرال عطاء نور ترمنځ د نوي پوځي ایتلاف خبري روانې دي.

ښاغلی جنرال دوستم چې اوس مهال په ګډ حکومت کې د لومړي مرستیالۍ دنده هم لري له خپل سیمه ییز سیال ښاغلی عطاء نور سره وروسته تر هغه ایتلاف کولو ته اړیستل شو چې طالبانو د دوی د واک په ساحه کې ډیری سیمې لاندې او لاهم د پرمختګ په حال کې دي.

که د ښاغلی جنرال دوستم تیرې ۲۵ کلنې جګړه ییزې سابقې ته وکتل شي نو وبه لیدل شي چې نوموړی په افغانستان کې د ایتلاف جوړولو او ړنګولو یو مشهور قهرمان دی.

نوموړي په ۱۳۷۱ کال کې د ډاکټر نجیب د کمونیستي رژیم د سقوط په مهال د نورو پرچمي جنرالانو په شمول د جبل السراج په پوځي ایتلاف کې ګډون وکړ، خو کابل ته تر داخلیدو وروسته يي د دې ایتلاف له بل برخوال احمدشاه مسعود سره د واک پر سر لانجه راغله او ترمنځ جوړ شوی ایتلاف یې په پوځي مقابله بدل شو چې د زرګونو بیګناه کابلیانو د مرګ ژوبلې لامل وګرځیدو.

تر هغه وروسته یې د همدې کال د جدي په میاشت کې له حکمتیار سره د شورای هماهنګي په نوم پوځي ایتلاف کې سر د ننه کړ چې هغه هم په ډیره کمه موده کې متلاشي او ژر یې یود بل پر خلاف د جګړې مورچلونه ونیول.

له څلور کلنو داخلي جګړو وروسته په ۱۳۷۴ کې جنرال دوستم ، احمد شاه مسعود ، محقق او… د طالبانو د نوي را ټوکیدلي غورځنګ په مقابل کې د شمالي ایتلاف په نوم یوې بلې پوځي ټلوالې کې سره راټول شول.

په دې ایتلاف کې هم جنرال دوستم ځواکمنه څیره وه چې د احمدشاه مسعود ترڅنګ یې خپل ځان د شمال خلګوته د شمال د ژغورونکي په نوم ور معرفي کړ.

خو دا ایتلاف یې هم د نورو ایتلافونو په څیر یو لنډ مهاله ایتلاف وه ، شمال ته د طالبانو د پرمختګ په مقابل کې کوم مؤثر رول نه ولوباوه اوخپل منځي اختلافات یې همداسې تر منځ جاري پاتي شول.

اوس چې بیا د دوستم او د پخوانی شمالي اتحاد د یوه مخکښ غړي عطاء نور تر منځ د نوي ایتلاف مقدمه پیل شوی داسې څرګندیږي چې هغه به هم ناکامه او لیږ وروسته به بیا همدا ایتلافیان یو دبل په مقابل کې سنګرونه نیسي او بیا به د دوی د ایتلافي جګړو له وجې د بیګناه شماليانو معصومې ویني بهیږي

جنرال دوستم او د هغه نور ایتلافي انډیوالان په ایتلاف جوړولو او بیا له خپلو ایتلافي ملګروسره په جګړه کولو کې ښکاره تاریخ لري ، د دوی ایتلافونه ټول وخت د اجنبي جهتونو په اشاره د اجنبي مصالحولپاره په مؤقت ډول جوړ شوي او بیرته یو دبل پرخلاف جنګول شوي ، دا حقیقت ټول ولس ته ښکاره دی؛ ځکه یې داځل هم د دوی له څلورم ایتلاف څخه د هیڅ ډول نیک مرغۍ او ښه والي هیله نه شي کیدلای.

جنرال دوستم ، د هغه جنګي ډله او د هغه د ایتلافونو نور اتلان ټول همدا اوس د بشري حقونو د مدافعو سازمانونو په لیستونو کې د جنګي مجرمینو په حیث شهرت لري او د هغوی لخوا یې د جنګي جرمونو محکمې ته د وړاندې کیدو غوښتنه کیږي ، د دوی هر ډول ایتلاف او اتحاد د افغانانو په تیره د شمال د مظلوم ولس لپاره ډیر بد پیغام لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د