ایل جي خپل نوی سمارټ فون وړاندې کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۴مه ۱۳۹۴ل): ایل جي کمپنۍ خپل نوی سمارټ فون چې د انډرایډ اپریټنګ سیسټم په مرسته کارول کیږي د بېنډ پلې (Band Play) په نامه کاروونکو ته وړاندې کړ.

د ایل جي کمپنۍ دغه نوی سمارټ فون ډیر پیاوړی ځانګړتیاوې نه لري خو یو له هغو ځانګړتیاوو څخه چې د کاروونکو توجه جلبولی شي د پیاوړی سپیکر لرل دي.

ایل جي کمپنۍ خپل دغه سمارټ فون په سویلي کوریا کې کاروونکو ته معرفي کړ. د ټکنالوژي برخې کارپوهانو په وینا د دغې سمارټ فون ځانګړتیاوې نظر کې نیولو سره یوه درمیانه سمارټ فون دی چې ډیر پیاوړي ځانګړتیاوې نه لري.

د ځینې کارپوهانو په وینا د دغې سمارټ فون پیاوړی او اوچت اواز ویستوونکی لاوډ سپیکر کولی شي د یو شمیر کاروونکو توجه جلب کړي. دغه سمارټ فون به د ایل جي کمپنۍ له پیاوړی هیډ فون کواډ بیټ ۳ (QuadBeat 3) سره کاروونکو ته وړاندې شي.

د ایل جي کمپنۍ سمارټ فون بېنډ پلې (Band Play) پنځه انچه ډسپلې لرلو سره ۷۲۰*۱۲۸۰ میګاپکسله ریزولوشن لري کوم چې د غوره او پیاوړی تصویر او ډسپلې ښودلو لپاره کفایت کوي.

د دغې سمارټ فون کامره هم کولی شي د کاروونکو په جذبولو کې ډیره زیاته مرسته وکړي. د بېنډ پلې سمارټ فون اصلي کامره ۱۳ میګاپکسله او مخکینی کامره يي ۵ میګاپکسله ده.

د ایل جي کمپنۍ دغه سمارټ فون کې ۶۴ بایټ سنپ ډراګن ۴۱۰ ډوله ۲ ګیګابایټ پرسېسر کارول شوی او ۱۶ ګیګابایټ فایل ثبتولو وړتیا لري چې کاروونکی د دغې وړتیا زیاتولو لپاره اضافي میموري کارډ هم استعمالولی شي.

دغه سمارټ فون کې انډرایډ ۵.۱ لالیپاپ (Android 5.1 Lollipop) اپریټنګ سیسټم ښکته شوی. دغه سمارټ فون ۲۳۰۰ ملي امپیر وړتیا لروونکی بیټرۍ لري.

ایل جي کمپنۍ اعلان وکړ چې خپل دغه سمارټ فون به د ۳۵۶ امریکايي ډالرو په بیه به د همدې اونۍ په ورستیو کې په دوو رنګونو کې به کاروونکو ته وړاندې کړي.

ایل جي کمپنۍ نړیوالو بازارونو ته د دغې سمارټ فون د وړاندې کولو نیټې په اړه څه ندي ویلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د