نړۍ

عراق: شعیه قاضیانو ۶۰۰ سنیان په مرګ محکوم کړل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۴مه، ۱۳۹۴ل): عراقي محکمو چي اکثره قاضیان یی شعیه او د عراقي شعیه سخت دریځو ملایانو له لوري په حکومت محکمو کي مقرر شوي د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کي د مذهبي او دیني تعصب پر بنسټ ۶۰۰ سوه سنيان په اعدام محکوم کړي دي.

په بغداد کي د بشري حقوقو د ټولني له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کي پر عراقي محاکمو باندي سختي نیوکي شوي د دغي ټولني له لوري خپاره شوی راپورکي لیکل شوی چي اړوندو محکمو قاضیان ددغو کسانو دجرم په مقابل کي هیڅ ډول اسناد او شواهد په لاس کي نه لري بلکه ټول د قومي او مذهبي تعصب پر بنیاد باندي په اعدام محکوم شوي دي او د عراق په اکثرو محکمو کي مقرشوي قاضیان شعیه مذهبه دي چی له سنیانو سره د مذهبي تعصب په بنسټ چلند کوي.

په راپور کي لیکل شوي کوم اسناد یا شواهد چي دغه محکمي او قاضیان وړاندی کوي هیڅ حقیقت نه لري دا هغه څخه چی د تعذیب، شکنجو او وهلو په صورت کي له نیول شویو کسانو څخه تر لاسه شوي دي او با هم دپټو جاسونانو له لوري و دغو محکمو ته وړاندي شوي چي دارنګه شواهد او اسناد هیڅ قانوني اعتبار نه لري.

د عراق دبشري حقوقو دټولني دفتر وایی کومو قاضیانو چی ددغو خلګو د اعدام په اړه احکام صادر کړي دي، دغه قاضیان ازاد نه بلکه په عراق کې د روان کړکیچ او جنګ یو طرف بلل کیږي، ځکه ددوي فیصلي ازادي نه بلکه د یو لوري او طرف په ګټه دي.

راپور کي لیکل شوي دي چي د روان کال له پیله بیا تر اوسه چي عراق کي څومره کسان ددغو محاکمو له لوري په اعدام محکوم شوي ټول سنیان دي چي په وړاندي یی د اعدام د احکامو له صادریدو څخه وروسته د عراق له مختلفو زندانونو څخه د ذی قار په نامه سره محکمی ته چي په (ناصریه ) کي ده انتقال شوي دي.

د عراق د بشري ټولني دفتر څخه په خپاره شوي راپور کي پر نړیوالو بشري ټولنو باندي غږ شوی دی چي ژر ترژره دي په عراق کي د اعدام پر پریکړو باندي بندیز ولګوي کومو خلګو باندي چی له وړاندي د اعدام حکمونه شوي هغه دي معطل کړي او دهغو دقضیو منصفانه او عادلانه څیړنه دي وشي، له دي څخه وروسته دي په عراق کي د دیني او قومي تعصب پر بنسټ د اعدامو د لړۍ مخه ونیول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x