شعـــــرونه

د دار لاره

ګل ته چې ورځم نو راته خار لاره نيولې ده
ګران وطن کې هرلور ته اغيار لاره نيولې ده
خپور يې دغم جال کړ دمظلوم اولس په ژوندباندې
بيا غربي ظالم او ګنهګار لاره نيولې ده
مېندې به کړي بورې دانګرېز دميوند دښـته کې
مخ ته ې داکبر غوندې سالار لاره نيولې ده

دروغ دې داوعدې ددوى چې مونږ بيا رغونه کړو
دوى فقط دقتل او بمبار لاره نيولې ده
مونږ دعشق سبق له سېپارو څخه زده کړې ده
ځکه مو منصور غوندې ددار لاره نيولې ده
خوښې موتيارې نه دي مين دلمر په وړانګو يو
مونږه درڼا او سپين سهار لاره نېولې ده
دوى به هم دچا غوندې په دار شي څلور لارو کې
چاچې دبارک غوندې بادار لاره نيولې ده
ځو دحق په لاره په هيڅ شان يې پرېښودې نشو
مخته مو قاتل او که پاسدار لاره نيولې ده
نشته دې برې دشيطانيت او ددنيا په لار
ځکه نو ((مشفق)) دخداى(ج) دلار لاره نيولې ده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x