نظــر

لرغونی هلمند – لومړی برخه

ليکوال : شريف الله دوست (سرواني)

(۷۰۰۰-۶۰۰۰کاله پخوا)

هلمند د زموږ دهيواد له درې مدنتونو ( امو ، سند، هلمند) څخه يو غوړېدلی تمدن دی ، په خوښۍ سره چي تر تاريخ وړاندي پېر لاسوندونه (سندونه) يې په لاس کي لرو.

په هلمند کي لاسته راغلی مهر
په هلمند کي لاسته راغلی مهر

تر تاريخ وړاندي (قبل التاريخ) لاسوندونو څخه يو هم سوځلی ښار(شهرسوخته) دی چي دهلمند سيند پر غاړه د خپل وخت دعصري مدنيت له لويو بېلګو څخه شمېرل کيږي.

لومړی دا ، کله چي انسان دځمکي پر مخ ژوند مخ پيل کړ دپرمختګ هغه برخه چي موږ يې ليکي شواهد په لاس کي لرو دتاريخ په نامه ياديږي او هغه څه چي انسان دليک په موندلو لا نه و بريالی سوی تر تاريخ وړاندي دوره د (per Historic) په نامه سره ياديږي .

په تاريخي دوره کي شرط دادی چي دلرغونو ټبرونو لاس ته راغلي اثار لوستل سوي يا دلوستلو وړ وي .

په ټوليزه توګه افغانستان کي تر تاريخ وړاندي اثارو پلټني له (۱۹۳۶ز) کال څخه د اروپايي علمي او عملي پلاوي له خوا پيل سوې چي پايله کي يې تر تاريخ مخکي د ډبري داستعمال په درېيمي ياندي توږل سوي ډبري ، خاورينو لوښو او فلزاتو دکاروني په دورې اړه لري چي همدې پېر (دورې) ته (کلکوليتيک) پېر وايي. (روهين ،۱- ۴ )
په خوښۍ سره په (۱۹۳۶ ز) کال کي فرانسوي لرغونپوهان (پرفيسور) هاکن افغانستان ته دکيندنو لپاره راغی د پلاوي مدير (پروفيسور ګيرهمن) چي د قبل التاريخ(تاريخ مخکي) متخصص و او تر دې وړاندي يې په پارس(جعلي ايران) کي کار کاوه د لومړي ځل لپاره د تاريخ مخکي دورې  څېړني او پلټني  دهلمند په پراخه حوزه کي پيل کړې او دنادعلي په شاوخوا کي چي د (زرنګ) د سيستان دپخوانۍ پلازمېني يو برخه د هلمند سيند پر غاړه زړې کنډوالې وې په سور داغ او سپين داغ د سروتار او کنګ په کلا کي کيندني وکړي.( کهزاد ، ۸ )
د دې کيندنو په پايله کي ډبرين لوښي ، ډول – ډول وسلې ، غشي رنګين ښايسته سوي توکرکي ( کودړي ) ، دسپينو زرو غوږ والي او هډوکو څخه جوړ شيان تر لاسه سوه چي پوهانو په مرو کي د (انو) په لويديځ کي د (کاشان) او په سويل ختيځ کي د (سند) دپېداسوو اثارو سره يو شان او ورته بللي دي.(حبيبي ، ۴ )

سوځلی ښار د زرنج(نيمروز) په شپږپنځوس(۵۶) کيلومترۍ کي شتون لري چي زرګونه کاله پخوا يې اوسيدونکو دبابا دغره نم(اوبه) څښلي او کله چي هلمند سيند خپل بستر ته تغير ور کړ د دې ځای(سوځلي ښار) مېشتي هم وکوچېدل ، د ځينو تاريخونو په استناد چي هند او مرکزي افغانستان کي تيت سول.

سوځلی ښار تر تاريخ مخکي زمانې يو متمدن سياسي،فرهنګي او سوداګريز ښار و ، ياد ښار د خپل اوج برم او پرتم  په وخت کي يوسل يوپنځوس(۱۵۱) هکټاره پراخوالی درلود چي د لرغونپوهانو او تاريخپوهانو په اند ، دې وخت کي شاوخوا اته زره(۸۰۰۰) وګړو پکښي ژوند کاوه.

دا ښار دخپل (۱۴۰۰ کلن) ژوند په اوږدو کي څلور ځله د بېلابيلو تمدنونو او پړاونو لرونکی پاته سوی او درې ځله سوځل سوی دی .

لرغونپوهانو يې دسوځېدو نېټې (۲۷۰۰ او ۲۴۰۰مخزيږدي) کلونه اټکل کړي دي ، خو داسي شواهد نه سته چي دې سوځونو دي ياد ښار ته يو مخ سکوت ورکړی وي.

دا ښار يو سوليز ښار و تر دې چي يو ځل هم دې ښار کي دجنګ جګړې شواهد په لاس کي نه سته ، سوځلي ښار کي خلکو ډېر ارام ژوند در لود و ګړي يې ډېر کرار او بې ازاره خلک وه .

لکه مخکي چي ورته نغوته(اشاره) وسوه ښاريانو يې دهلمند سيند اوبه څښلې او د همدې هلمند پر غاړو يې د (۴۰۰۰-۳۰۰۰ مخزيږدي) شاوخوا کي ژوند کاوه ځکه يې نو تاريخي او فرهنګي ميراث د هلمند په لرغوني تمدن پوري اړه لري. (۱)

fired-village
یادونه: که څه هم دسوخلي ښار دانقطه اوس دنامشروع سیاسي وېش له مخي دپارس برخه ده خو تاریخي برم یې د آریانا په هیتومنت(هلمند) پوري اړه لري.

دهلمند د لرغوني تمدن جغرافيايي ساحه يوخت ډيره وسيع او پراخه وه هغه چي دهلمند سيند له برکته خړوبېدل او خلکو ورباندي حيات درلود ، دهلمند د تمدن لرغونتوب هم د سيمي د نورو لرغونو تمدنونو لکه ( مصر ، بين النهرين ، هند ، چين ) سره همزولی تاريخي شاليد لري.

دا دی چي هلمند سوځلی ښار هم دهلمند سيند پرغاړه د ډيرو لرغونو پاته شونو څخه دی او دهلمند دتمدن استازيتوب کوي ، کيندنو او څېړنو ښودلې چي د سوځلی ښار جوړښت د(سيد کلا) ، (منډيګک) او (ډيمراسي غونډۍ) سره ډېر ورته والی لري .

د هلمند سيند پر غاړو چي د لرغونو او تاريخي سيمو کومه څېړنه سوې ده او په ترڅ کي يې کوم لوښي په لاس راغلي دي د همدي پورتني منډیګک لرغونو پاته شونو او نورو سره په تاريخي لحاظ همزولی بلل سوی دی.(۲)
داسي څرګندوني سته چي هلمند سيند په تيرو اتو زرو(۸۰۰۰ کالو) کي يوولس(۱۱ ځله) خپل بستر ته لږ و ډیر تغیر ور کړی دی .

دکتور سيدمنصور سجادي په خپل کتاب (جواهرسازي درشهر سوخته) کي کاږي : ” د سوځلي ښار د معبدونو استوګنځای کي چي په دوهمه او څلورمه دوره پوري اړه لري (۴۸۰۰ کاله مخکي مخينه) او هغه انځورونه چي په پر ديوال کښل سوي او دغويانو څېرو ته ورته ښکاري د (۴۱۰۰ کاله) پخوا مخينه بلل کیږي ”
دا ښار په را ورسته کي دبلخ په څېر دسويل لويدځو ښارونو مور (ام البلاد) نومول سوی دی .

ياد ښار تر اريائيانو اوتاريخ وړاندي د ډيرو نادرو ، نوموتو او عجايبو ښارونو څخه شمېرل کيږي هغه چي په نړۍ کي نوم لري.

کيندنو او څېړنو ښودلې چي سوځلي ښار د مصر ، بين النهرين ، سند ، پارس ، هراپه ، موهنجودارو ، بلهيکا (بلخ) او چین سره ټينګي سوداګريزي اړيکي درلودې او د اروپا ، منځني ختيځ او افريقا تر منځ يې د تمدن دځنځير يوه کړۍ جوړه کړې وه.

لکه مخکي چي ورته نغوته وسوه ، د نن په پرتله دهلمند دلرغوني تمدن ساحه ډيره پراخه وه له اوسني زاهدان او سيستان څخه نيولې ، دفراه يو شمېر برخي ، بيا تر بُست ، روزګان ، داور (زينداور) ، منډيګک او حتی تر ګندهارا او ټاکسيلا پوري سيمه يې دخپل تمدن په غېږ کي نيول.

نو وايو چي د هلمند لرغونی مدنيت بېلګي دسيمو دتمدونونو په منځ کي لکه مصر ، بين النهرين ، سند ، موهنجودارو کي ډېر کم ليدل کيږي ، لکه څنګه چي مصر دنيل سيند څخه هغه چي داتوپيا له غرونو څخه سرچينه اخلي پر غاړه يې خپل انساني تمدن را پيل کړی ، د چين مدنيت د ژړ سيند له برکته را منځته سوی او دسومريانو مدنيت د (دجله او فرات) سيندونو له برکته چي (بين النهرين) بلل کيږي رامنځته سوی دی همداسي هلمند سيند چي دبابا دغره له برکته بهيږي پر غاړه يې د هلمند لرغونی مدنيت زيږېدلی دی.

دسوځلي ښار اوسيدونکو يو ډير عالی تمدن درلود او ديوې عصري ټولني لرونکی وه ، دلاس ته راغلو ثارو له مخي چي خپل عصردخلکو متمدن ژوند نوموړي کي تمدن په سوځلي ښار کي په ډېره لوړه سطحه شتون درلود. (۳)

نور هم سته

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x