دا فکر مو کړی، چې روژې مو بايد څنګه قبولې شي؟

احمدالله احمدزی

زموږ مسلمانانو وروڼه خويندې خو ټول روژې نيسي، مګر موږ څنګه کولای شو، هڅه وکړو، چې الله تعالی زموږ روژې په خپل دربار کې قبولې کړي.
د دې لپاره اسانه لار رسول الله صلی الله عليه وسلم راښودلې.

له ابو هريرة رضي الله عنه روايت دی، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: « الصِّيَامُ جُنَّةٌ؛ فَلَا يَرْفُثْ وَلَا يَجْهَلْ، وَإِنِ امْرُؤٌ قَاتَلَهُ أَوْ شَاتَمَهُ فَلْيَقُلْ: إِنِّي صَائِمٌ. مَرَّتَيْنِ؛ وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ! لخُلُوفُ فَمِ الصَّائِمِ أَطْيَبُ عِنْدَ الله تَعَالَى مِنْ رِيحِ المِسْكِ، يَتْرُكُ طَعَامَهُ وَشَرَابَهُ وَشَهْوَتَهُ مِنْ أَجْلِي، الصِّيَامُ لِي وَأَنَا أَجْزِي بِهِ، وَالحَسَنَةُ بِعَشْرِ أَمْثَالِهَا»

روژه ډال دی، روژه دار به فحش نه وايي او جهل به نه کوي او که څوک ورسره جګړه کوي، يا کنځل ورته کوي، نو دی دې ووايي، چې زه روژه يم. قسم مې دې وي په هغه ذات چې زما نفس يې په واک کې دی د روژه دار انسان د خولې بوی الله تعالی ته له مشکو هم ډېر خوږ دی. انسان خپل خوراک، څښاک او شهوت زما «الله تعالی» لپاره پرېږدي. روژه زما لپاره ده او اجرونه به يې هم زه ورکوم او يوه نېکي په لس چنده ده.

د خلوف په اړه يو اړين سپيناوی: دا چې الله تعالی فرمايي، د روژه دار د خلوف «خولې بوی» الله تعالی ته له مشکو هم خوږ دی.

د خلوف په اړه حکيم الامت مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله فرمايي، چې خلوف د معدې له خاليوالي راپيدا کيږي او تر څو چې معده خالي وي، خلوف هم وي.

د دې خبرې ګټه دا شوه، چې ځينې خلک حتا د علم څښتنان دا وايي، چې روژه کې بايد له مسواک وهلو ځانونه وساتو، ځکه چې بيا مو له خولې د مشکو بوی ورکيږي، د مولانا تهانوي رحمه الله په وينا دا خبره بې بنسټه ده، ځکه چې خلوف معدې سره تړلی، نه خولې سره. خوله خو خالي وي، نو ځکه بايد روژه کې له مسواک وهلو ډډه نه، بلکې روژه کې هم بايد دا سنت ژوندي وساتو. دې سره د روژه دار د خولې بوی نه کميږي.

د روژې قبلېدل، چې خوراک، څښاک او اخلاص سره تړلی، همدا رنګه انسان بايد خپل اخلاق او عمل هم سم کړي او د روژې ټول هدف يې دا وي، چې الله تعالی راضي کړي او الله تعالی يې اجرونه ورکړي.

د دې تر څنګ بايد له هر ډول ګناهونو هم ځانونه وژغورو او رسول الله صلی الله عليه وسلم د روژې په اړه خپل امت ته داسې لارښوونه کړې، چې څوک سپکې خبرې او عمل پرېنږدي، نو الله تعالی د ده لوږې تندې ته هېڅ اړتيا نه لري، نو له دې معلوميږي، چې انسان بايد د لوږې تندې تر څنګ له ناروا کارونو، ناوړه ويناوو او سپکو خويونو ځان وژغوري او که دا کار ونه کړي، نو د حديث له مخې يې روژه نه قبليږي.

د روژې د نيولو عملي نمونه موږ ته د صحابه کرامو او سلفو صالحينو په عملونو کې ښه څرګنديږي.

که موږ په خپله د سلفو د کړو وړو په اړه څېړنې نه شو کولای، نو بايد د هغو ليکوالانو او استادانو ليکنې خو خامخا ولولو، چې د سلفو د فکر، کردار او عمل په اړه يې دغه استادان موږ ته په پښتو ژبه اسانوي.

په دې اړه د استاد حامد افغان «روژه او سلف» ليکنو لړۍ بايد ټول ولولو او ګټه ترې واخلو.

د سلفو په ژوند کې د څېړنې پر مهال سړی پوهيږي، چې دوی روژه په داسې حالت کې نيوله، چې هېڅ داسې کار به يې نه کاو، چې د ده روژې ته پرې زيان واړوي.

احنف بن قيس رحمه الله ته چا وويل، چې عمر دې ډېر زيات دی، روژه به دې نور هم کمزوری کړي، نو هغه مبارک په ځواب کې ورته وويل، چې په يو اوږد سفر روان يم او د الله تعالی په عبادت صبر ډېر اسانه دی د هغه له عذابه، يعنې په عذاب چې بيا صبر کوم، ولې د الله تعالی په عبادت صبر نه کوم.

حسن بصري رحمه الله به د نور وخت تر څنګ په روژه په دعوت ډېر ټينګار کاو او په خلکو به ګرځېده. يوه ورځ په يو مجلس تېرېده، چې خلکو په روژه کې خندل، نو ده مبارک ورته وفرمايل، الله تعالی دا مياشت د خپلو بندګانو لپاره د سيالۍ ميدان ګرځولی، څوک چې د الله تعالی په عبادت او اطاعت کې مخکې شول، هغه بريالي دي او څوک چې وروسته پاتې شول، هغه خوار او ذليل دي، نو د حيرانتيا ځای دا دی، چې په داسې وخت کې هم خلک خاندي، چې يو پلو عبادت کوونکي بريالي کيږي او ناراستان پاتې وي. حسن بصري رحمه الله زياته کړه، که د دنيا له مخې پرده پورته شي، نو عبادت کوونکی به نور هم خپل عبادت ته زور ورکړي او څوک چې خپل وخت په عبثو کارونو ضايع کوي، له هغه به خندا هېره شي او بيا به افسوس کوي، مګر ګټه به نه لري.

د دې تر څنګ بايد دغه د يوې مياشتې تمرين په راتلونکو يوولسو مياشتو کې هم پر ځان عملي کړو، نو دې سره به مو يوه ګټه دا وي، چې ژوند به مو د سکون او ارام وي، خلک او ځان به مو له شره خوندي وي، ټولنه کې به اصلاح او مثبت بدلون راشي، خلک به زموږ له عمل او کرداره نېک اثر واخلي او بله ګټه به مو د اخرت وي، چې الله تعالی به مو اخرت کې د نېکيو اجرونه راکوي او له جهنمه به مو ژغوري ان شاءالله.

سرچينه «اجمل رمضان» دکتور راغب السرجاني او د مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله «تحفه رمضان»

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د