نظــر

پښتانه مشران د پردیو په لومو کې

لیکوال: پیاوړی ځواک

څو ورځې وړاندې سیګار ادارې، (USAID) ته د یو لیک د استولو په ترڅ کې له دوی غوښتي چې په افغانستان کې دې د پوهنې په برخه کې د امریکا له لوري د لګول شویو پيسو په هکله پلټنه وکړي. دغې لیک په افغانستان کې غوغا جوړه کړه او د درېیمې ډلې لپاره یې ښه زمینه برابره کړه چې د پښتنو په منځ کې اختلافونو ته لمن ووهي. په دغه لیک کې یوازې د پلټنې غوښتنه شوې وه، خو افغان او پښتون ضد کړیو دغه تعبیر په بله واړولو او پردي پالو رسنیو داسې انعکاس ورکړ چې ګواکي د وخت د پوهنې وزارت چارواکو دغه پیسې حیف او میل کړې او خپلو جیبو ته یې اچولې دي.

د پوهنې مخکیني وزیر ډاکټر فاروق وردګ هم له موکې په ګټې اخیستنې د افغان ضد کړیو پر وړاندې خوله خلاصه کړه او د دوی ډېر ناویل شوي رازونه یې افشا کړل. د دغې افغان ضد کړۍ په سر کې دوه لوی ټوپکماران او شر اچوونکي عطامحمد نور او عبدالله عبدالله ځای لري. له بده مرغه زموږ پښتنو مشرانو هم د ځینو مجبوریتونو پر بنسټ دوی دواړو او د دوی نورو ملګرو ته وخت ورکړی او له دوی یې ښکرور جوړ کړي دي. عطا نور چې یو سرپرست والي دی، خو زموږ له مشرانو یې دومره زور اخیستی چې څو ځله یې دولت وګواښلو، په ښکاره یې رسنیو ته وویل چې څوک به یې له ولایت څخه لرې نه کړي او تر ټولو ستونزمنه دا چې اوسمهال په کابینه کې دوه وزیران لري. یادې ډلې څو څو ځلې د افغانستان په خرڅولو کې تر ټولو مخکې لومړی ګام اېښی. کله چې افغانانو له پخواني شوروي پوځ سره جهاد کاوه، دوی د خپلو شخصي ګټو په پام کې نیولو سره له روس سره تړون لاسلیک کړ چې په ترڅ کې یې روسیې په آسانۍ سره کولی شول، د شمال له لارې خپل اکمالات وکړي او د افغانانو په وړاندې په جګړه کې د برلاسي کېدو خوبونه وویني؛ دغو افغان ضد افغانانو د یاد تړون په مقابل کې په زرګونو معنوي او مادي ګټې په لاس راوړې. په دې وروستیو کې یو ځل بیا د پاکستان له څارګرې ادارې سره یو سپک او شرمېدلی تړون لاسلیک شو. تېره ورځ پاکستاني سرتاج عزیز اعتراف وکړ چې دغه تړون لاسلیک شوی، خو د افغانستان اسلامي جمهوریت د امنیت شورا د سرتاج عزیز دغه څرګندونې په کلکو ټکو رد کړې. د امنیت شورا او سرتاج عزیز له څرګندونو داسې ښکاري چې یوه درېیمه ډله شته چې دغه تړون یې له پاکستان سره د خپلو شخصي ګټو په موخه لاسلیک کړی؛ دغه درېیمه ډله له همدې افغان ضد کړۍ پرته بل هېڅوک نه دي، ښه ثبوت یې همدا دی چې یاد تړون د ملي امنیت مرستیال (پنجشېری دی او د همدې کړۍ له ملاتړو دی) لاسلیک کړی. افغان ضد کړۍ د دغه تړون له لاسلیک وروسته ډېرې هلې ځلې وکړې چې دغه معامله په پښتنو ور وتپي او د پښتنو مشرانو ترمنځ اختلاف زیات کړي، خو د سرتاج عزیز او ملي امنیت شورا څرګندونو یو ځل بیا دوی وشرمول او ملت ته څرګنده شوه چې دغه تړون بل هېچا نه، بلکې همدې د نظار شورا لاسلیک کړی.

د همدې دسیسو په لړ کې مخکې له دې چې سیګار اداره د دغو افغان ضد کړیو په اشارې (USAID) ته لیک واستوي، یادو کړیو د ملي یووالي حکومت په راتګ سره په کراتو د پښتنو مشرانو او ولسمشر محمد اشرف غني ترمنځ د درز پیدا کولو هڅې کړې دي. دوی د نوي حکومت په راتګ سره د هغو پښتنو مشرانو او غني ترمنځ اختلافونه راپورته کړل چې د کرزي په وخت کې یې کار کاوه، دوی دغه اختلافونه په یوه او بل نامه رامنځته کول. د سیګار له وروستۍ موضوع څخه د نظار شورا اصلي موخه د ولسمشر غني او ډاکټر فاروق وردګ ترمنځ د اختلافونو رامنځته کول وو، ځکه په دې وروستیو کې داسې ګنګوسې وې چې ګواکي ولسمشر غني فاروق وردګ ته د دندې اخیستلو بلنه ورکړې وه. افغان ضد کړۍ په دې ښه پوهېده چې که ډاکټر فاروق وردګ د غني په اداره کې له ولسمشر غني سره نږدې کار پیل کړي، د دوی د ډېرو شومو موخو مخه به ونیول شي او د دوی د پټو معاملو په وړاندې به لوی بلاک جوړ شي.

سره له دې چې ولسمشر غني او ډاکټر فاروق وردګ د دوی د دغو دسیسو په وړاندې پوره محتاط دي او هېڅکله به نظار شورا ونه توانېږي چې د پښتنو مشرانو ترمنځ درز واچوي، خو دوی بیا هم آرام نه کېني. نن ورځ دوی بله توطیه داسې طرحه کړې وه، چې ګواکي ولسمشر غني ښاغلی وردګ ګواښلی. په داسې حال کې چې هېڅ داسې خبره نشته او د دوی دواړو ترمنځ اړیکې اوس هم لکه څه ډول چې د ټولټاکنو په دویم پړاو کې ټینګې وې، همغسې ټینګې دي.

په ټول پښتون ولس غږ کوم چې لطفاً د پردیو په اشارې خپل مشران مه ښکنځئ. ښه پوهېږئ چې د پښتنو ترمنځ له اختلاف څخه دوی من من غوښې اخلي، نو له هر ډول اختلافونو لاس واخلئ او د پردیو په مخ کلکه څپېړه وار کړئ. همدارنګه په پښتنو مشرانو غږ کوم چې هېڅکله د افغان ضد کړیو د دسیسو ښکار نه شي او له ډېرو وړو او جزي موضوعاتو یوه بل ته ورتېر شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

ليكوال صيب خداوند متعال دي اجرونه دركري چی په روژه کی د خپلو مشرانو په ملاتر ليکني کوی. اول: دا کوم چی تاسو غندلي دی تر دی هم دیر مفسد او اشرار دی. دوهم: دا کوم چی تاسو د پشتنو مشران یاد کري دی دا ستاسو شخصي نظر ده، دا خلک د پشتنو شرم دي، عار یی دي، ز که کوم کارونه چی دوی کوي یا یی پلان لري کله هم د پشتنو پر مصلحت نه دی، دا وطن په اصل کی شوری نظار خرخ کری ده، دوی یی د خرسلاو د امتيازاتو یگانه مسحقين دی، پشتانه کوم چی لدوي… نور لوستل »

شاهین اتل

غوربندی صاحب حق دې ليکلی او الله ج به انشاء الله د همدې حق اجر په اخرت کې درکړي او ليکوال صیب خو داسې کسان د پښتنو مشران بللی چې هغه د پښتنو د تندی تور داغونه دي چې خدای خبر کله به د پښتنو له تندي څخه پاکېږي خو الله ج دې ډېر ژر دغه داغونه د پښتنو له تنديو څخه پاک او ورک کړي

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x