
افغان سرتیری: عیسی خان دروغ وايي، بریدګر ما وژلي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۴مه، ۱۳۹۴ل): یو افغان سرتیری چې تازه له روغتونه راوتلی وايي چې په ولسي جرګې د ډله ییز برید شپږ حمله کوونکي عیسی خان نه، بلکې ده وژلي.
بریدمل محمد صدیق چې د ولسي جرکې د ودانۍ ساتونکی عسکر دی، زیاتوي چې عیسی خان بر ناحقه پردۍ کارنامې ځان ته منسوبوي.
نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د برید په ورځ یې لومړی شپږ حمله کوونکي ووژل، بیا زخمي شو او روغتون ته انتقال شو. د هغه په وینا، څو ورځې په روغتون کې د بې هوښۍ په حالت کې وه چې عیسی خان د ده له غیاب څخه ناوړه ګټه پورته کړه او د بریدګرو د وژلو ادعا یې وکړه.
عیسی خان د دغو تازه څرګندونو په وړاندې تر دمګړۍ غبرګون نه دی ښودلی. خو محمد صدیق وايي چې په دې اړه کافي شواهد په لاس کې لري او ډیر ژر به د مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د عیسی خان له «ښکرورو» دروغو پرده پورته کړي.
باید وویل شي چې د تېرې دوشنبې په ورځ د ولسي جرګې په ودانۍ په داسې حال کې ډله ییز سرتیری برید ترسره شو چې د ولسمشر دوهم مرستیال او د دفاع نوماند وزیر پارلمان ته د ننوتلو په حال کې وو.
له دوه ساعته برید وروسته د عیسی خان په نامه یو افغان سرتیري، چې د لغمان اوسیدونکی دی، د خبریالانو په وړاندې ادعا وکړه چې په پنځو دقیقو کې یې شپږ سرتیري بریدګر د کانټینر له خولې څخه په «زنګون کیش حالت کې ټک چپه» کړي.
د بریدمل محمد صدیق ادعا په داسې حال کې رسنیو ته راوزي چې عیسی خان تر اوسه د یو باب کور او یو عراده موټر سربېره لکونه افغانۍ راغونډې کړي دي.
اوس یی خوند وکڑ
ٹق چپہ کو
ټق چپه کوو
هاهاها
هغه متل وایی خدای چی مړۍ شرموي …………یی په تخته باندي زي
د دولت هغه ښکرور دروغ چی ویل یی د پیښې ټول قربانیان ملکي وکړي دی دا دي نن افشا شوه چی دایو یی ځان په خپله اعلان کړ نور نو الله ج خبر دی چی نور به د پردو تر شا څه تیر وي
ټق چپه کو!!
کل نړی دیده می تواند
chapa ko
وایی صدیق پنجشیری په نوم یو بل ګل مرجان پیدا شوی.
هاهاهاها اوس یی خوند وکی بالا مونگ خو ویلی چی دروغ وایی خو چا نه منله
اوس يي خوند وکه ټق چپه کو
رشتيا هم دصداقت صاحب خبرونو نه معلومه شوه چي دروغ دي
عيسی خان مړي په غړو کی او غور زيدله خو بيا خير يي نشته
عیسی خان ویل چه ما وژلی او محمد صدیق ویل چه ما وژلی ، اوس په نو هغه برنده شی چه غلامی اداره کی لوړپوړی کسان یی خپلوان یا رشته داران وی . په کار خو دا وه چه عینی شاهدانو شتون لرلی ، دا معنی چه دواړه دروغ وایی او ټوله غلامه اداره دروغ وایی ، غلامی اداری عیسی خان ته دستور ورکری داسی ووایه مهمه نه ده چه چا او څرنګه او څه وخت یی وژلی ، په دی کار چه یو کس ۶ کسان وژلی په دی کار یی د راتلو نکو داسی حادثاتو او راتلونکو عسکرو… نور لوستل »
ټق چپه کو هههههههه
یاره بیانزی استاده. ته خو تول ورز دیته ناست یی چه کامنت ورکری. لژ د تدریس لپاره هم مطالعه کوه چه شاگردان درنه سه زده کری. مه کامنتونو یی سر نه ورزی .اوس تول پوه شوی چه غوا توره او شیدی سپینی دی. رشتیا استاده یوه پوشتنه می کول. په طالبانو او داعش کی به کوم یو جنت ته زی؟ د isi فیصله سه ده؟ اوس خو داسی شکاری چه د isi فوجیان د طالب جان پروژه ختم کوی زکه چه وخت یی پوره شو. نور نو د طالب مسلمانی هم سوک نه منی؟ داعش خو درباندی سم د کفر… نور لوستل »
ماته بيا بيانزي صيب نورو مبصرينو كي لك مثقف غوندي خكاري, خو جي دا ورو ورو موضوعاتو كي اوكدي اوكدي او بي معنى تبصري كوي دا يي بيا ماته خوند نه راكوي…
دا نو اوس طالبان دواړو پسې څرک وکړي څه کوم یو به ړومبی شي خدای پاک ته معلوم دی د نصیب او قسمت خبره ده ګورو به، خو یوه خبره ده چه عیسی خان خو کور، موټر او نغده روپی پس ده توت ختونه لري او دغه بیچاره هسی وچو ټانټو به کورئی کیني او که څنګه دی ته هم څه ورسیږي.
هاهاها
د ملی وحدت حکومت دی دواره دی پیسی اپارتمان وویشی سره
50%
ف-ا ته نو که یو څوک کامنت ورکوی نو په تا ولی ځمکه سره شوه او ….. دی په سوزی ته دداعش او طالب مسلمانی پریږده ته دا راته ووایه چی ته څه ډول مسلمان یی چی ستا ،دداعش او طالب مسلمانی د اسلام په دو اصیلو مراجعو یعنی قرآن او سنت(صحیح حدیث) باندی وتلل شی چی کومه یوه صحیح راوځی بل داچی که بیانزی صاحب ډیر کمنټونه ورکوی نو ته په هر کمنټ کی دا غوا او شیدی ولی ډیر یادوی ددی بل عوض نشته چی استعمال کړی خو اوس زه پوه شوم چی تاسی د کمونیزم او کپټلیزم… نور لوستل »
دغلام غلامانو سخت زور یی درکړی اوس پدی مناففت سره غواړی چی دعیسی خان قهرامانی ته زیان ورسوی خلک مو پیژنی بیځایی تکلیف مه وباسی عیسی خان قهرمان دی او قهرمان به وی
دا به هم نيمه نيمه به برخه غواري.
Halkano gozarh kawe roja da monga tol muslmanan you har sh pa allah pegdai jang mhkawai mannah amjad
په داسی بی کالبه درواغو هم خوشالیګم ځکه چه دداسی بیهوده دروغو به یو وخت دملت سترګی خلاصی شی او داوسنی سهامی شرکت یوه لویه ضایعه بولم
اففففففففففف
څومره بی فکره افغانان لرو د دی فکر نشته چی یو د طالب په نوم وژل کیږی او بل د ملی اردو څوک د ورور په وینو کښی جنت وینی او څو پکښی دنیا ……… دواړه له ظاهره دوزخیان ښکاری نه د امریکا او نه د ISI لپاره جنګ کښی جنت سته څوک خر مرګی ته فدای وایی او څوک د ورور قاتل ته اتل
هاهااهاهاهاهاههاها
هلکانو ماته دا معلومیږی چی دا لغمانی ### واری تر مخه کړی دی او اوس به معلومه شی چی دا په کوم ځآی کی وژل سوی دی ایا هغه ۲ ساعته جنګ رښتیا وو که نه
اهاهاهاهاهاهاهاهاهاه
سره وخوری د بل زامنانو