نظــر

د کندهار ولایت په لیري پرتو ولسوالیو کی اوس هم توپکیان حکومت کوي .

 
د کندهار ولایت د ژړي ولسوالي د نار په کلي کی پر یوي دنجلي جنسي تیري وشو.
د تور مار (تور غني ) څخه د کندهار ولایت د ژړي ولسوالي د سنځیري د سیمه د نار د کلي اوسیدونکي ډیر سخت په تکلیف دي او په بله اصطلا تر پزي کړي یی دي.
که څه هم د نار خلګو څو هفتي در مخه هم د تور غني ( تورمار) په اړه شکایت کړي دي. خو هیچا یی د ژړي ولسوالي د اسیدونکي خبري نه دي اوریدلي .
موږ ولسوال ته ( نیاز محمد سرحدي) د کندهار ولایت مقام ته او د کندهار ولایت د امنیت قومنداني ته په وار وار عارض سوي یو خو په کندهار کي هیچوک زموږ اواز نه اوري . هتا ریاست جمهوري ته مو هم د انټرنیټ له لاري لیکني استولي دي. خو هیڅ حکمتي چارواکو زموږ اواز ندي اوریدلي .

څو ورځي مخکي د ۱۳۹۱ کال د ثور دمیاشتي (۷) نیټه تور مار د ژړي ولسوالي د سنځیري سیمي د نار په کلي کی د یوي بزګري کورني یوي پتمني او با عزته انجلي ته بدنامي اړولي دي.
دا هغه وخت وه. د ورځي لس بجي وي د کور څخه بزګر نارینه وتلي وه . په خپل بزګري پسي . تورغني ( تورمار) په کور ورننوتلي دی. او یو پتمني انجلي ته یی بد نامي واړول او بی عزته یی کړه . د کورني غړو د ژړي والسوال . د کندهار ولایت مقام او د کندهار ولایت قومنداني ته خبر ورکړي او عارض سول . چي تورغني (تورمار) زموږ کورني عزت د خاوري سره خاوري کړل . او په سپينه ورځ د یوي بزګري کورني لور بی عزته کړل .  خو شاوخوا یوه اهفته کیږي . تورغني ( تورمار) پرخپل کور ناست دي . مګر د ژړي ولسوالي ولسوال ( نیازمحمد سرحدي) قومنداني او نور لوړ پوړي چارواکي وایی . چی تور غني ځان ورک کړي دي . او په کور کي نسته .
د بلي خوا د ژړي ولسوالي ولسوال ( نیازمحمد سرحدي) وایی چی د ژړي ولسوالي اوسیدونکي زما څخه خوشحاله دي. ګرانو لوستونکو تاسو قضاوت وکړي . د چا چي خپل کور او د کورني عزت په خپل لاس نه وي کور ستا وي او واک یی د تور غني (تورمار) وي . نو د ولسوالي اوسیدونکي به څنګه د حکومت سره همکار سی .
تورغني(تورمار) اوس هم د حکومت په لیکو کي ولاړ دي د محلي پولیسو د یوي (۲۰) کسزي ډلي مشري په غاړه لري او د محلي پولیسو تنخوا اخلي . محلي پولیسو ته تنخوا حکومت ورکوي او ځان تورغني په ساتي . په ټوله کندهار ولایت کی د پوښتني سړي نسته چی د تور غني د نامشروع کارونو پوښتنه وکړي .
د ژړي ولسوالي چی په کندهار ولایت کي بي امنیترینه ولسوالي دي. د ژړي ولسوالي اوسیدونکي چی د طالیبانو سره کومک کوي او یا د طالیبانو سره ولاړ دي . یو ستر عیلت یی هم دغه دي . چی د ژړي ولیسوالي اوسیدونکي د حکومت د نامشروع کړونو څخه سخت پتنګ شوی دی.
که د ژړي ولسوال د شورا غړي او د وزارت داخلي پرسونل ټوله د جیبونو غم اخستي دی . څه څنګه خپل جیب ډک کړي د ولسوالي د اوسیدونکو په فکر کی ندي ، او نه یی هم ولاتي چارواکي پوښتنه کوي .د الله څخه وبیږي . د کرزي د حکومت د شروع څخه بیا تر اوسه به مو جیبونه ډک سوي وي . ولاکه مو لمسیان لا دغه ستاسو ګټلي چي په تیرو لسو کلونه کی مو ګټلي ده  خلاصه کړي . نور توبه وباسي د الله ج وویریږي .
چی هر څوک زموږ اواز اوري د دغي یاد سوي پیښي پلټنه دي وکړي. داسي نوي چی بیا د ژړي ولسوالي اوسیدونکي یو ملي قیام وکړي . او که داسي ظلم زور زیاتي (جنسي تیري) او د تیر توپیکیانو حکومت کارونه روان وه . نو به د لمړي ځل لپاره ملي قیام د ژړي ولسوالي څخه کیږي
کندهار ولایت کي اوس هم ټوپکي نظام حاکم دي
د دغه لیکني د شورع څخه بیا تر ختمه پوري ما ژړلي دي
مننه
تهمینه تنها

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x