حامد کرزی چې په افغانستان کې د امریکا پر شتون بدګومانه دی، د روسې او چین رول ته بلنه ورکوي

حامد کرزي روسانو ته په افغانستان کې د ډېرې ونډې بلنه ورکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۴مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي روسيې ته په سفر کې د دغه هېواد له ولسمشر پوټین او د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره وکتل.

کرزي له روسانو غوښتي چې په افغانستان کې ډېر رول ولري.

حامد کرزی وايي: «روسیه زموږ ګاونډی هېواد دی. موږ روسیې ته د نژدې ګاونډي هېواد په توګه د ګډو ګواښونو له کبله د ګډو همکاریو په موخه مخ اړوو. ځکه چی تروریزم د روسیې او افغانستان لپاره ګډ ګواښ دی».

کرزي زیاته کړه: «روسیه، بې له دې چې په افغانستان کې په دغې مبارزه کې برخه واخلي، بله لاره نه لري، موږ پرون په دې هکله خبرې وکړې او ما د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ته وړاندیز وکړ، چې افغانستان او روسیه د دوه اړخیزه همکاریو پر بنسټ دغې ستونزې سره مبارزه وکړي او په دې برخه کې د چین او هند سره همکاري لاټینګه کړو».

حامد کرزی چې په افغانستان کې د امریکا پر شتون بدګومانه دی، د روسې او چین رول ته بلنه ورکوي: «ګاونډي هیوادونه روسیه، چین او هند دې په دې بهیر کې برخه واخلي».

کرزي د دې پوښتنې په ځواب کې چې په افغانستان کې د داعش ګواښونه څنګه ارزوي وايي: «د داعش ډله په افغانستان کې ريښه نه لري. هو، طالبان افغانان دي، موږ یې پېژنو او د هېواد کورني وضعیت هغوی رامنځ ته کړل. مګر داعش افغاني مفکوره نه ده، بلکې د سوریې او عراق د وضعیت تولید دی. که چېرې داعش په افغانستان نفوذ کوي، په دې معنا ده چې څوک یې تر شا دي او د بهرنیو په لاس کې دي. په دې معنا چې په افغانستان او سیمه کې د نوې توطیې سناریو رامنځ ته شوې ده».

حامد کرزی وايي که امریکایان په افغانستان کې له ۲۰۱۶ وروسته هم پاتې کېږي، باید دوه اصلي شرطونه پلي کړي: لومړی، د افغانستان د خلکو په وحدت کې مرسته وکړي او دویم دا چې د افغانستان د حاکمیت حق د پاکستان په ګټه تر پښو لاندې نه کړي. کرزی زیاتوي، که امریکایان دغه شرطونه پلي نه کړي، شتون یې د افغانستان په زیان دی. دی وايي دغه دوه شرطونه تر اوسه نه دي پلي شوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د ع او غ دوه سری کمونستی دوره بیا پیل شوه ، داخله ، دفاع او امنیت تر ټولو مهمی څانګی دی هغه کمونستان دی جمهوری ریاست کی د نجیب د ملیشه وو جنرال دوستم لمړی معاون دی د شیعه ګانو برخه هم پکی شوی ، کرزی هم ورله کمپاین کوی کله هند او کله روسیی ته ځی ، خلیل زاد او رولا غنی د پردی شاته جمهور ریسان دی یعنی روسانو او باکستان ته زمونږ د مجاهد اولس سپارلو باندی کار کوی ښه به دا وی چه په دی اړه کومه لیکنه ولیکم . کرزی ډير لوی شیطان او… نور لوستل »

محمد امین
میلمه
محمد امین

كه يو طرف ته اوگورو سي روسيه له افغانستان سخه پہ كوم حال شرل شويده نا ممكن ده سي هغه دافغانستان دمظلوم ولس لپاره شه نيت ولري او له بلي خوا كه دافغانستان اوسني حالات وينو كيداي شي دا دافغانستان پہ امنيت كي شه رول ولري

Masharif Khan Brit
میلمه
Masharif Khan Brit

هیله ده، تبصره په پښتو/دري تورو ولیکئ. اداره