نظــر

که طالبان راشي؟

ليکوال: جابر نعمانی

که طالبان راغلل؟! په عنوان یوه لیکنه مي په نن ټکي اسیا کي ولوستل، لیکوال زیار ویستی تر څو اجیر اردو، پولیس، او نور مأمورین دل اسا کړي چي که طالبان راشي، له تاسو سره به يې برخورد اسلامي، او شرعي وي، او عمومي عفوه به کوي.

واقعاً که طالبان راغلل دا خلګ به ټول معاف کړي، بلکه د امکان په صورت کي به يې له ځان سره واخلي، او باور داسی دی چي خامخا به همدغه مآمورین لوړ پوړي چارواکي وي، او له دغه پنځلس کلني تجربې به يې کار واخیستل شي، او دا لابدي ده.

په دې دلیل چي طالبان مسلکي مأمورین، روزل شوي پولیس، تربیه اردو، او مجرب هوايې ځواک نه لري، او مدیریت يې هم قوي نه دی، د ګوتو په شمیر خلګ ټول هیواد یا ټول نظام نشي اداره کولای، او زما په اند له طالبانو سره يې شمیر ډیر کم دی.

طالبانو ته پکاره وه: په تیره انقلابي دوره کي يې حد اقل د خپل شمیر نیمايې خلګ تربیه کړی وای، طالبانو خپل ملګري په فکري توګه خو ښه وروزل، هغوی ته يې پاکه او سپيڅلي انګیزه، ټینګ عزم، او پیاوړې روحیه ورکړل، طالبان يې تر بل هر چا دین، هیواد، او ملت ته وفادار کړل، او عملاً يې ثابته کړیده، باید په همدغه څیر يې مجهز پولیس، اردو، په تخنیک، اقتصاد، او ملاتړ سمبال استخباراتي ادارې لرلای، د نظام د فرهنګي، او مطبوعاتي ملاتړ لپاره يې باید خبریالان، ایډیټران، او جدید الات لرلای، د خپل محیط خوندي ساتلو لپاره يې باید هر اړخیزه هلي ځلي کړی وای، او حتمي وه چي په ډیپلوماسی، او له بهرنیو هیوادونو سره په راشه درشه هوښيار خلګ يې را پنځولي وای، او ځانته د شرعي سیاست ښونکي، ښوونځی، او زدکړیان يې درلودلای، او بلا نور کارونه چي حساب يې نشي کیدای.

په دې توګه به که امارت واکمن شوی هم وای نو په پوره معنا به وای، پر هره اداره به يې خپل فکر مسلط وای، او مشران به پر کشرانو باوري وای، د فساد مخه به نیول کیدلای، او د شریعت تنفیذ ته به زمینه مساعده وای، او هیڅکله به ناوړه افکارو، او تحریف شویو وګړو ته د واک واګي په لاس نه ورتلای. دا خو بیخي روښانه ده چي طالبان د واک پر انحصار باور نه لري، او پخپلو اعلامیو کي يې لا له وړاندي وضاحت کړی چي واک به راټول نه وي، نو بیا داسي حکومت کلکي، ځیري، او څارونکي اداري ته اړتیا لري.

د پام وړ دا هم ده: دغه کسان چي په تیرو اجیرو حکومتونو کي تربیه شوي دي بي شکه پر فکرونو، او عقیدو يې يې هم کار شویدی، د دوی ډیر شمیر په فکري توګه اړول شویدی، او فکري اسیران هیڅکله د ازادی، یا شرعي نظام په لار کي سرشیندنه نه کوي، او بعضي په شعوري، او اکثر په غیر شعوري توګه له دینه اړول شویدی، او مونږ د داسي پيښو شاهدان یو، او ممکنه هم ځکه ده چي په تیرو پنځلسو کلنو کي د دوی تربیه د عیسایانو، یهودانو، او هندوانو په لاس کي ده، او حکومتي قوانین يې د اسلام دین نه ماسواء د نورو ادیانو د دعوت او تبلیغ اجازت هم ورکړی. ګواښ دا دی چي دا رنګه خلګ به څرنګه، او څوک تشخیص کړي؟!، یا ایا یو ځای کار ورسره ممکن دی؟! او شریعت يې په اړه څه حکم لري؟!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سيد ذبیح اللہ

زما پہ نظر خو د کمونستانو پہ مقابل کی د مجاھدینو سترہ اشتباہ ھمدغہ وہ چی عمومی عفوہ یی اعلان کړہ او بلہ خبرہ دا چی دلتہ لیکوال لیکلي دي چي (خامخا به همدغه مآمورین لوړ پوړي چارواکي وي، او له دغه پنځلس کلني تجربې به يې کار واخیستل شي) دغہ مامورینو خو پہ دغہ پنځلسو کالو کی خپل امتحان ورکړیدی افغانستان خو ددغہ مامورینو د لاسہ چور شو غلہ ھمدغہ مارمورین دی رشوت خوارہ ھمدغہ مامورین دی خائنین ھمدغہ مامورین دی د طالبانو جنگ د ھمدغہ نظام او ھمدغہ مرتدینو سرہ دی د طالبانو سرہ داسی خلک شتہ چی… نور لوستل »

اسماعیل نثار

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته. – د نعماني ورور ليکنه ډیره پرځای او معقوله ده، په ريښتیا هم تکراري مرتدانو ته عفوه طمعه کول په زړه کې د فساد وجود دی، بعضی خلک چې د قدرت وږي وی نو مرتدانو ته د عفوی په نامه د قدرت لاسته راوړلو اوږده مزلونه لنډول غواړي خو دغه ‌‌ډول بدبخته خلک مخکې هم تجربه شول چې کمونستان یی عفوه کړل. نتیجه یې بیا د امریکایانو ملاتړ شو. د شمال مرتده ټلواله او ورسره د نن ټول مرتدان که عفوه شي نو د سبا د ناورین لپاره به ساتل کیږی…. د مرتدانو په عفوه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x