fbpx

یو تیکی او دوه توري

لیکوال: عبد الرقیب رقیب

بهرام د لښکر مشر وو یو تکړه سپور او بي مثله جنګره پهلوان وو د وخت باچا ابرویز ته ډیر ګران وو په ښه سترګه یي ورته کتل د عزت مقام ته یي پورته کړ او هروخت به یي له ځان سره په مهمو غونډو تفریحي مجلسونو او ښکاري منظرو کي ملګری کاوه

یوه ورځ ابرویز ته د هرات او سرخس د مامورینو له لوري دري سوه قوي اوښان چي په وړ وړ سامانونو بار وو راورسیدل ابرویز د بهرام ماڼۍ ته ولیږل د دي لپاره چي د بهرام د ماڼۍ پخلنځی پرې ورغلول شي او پراخ شي
په دوهمه ورځ باچا ته خبر راغی چي بهرام په هغه شپه یو غلام د کوم جرم په سبب تر خاورو لاندي کړی او بیا یي شل دورې وهلی وو، د دې خبر له اوریدو سره باچا ډیر غصه شو او بهرام یي راوبلل کله چي راغی نو پینځه سوه توري یي هم راوغوښتلي او بهرام ته یي امر وکړ چي بهتریني توري پکي راټولي کړه هغه یوه دسته پکي خوښي کړي او بیا یي ورته وویل چي د دغو له جملې هغه بهتریني راواخله بهرام لس داسي توري پکي راټولي کړې چي مثل یي نه وو باچا ورته وویل چي د دغو له جملې دوه خوښي کړه بهرام هم دوه راواخستي باچا ورته وویل چي اوس دي فوج ته امر وکړه چي دا دواړه توري په یوه تیکي کي واچوي!

بهرام ورته وایي: ای باداره یو تیکی د دوو تورو ظرفیت نه لري ځنکه یي پکي واچوي

باچا ورته وویل: نو څنګه کیداي شي چي په یوه ښار دوه حاکمان حکومت وکړي؟!

دلته بهرام د باچا په مقصد پوه شو او خپله خطایي یي درک کړه عفوه یي وغوښتنه

باچا ورته وویل کي مي ستا تیر خدمتونه سترګو ته نه دریداي هیڅکله به مي نه وې بښلی، خداي د دي ځمکي باچا زه ګرزولی یم ته نه یې!

کله چي کوم قضاوت او فیصلې ته اړتیا ولیدل شي باید ما ته حواله شي ترڅو د حق پریکړه پرې وکړو، له دې وروسته که کوم خادم څه جرم وکړ ضرور به ما ته خبر راکوې په خپل سر به سزا نه ورکوې تر څو په خلکو د ظلم مخه ونیول شي.

ځه دا وار مي بښلی یي!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د