سلف او روژه (30/9)

ليكوال: حامد افغان

نبوي حدیث او د شپې عبادت

زموږ په زمانه کې د شپې عبادت متاسفانه ځیني سپینږیرو او کمو تقواداره علماو ته ورپاته ده، نن سبا ستونزه دا ده چې د یوه ځانګړي شرعي امر ذوقیان د نورو عباداتو اهمیت ته توجه نه کوي، توجه څه چې کله کله خو نور عبادات کم اهمیته بولي، داراز په عامه توګه سستي او تنبلي هم زیاته شوې ده، ځکه باید په دې اړه ترغیبي مسائل زیات بیان کړل شي، نو په دې ترڅ کې څو نبوي حدیث را اخلم.

1- ابو سلمه له عائشي رضي الله عنها نه پوښتنه وکړه چې په روژه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لمونځ څنګه و؟ هغې ورته وویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم په روژه او له روژې پرته نورو وختونو کې له یولس رکاته زیات نفل لمونځ نه کاوه، څلور رکاته لمونځ به یې وکړ؛ د هغو د ښه والي او اوږدوالي پوښتنه مه کوه (یعني ډېر ښه او اوږد به یې کاوه) بیا به یې څلور زمانه وکړ؛ د هغو د ښه والي او اوږدوالي پوښتنه مه کوه، بیا به یې دری رکاته وکړل، عائشه وایي: ما ورته وویل: يارسول الله! ته له وارو مخکي ویده کیږې؟ هغه وویل: عائشې! زما سترګي ویدې کیږي خو زړه مې نه ویده کیږي.
عن أبي سلمة بن عبد الرحمن أنَّه سأل عائشة : «كيف كانت صلاةُ رسول الله صلى الله عليه وسلم في رمضان ؟ قال : فقالت : ما كان رسولُ الله صلى الله عليه وسلم يزيدُ في رمضان ولا في غيره على إحدى عشرة ركعة يصلي أربعًا؛ فلا تسأل عن حسنهن وطولهن، ثم يصلي أربعًا فلا تسأل عن حسنهن وطولهن، ثم يصلي ثلاثًا ,قالت عائشة : فقلت : يا رسول الله، أتنام قبل أن توتر ؟ فقال : «يا عائشة إن عينيَّ تنامان ولا ينام قلبي» ( متَّفَقٌ عليه ) .

باید ووایم چې په نورو رروایاتو کې هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم د شپې د لمانځه شمیر یولس رکاتونه راغلی ده، او په روژه کې موجوده شل رکاته د تراویحو په نامه د عمربن الخطاب رضي الله عنه په وخت کې پیل شوې دي، هغه په نبوي جومات کې صحابه ولیدل چې ځان ځان ته یې نفلونه کول نو هغوی یې راجمعه کړل او د مشهور صحابي ابی بن کعب رضي الله عنه په امامت کې یې یو ځای د نفلو ادا کولو ورته وویل، او موجوده تراويح د عمر رضي الله عنه سنت بلل کیږي، په دې موضوع کې چې د علماو لوی اختلاف ده هغه له دې ځایه سرچینه اخلي، ځیني اته رکاته او نور شل کوي.

2- ابو هريره رضي الله عنه وایي: رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایلي دي: د رمضان له روژو وروسته غوره روژې دد محرم د میاشتي روژې دي او له فرض لمانځه وروسته غوره لمونځ د شپې لمونځ ده. عن أبي هريرة – رضي الله عنه – قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : «أفضلُ الصِّيام بعدَ رمضانَ شهرُ الله المحرمُ، وأفضلُ الصَّلاة بعد الفريضة صلاةُ اللَّيل»( رواه مسلم ) .

3-رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایي: د الله په نزد تر ټولو غوره لمونځ د داود لمونځ ده هغه به نیمه شپه ویده کیدی او دریمه کې به یې پورته کیدی، او شپږمه برخه به یې ویده کیدی. یوه ورځ به یې روژه وه او بله ورځ بوزه.عن عبد الله بن عمرو بن العاص – رضي الله عنه – أنَّ رسولَ الله صلى الله عليه وسلم قال : «أحبُّ الصلاة إلى الله صلاةُ داود؛ كان ينامُ نصفَ الليل ويقومُ ثلثه وينامُ سدسه، ويصومُ يومًا ويفطر يومًا»( متَّفق عليه ).

4- عبد الله بن عمر رضي الله عنهما وایي: رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمایل: عبد الله (راوي ښیي) ډېر ښه سړی دی چې شپې لمونځ یې کولی. د عبد الله زوی سالم وایي له هغه وروسته به عبد الله د شپې ډېر کم خوب کاوه. عن سالم بن عبد الله بن عمرَ بن الخطاب – رضي اللهُ عنهم – عن أبيه، أنَّ رسول الله صلى الله عليه وسلم قال : «نعم الرجلُ عبدُ الله لو كان يصلي من الليل» قال سالمٌ : فكان عبدُ الله بعد ذلك لا ينام من الليل إلا قليلاً ( متفق عليه ) .

5- سهل بن سعد رضي الله عنه وایي: رسول الله صلى الله عليه وسلم ته جبريل راغی ورته ویې ویل: ای محمد! څومره دي چې خوښه وي ژوند وکړه، ځکه ته به مرې، څومره عمل چې دي خوښ وي ویې کړه بدله به یې درکول کیږي، له هر چا سره دي چې خوښه وي مینه وکړه ته به ورنه بېلیږې، او پوه شه! چې شپې عبادت د مومن له پاره شرافت ده او له خلکو نه په بې پروایي کې یې عزت ده. عن سهل بن سعد – رضي الله عنهما – قال : جاء جبريل إلى النبي صلى الله عليه وسلم فقال : «يا محمدُ عش ما شئتَ؛ فإنك ميتٌ، واعمل ما شئت فإنَّك مجزيٌّ به، وأحبب من شئتَ فإنَّك مفارقه، واعلم أنَّ شرفَ المؤمن قيامُ الليل، وعزَّه استغناؤه عن الناس»( رواه الحاكم والطبرانيُُّّ ).

6- جابر رضي الله عنه وایي: له رسول الله صلى الله عليه وسلم نه پوښتنه وشوه چې کوم لمونځ غوره دی؟ هغه ورته وویل: د شپې اوږد لمونځ. عن جابر – رضي الله عنه – قال : سُئل رسولُ الله صلى الله عليه وسلم : أيُّ الصلاة أفضلُ ؟ قال : «طول القنوت»( رواه مسلم ).

7- رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایي: د شپې په وروستۍ برخه کې الله خپل بنده ته تر نورو ټولو وختونو ډېر ورنږدې وي، که له وسه دي کیږي په دې وخت کې الله یاد کړې نو يادوه یې. «أقربُ ما يكون الرَّبُّ من العبد في جوف اللَّيْل الآخر؛ فإن استطعتَ أن تكونَ ممَّن يذكرُ الله في تلك السَّاعة فكُن» ( رواه الترمذي) .

8- رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایي: په بل شي کې حسد او کینه ناروا ده په دوو شیانو کې روا ده، یو له هغه سړي سره چې الله قران ورکړی وي او هغه یې شپه او ورځ وایي. عن ابن عمر – رضي الله عنهما – أنَّ النَّبيَّ صلى الله عليه وسلم قال : «لا حسد إلا في اثنتين رجل آتاه الله القرآن فهو يتلوه آناء الليل وآناء النهار..» ( متفق عليه ) .

د شپې د عبادت په اړه دې حدیثو او نبوي چلند په نظر کې نیولو سره سلفو علماو د شپې عبادت خپل مهم معمول ګرځولی و، که د هغوی د ژوند حالات وکتل شي فکر نه کوم داسي کس دي په کې وموندل شي چې د شپې عبادت یې نه کاوه، د رجالو او تراجمو په کتابونو کې د سلفو د شپې د عبادت په اړه عجیبه او خوندوري کیسي راغلې دي په راتلونکې لیکنه کې به پرې ګړیږو ان شاء الله تعالی.