د روژې فتوحات (د بویب فتح) ۲/۲

لیکوال: نبراس الحق عزیز

د اسلامي لښکر هرې ډلې ته دنده وسپارل شوه:

قومندان مثنی لښکر په څو برخو وویشه، یوه ډله یې د جګړې ډګر ښي لوري ته وګومارله او بله کیڼ لوري ته، درېمه ډله یې احتیاطي ډله بلله چې په جګړې يې ګډون نه کاوه او د لښکر په وروستۍ برخه کې یې ځای پر ځای کړه، همدا راز یې د پیاده او سپرو عسکرو ډلې جدا کړې او پخپله د لښکر په مخکنۍ برخه کې ودرېد.

نوموړی به سرتیرو ته د مورال او روحیې ورکولو په موخه په هرې ډلې ګرځېد، د مقاومت او الله جل جلاله ته د رجوع او زاریو توصیه به یې ورته کوله، مثنی د یو هوښیار جنګي قومندان په توګه د تېرې میاشتې جګړې ته هیڅ اشاره نه کوله، ځکه چې د مقاومت او مبارزې په دې حساس وخت کې د پخوانیو تېروتنو یادونې هیڅ ګټه نه کوله بلکې په عامه مورال یې د منفي اغیزې احتمال لیدل کیده.

مثنی په ډیر دقت د مسلمانانو صفونه برابرول، تاریخ لیکونکي وايي چې د مجاهدینو صفونه کټ مټ لکه په مسجد کې د لمانځه صفونو په څېر ښکاریدل. مثنی یو عسکر ولید چې له خپله صفه بیرون راوتلی، په سینه یې وواهه ورته یې وویل: ایا مسلمانان هلاکوې؟

قومندان مثنی په پوځ کې شاعرانو ته دنده وسپارله چې د عسکرو د تحریض او هڅونې لپاره حماسي او جهادي اشعار ووايي او د مجاهدینو په زړونو کې د فتحې او شهادت ارمانونه غښتلي کړي.

د مثنی په شونډو به موسکا خپره وه، مجاهدینو چې به هغه ته وکتل مورال او روحیه به یې لا پسې پیاوړې شوه. کامیاب قیادتونه تل همداسې وي، چې په لیدلو یې سرتیري د فخر او زړورتیا احساس کوي.

فارسیانو بیا هماغه وړاندیز وکړ:

د فرات سیند یوې خوا ته د مسلمانانو ۱۲۰۰۰ دولس زره کسیز لښکر ولاړ وه او پورې غاړه د فارسیانو ۱۲۰۰۰۰ یو لک شل زره جنګیالي د جګړې په انتظار وه.

د فارسیانو قومانده د «مهران» په نامه یو کس په لاس کې وه. مهران له خپل لښکر سره د سیند پورې غاړه ودرېد، مسلمانانو ته یې استازی ولیږه چې: تاسو راپورې وځئ که مونږ درپورې وځو؟ مثنی ځواب ورکړ: تاسو راپورې وځئ. فارسي لښکر په کرار کرار د پول له لارې د سیند دې غاړې ته راپورې ووت.

اسلامي لښکر ته د خاموشۍ امر وشو:

له سیند څخه تر راپورې وتلو وروسته ښايي فارسیانو درک کړي وي چې ځانونه یې پخپله په دام کې ګیر کړل، نو د مسلمانانو د ویرولو په موخه یې نعرې، سورې او چیغې پيل کړې، قومندان مثنی خپلو جنګیالیو ته وویل: د دښمن په بې ځایه چیغو او غالمغال ونه غولیږئ، دغه نارې او سورې د هغوی قوت نه بلکې په دې دلالت کوي چې سر له اوسه یې په زړونو کې شکست ګډ دی.

قومندان مثنی یو ځل بیا خپله نظامي هوښیاري وښوده او عسکرو ته یې امر وکړ چې هیڅوک دې په اوچت اوازخبرې نه کوي او که د خبرو اړتیا پیښیږي یو تربله په غوږ کې خبرې کوئ. د مجاهدینو په صفوفو کې عجیبه خاموشي خپره شوه، چې دغه خاموش حالت له ځان سره یو عجیبه رعب لیږداوه.

جګړه پیل شوه:

فارسي لښکر برید پیل کړ، د جنګیالیو د شمېر ډیروالی د فارسي لښکر په ښه رانغی، د مثنی له جنګي تاکتیک څخه کاملا په ناخبرۍ کې يې په لوی لاس ځانونه د اسلامي پوځ او د فرات سیند ترمینځ د محاصرې خولې ته ورکړي وو، ځکه چې د مسلمانانو لخوا ورته پرېښودل شوې ساحه دومره تنګ وه چې په لسهاوو زره عسکر یې د اسلامي لښکر او فرات سیند ترمینځ په پرلپسې تنګو صفونو کې ولاړ وو. دا هم د مثنی د جګړییز تاکتیک یوه برخه وه‎.

قومندان مثنی د متقابل برید لپاره داسې پلان جوړ کړ چې د فارسي لښکر قومانده په دوه برخو وویشي،د جریر عبدالله ډلې په بدرګه د دښمن په صفونو کې ورننووت او عملا یې د هغوی لښکر په مینځ نیم کړ، د ښي لوري عسکرو له کیڼ لوري سره رابطه قطع شوه، په دښمن باندې رڼا ورځ توره شپه شوه.

فارسي قومندان ووژل شو:

په دې ترڅ کې د فارسي لښکر قومندان مهران د جریر بن عبدالله په لاس ووژل شو. د مهران له وژنې وروسته د فارسي لښکر په جنګیالیو کې سخته ماتې ګډه شوه. دا په داسې حال کې چې د مجاهدینو احتیاطي کنډک لا هم پر خپل حال وه او په جګړه کې یې د ونډې اخیستنې هیڅ اړتیا نه موندل کېده.

د دښمن هدف اوس مقابله نه وه، بلکې یوازينۍ هڅه یې دا وه چې د جګړې له ډګره تېښته وکړي او روغ سرونه وباسي.
قومندان مثنی د هغه پول خولې ته ځان ورساوه چې دښمن پرې راپورې وتلی وه، د پول پړي او رسۍ یې قطع کړې او د دښمن پرمخ یې د تېښتې یوازینۍ لار هم وتړله.

فارسي لښکر درانه تلفات ولیدل:

په دې جګړه کې د فارسيانو ۵۰۰۰۰ پنځوس زره کسان ووژل شول، ګڼ غنیمتونه مجاهدینو ته لاس ته ورغلل. تاریخ لیکونکي وايي چې د جګړې د ساحې د تنګوالی له امله د فارسي لښکر مړي یو پر بل پراته وو او تر ډیره وخته بیا په نوموړي ځای کې د هډوکو بارې جوړې وې.

پایله:

د بویب فتح مونږ ته دا درس راکوي چې د مسلمانانو په زړونو کې مایوسي ځای نه لري، که ماتې وخوري یو ځل بیا راپورته کیږي. مسلمانانو کله هم د ماتې نه وروسته دښمن ته سر نه دی ټیټ کړی، بلکې لا یې خپل مسئولیت دروند ګڼلی او د لاسه وتلو بریاوو د اعادې لپاره یې خپل کوښښونه یو په دوه کړي.

د فارس امپراتوري هغه ځواک وه چې اوه زره کاله تاریخ یې درلود. یا په معاصره اصطلاح: سپر ځواک وه، په نړۍ کې داسې څوک نه وه چې مقابله یې ورسره کړې وای، هر څوک یې له مقابلې ویریدل. خو له مادي پلوه کمزورو مسلمانانو کله هم دا ونه ویل چې د فارس امپراتورۍ ماتې ناشونې ده. د تاریخ په اوږدو کې د مسلمانانو د فتحو راز په دې کې دی چې د دښمن په ظاهري دبدبې نه غولیږي.

نور بیا…