fbpx

کندز ولایتي شورا: پرمختګ نه دی شوی، چاردره لا هم د طالبانو په لاس کې ده

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۵مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو تېره شنبه د غبرګولي پر ۳۰مه نېټه د کندز ولایت

چاردرې ولسوالۍ ونیوله. د چاردرې له نیولو وروسته د دشت ارچي ولسوالۍ هم طالبانو د حکومت له واکه ووېسته.

د ولسمشر غني حکومت د دغو ماتو له امله تر سختو نیوکو لاندې دی. طالبانو داسې مهال په شمال کې پرمختګونه کړي دي، چې تېره اوونۍ يې په پلازمېنه کې د ولسي جرګې پر ودانۍ ډله ییز برید هم ترسره کړ.

په تېره یوه اوونۍ کې حکومت څو ځلې د چاردرې ولسوالۍ د بیانیولو خبرونه خپاره کړي دي. طالبانو دغه ادعاوې رد کړې دي. حکومت نه دی توانېدلی چې د ولسوالۍ د نیولو په تړاو له رسنیو سره شواهد شریک کړي.

طالبانو د چهارشنبې پر ورځ د چاردرې د نیولو ویډیو هم خپره کړه، چې ښيي د دوی کسان د اړوندې ولسوالۍ ودانۍ او امنیه قومندانۍ کې ګرځي.

د کندز د ولایتي شورا پر حکومت نیوکه کوي چې داسې کوم منظم پلان نه لري چې له مخې يې وکولای شي د چاردرې ولسوالۍ بېرته ونیسي. د ولایتي شورا رييس هم مني چې ولسوالۍ طالبانو په خپل واک کې ساتلې ده: «متاسفانه پر ولسوالۍ د طالبانو واک دی. داسې ضد و نقیض راپورونه ورکړل شوي چې چاردره بېرته نیول شوې ده؛ خو موږ چې د ولس استازي یو، ورسره په اړیکه کې یو، موږ ته وايي چې تر اوسه هېڅ پرمختګ نه دی شوی. یوازې تېره شپه نښته شوې؛ خو پرمختګ نه دی شوی».

د ولایتي شورا رييس زیاتوي: «د ولسوالۍ ودانۍ لا هم د طالبانو په ولکه کې ده او د ملي اردو شپېته تنه زړور سرتېري د طالبانو په محاصره کې دي».

دا په داسې حال کې ده چې د ملي اردو عسکر له حکومته ګیله کوي چې پر وخت ورسره مرستې نه کېږي. بله ستونزه دا ده چې د حکومت لوړپوړي جنرالان د جګړې لومړۍ کرښې ته نه ځي. د ملي اردو سرتېری له پژواک سره په خبرو کې وايي: «مراد علي مراد او زمری پیکان دلته هسې نمایشي راځي او بېرته ځي». دی وايي: «زموږ جګړه ګټه نه کوي؛ ځکه دلته موږ سره لوړپوړي جنرالان نه شته».

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د غلامی اداری لوړپوړی سرکوزی په دغه لویه تنه دروغ وایی چه ولسوالی مو واپس ونیوله ، مګر د هغه ځای د شوری غړی او د هغه ځای خلک وایی چه ولسوالی اوس هم د طالبانو د واک لاندی ده ، کومه حمله حکومت کړی مګر ګټه یی ورته نه ده کړی . بیا هم غلام حکومت د نشی په حال کی وایی چه مونږ نیولی ده له دی به نور د شرم خبره چیری وی چه یو یی وایی مونږ نیولی او بل یی وایی د طالبانو لاس کی ده ، لویه ولسوالی تری ورکه ده د ولسوالی په… نور لوستل »

مولوی دیوبندي
میلمه
مولوی دیوبندي

اسلام علیکم پرخوله دي برکت شه دومره مي ستا وخبروته وخندل ډیرښه حقائق دي رالڅ کړل