نظــر

د (يون) قلم

د بې واکه نظامه له لغړې ډيموکراسۍ سره دبيان آزادي(!) پوچې ډنډورې ښه زور ونيو؛بهرنيويرغلګرو نه يواځې وسله والې جګړې بلکې له دې ډنډورې په استفادې پراخې فکري جګړې ته هم ډېرپام واړاوه.په افغانستان کې ديهوديانودپښوله اېښودوسره دډېروايمان پلورو ذهنونو په څومياشتوکې دهغوۍ راتګ ته ښه راغلاست ووايه.او دا يې دفعالوګوډاګيانوتلويزونونو،

راډيوګانو،اخبارو…دتبليغاتوتاثيرو.
په ٢٠٠٣زکال کې چې CIAکوم ١٢٠ مخيزراپورملګروملتوته وړاندې کړ،له څومادويې يوه همداوه چې په اسلامي نړۍ کې دمطبوعاتوترنامه لاندې فحشاته لاره هواره کړي،اودذهنونوداوښتون له پاره له ګوډاګيوليکوالوکارواخلي اوپه هره پوچه ليکنه يې وهڅوي.
په بشري نړۍ کې شوي انقلابونه هغه که په نړۍ کې د نيکمرغۍ ياهم د بدمرغۍ سبب ګرځېدلي وي،ډېرى وخت يي سرلاري پرځينومذهبي مشرانوسربېره،ليکوال اوشاعران هم وو.ليکوال هغه څوک دي چې له مرګه وروسته هم ژوندي وي،پردې ماناچې ليکوال اوشاعران له مرګه وروسته هم د خلکوپه خولوپربدياښه نوم يادېږي.خوجالبه داده چې ځينې ليکوال اودنظرخاوندان له وخت سره اوړي را اوړي،چې دغه بدلون د دوى پرادبي شخصيت هم ډېره اغېزه کوي.
ډېرکله ديووخت له شته  وحشته راتلونکې زمانه پرده پورته کوي.داچې دنن په اړه به سبانى تاريخ څه وايي ؟راتلونکونسلونوته به مالومه شي.په ټولنه کې ډېرداسې خلک شته چې له ځانه ناخبر_غيرشعوري_ داستعمارګروله پاره قلم ښوروي،ځينې بياداسې هم شته چې باخبره ،خووجدان پلوري وي اوپه ښکاره دهغوۍ دتبليغاتوله پاره کارکوي.
(که نړيوال ماته وخوري)(١) دننۍ فاسدې ادارې ديوه فعال ګوډاګي محمداسمعيل يون دمقالوټولګه ده؛هغه غريب په دې مرض اخته دى چې ايمان دې لاړشي خوپښتودې نه ځي.موږيې له پښتوپالنې سره ضدنه يو،خوکله کله خودې داسلام اوپه ريښتونې توګه دهيواد نوم هم يادکړي.مايې لومړى يو يون ليک_داماراتوسفر- ولوست ،وروسته مې يې دپنتاګون تر څنډو،او ورپسې ډېرنورکتابونه چې نوموړي په ١٣٨٧ل.ل کال کې په يوځل خپاره کړل پوره يانيم نيمښوره ولوستل.خوديونليکونواودهغه له څونورو خورو ورو مقالوپه لوستلومې خداى شته يون اوديون مفکوره ښه وپېژنده، له يوې مقالې يې په دې هم خبريم چې نوموړى په کورکې ځان اومېرمنې ته جلا،اولادونوته جلا اوميلمنوته جلاتلويزنونه لري.
په (که نړيوال ماته وخوري) کتاب کې يې يوه مقاله د (دښوونځي سوځونه دژوندسوځونه) ترسرليک لاندې ليکلې وه په يوه برخه کې يې ليکلي و:
((په افغانستان کې دجګړې اوربلونکې په دې پوهېږي چې کله يوچاتعليم وکړ،هغه دانسانيت اوسړيتوب مدارجوته رسيږي،اوکله چې څوک په انساني ارزښتونو سمبال شو،په هغه کې دزغم ،تحمل اوښه ژوندانه روحيه پياوړې کېږي.اوداډول اشخاص بيا په اسانۍ نه حاضريږي،چې دچا په مقابل کې ناشعوري وسله واله جګړه وکړي.))
زه لومړى له يون صيب نه داپوښتم چې ته ځان ته دومره لوى مبصروايي نوولې تراوسه دجګړې اوربلونکې نه پېژنې؟په دې بايد ډاډه شې چې جګړه ستا، سوله ساتوراپيل کړې ده،چې پاى ته يې اوس ته هم ګوته په غاښ يې!
ته چې دجګړې اوربلونکې مجاهدين بولې نوهغوى کله هم دتعليم مخنيوى نه دى کړى،که په کوم ځاى يې کړى واى،نوته خوپه ارګ کې له اوباما پرته په کرزي هم بندنه يې نوولې دې يې ثبوت وړاندې نه کړ؟ چې ستا دوستانوپرې دخپل هيواد دتابعيت پاڼه هم درکړې واى!
مګر،هو!هغه ښوونځى چې په هغوى کې داسلام،جهاد يا مجاهدينو خلاف  کومې کړنې ترسره کېږي،ياداسلامې ښوونې پرځاى پکې زده کوونکي دوه لاري کېږي،په داسې ښوونځيوکه د ولس دهرويښ وګړي وس برشي ،اوربه وراواچوي،تاسې ښاغلي که د١٣٨٦ل.ل ښوونيزکال دنصاب په اړه لږپلټنه وکړئ؛درته مالومه به شي چې څه وړ چلندورسره روا دى.ديادکال دنصاب ددوهم ټولګي د-اسلامې ښوونې اورزنې-په کتاب کې دامام ابوحنيفه پرمذهب سربېره دامام جعفر مذهب (سره له انځورونو)هم ښه تشريح راوړل شوى دى.ښاغلى يون په دوهم ټولګي کې به ديوزده کونکي عمرڅومره وي؟په هماغه عمربه هغه دمذهب ماناڅه وپېژني؟بيابه ددوومذهبونوپرتله څه وړ وکړي؟بياپه دواړو کې د امام نعمان پرمذهب نوموړي ته دمنلوقناعت ورکول؟آياداپخپله له دوه لاريتوبه پرته کومه بله مانالرلى شي؟آيادا په افغانستان کې دنفاق اچولو يولوى دام نه بولې؟
زه پردې ګناچاته دښوونځى دسوځولوفتوى نه ورکوم،مګرتردې دوه لاريتوب يې بندول ډېرښه دى.دسلګونومدرسوپرتړلوچاغوږ ونه ګراوه،ولې ديوه داسې ښوونځي پرتړلونړۍ چيغې وهې،هرومروخپلې ګټې پکې ويني.
يون صيب!دغسې لس نورې نمونې يې درته راوړى شم،خوداکافي وګڼه!زموږدکلي دښوونځي پرتندي غټ ليکل شوي دي:اللهج .
        ترڅنګ يې پردېوال کې لويه له ډبرې جوړه ،پرسپين رنګ رنګول شوې،دصليب علامه ده،بياهم نه وايم چې پردې دې نوښوونځى وسوځول شي،اونه هم مجاهدينوسوځولى دى،په داسې حال کې چې زموږټوله ولسوالې مجاهدينوڅوکاله وړاندې فتحه کړې ده،خوترننه يې له دې لويې ګناسره زموږدکلي ښوونځى ونه سېځه،اونه يې هم بندکړ،خوهماغه دصليب علامه يې ړنګه کړه،ځکه مې ياده کړه،چې يون صيب نړيوال ستاپر اولادخپل دود،ژبه ،مذهب…پېژنې اوتروسه-وسه يې پرې مني.زه وايم چې پر يهود د دوست باورمه کړه!
        که ستاسوسره ريښتياهم دهيواداودهيواد د ستړيوبچيودزده کړې غم واى.نوښاغليه !ستادې ميملنوولې په لسګونومدرسې بندې کړې،نه يواځې بندې، بلکې خپلې پوستې يې پرې جوړې کړې،پرهماغه ځمکه چې څوکاله وړاندې پرې يوه ستړي طالب سرپرسجده ښوود؛نن زمادخداى،ددين اوناموس تېري کونکي پکې زمادعزت دلوټولواودقران اوسلام سره دجګړې طرحې پکې جووړوې،لکه په غزني کې مشهوره مدرسه نورالمدارس،په ښرنه کې مشهوره مدرسه….
دخداى له پاره يون صيب پردې دوه ورځنۍ غلامې مه تېروزه،حق وپېژنه!
ستاسوپه دې لوڅه ډيموکراسۍ کې خوچاداسې تعليم باوروکړه نه دى لېدلى،چې څوک پرې دسړيتوب اوانسانيت مدارجوته ورسېږي.تاسې ته که دغلامۍ دکړۍ په غاړه کول،دښځونيم بربنډول،له پرديوسره په چوکيوکې کېنول،په خپلواولادونودهندي سريالونولېدل،دږېرې له منځه وړل،دافغانې جامې پرځاى (ستاسوپه څېر)نيکټايي په غاړه اچول،دجومات ترڅنګ نيمه لوڅ فلمونه لېدل،په پوهنتونوکې روژه خوړل(لکه دتخارپوهنتو،مزار…) ، د هلک اونجلۍ په يوه چوکۍ کېناستل،په سلګونه کيلومتره لري په ليليوکې دهلکانوترڅنګ دپېغلونجنواوسېدل….دسړيتواوانسانيت مدارج ښکارېږي يون صيب ! دادې ستااود ستا د لارويانو مبارک شي.په دغسې شرايطوکې ته دکومې روحيې اوکوم ښه ژوندانه خبره کوې لږګرېوان ته سرورټيټ کړه.تا سې دکومې ناشعورې جګړې خبره کوئ؟ که روان جهاددرته ناشعوري ښکارېږي،که دسوځيدلي قرآن غچ درته ناشعوري ښکارېږي،که دزمادبندي بې ګنا خورخلاصول درته ناشعورې ښکارېږي نودخداى له پاره يون صيب(!) دشعورواقعې ماناڅه شى دى؟
بل ځاى دې مهربانې کړې ده:
((پاکستان پخوادجهادي فعاليتونوپه ترڅ کې دافغانستان ښوونځي تباکړل اوداځل پاکستان او ايران په ګډه غواړي دطالبي فعاليتونوپه بهيرکې دافغانستان ښوونځي يوځل بياداورله کومي تېرکړي.طالبانوکه لږعقل هم لرلاى،نوله تېرې تجربې څخه يې بايدښه پنداخيستى واى،نه يي بايد دپاکستان اونه يې دايران هيلې پوره کړې واى،دوۍ ته يوځل تجربه شوه،چې حکومت په څوطالبانواوملايانونه چلېږي،نوکه دوۍ چېرته دحکومت کولوارمان لري هم ښوونځى ورته په کاردى اوکه ژوندکول غواړي هم ښوونځى ورته په کاردى.))
يون صيب !تاسې تېرجهاد دپاکستان جهادي فعاليت ،اودا سپېڅلى جهاد دپاکستان طالبي فعاليت بولئ،خوزه له تاسونه هيله کوم يون صيب!
لطفا،لطفا،لطفا له ارګه دارګه پرژبه دغرب درپېچکارې شوې خبرې مه کوئ،که ريښتياهم غواړئ خبرشئ چې دا جهاد دپاکستان طالبي فعاليت دى اوکه سپېڅلى جهاد؟
ايله له کابله راووځئ ،يوه کلي ته لاړشئ او ترباران لاندې په خېمه کې دهغې کونډې ناوې دژوندننداره وکړئ ، چې پرواده يي بمبارشوى،لطفايون صيب !لږدهغه زړه له درده هم خبرشئ چې ځان ته مسلمان،پښتون ،غيرتي اوستړى مجاهد وايي خوخوريي په باګرام کې دصليبي وحشيانوپه پښوکې  تاته ديوپښتون په تمه دمرستې له پاره چيغې وهي. داپرځان فرض کړه ستا يون دهغوۍ پرپنجوکې پرهمدې حال لورېږي.؟؟؟
باوروکړه که ته په خپله په همداسې يوحالت کې قرارولري که  روس هم تاحمايت کړې خودخپل عزت دخلاصولوهځه به وکړې. (لکه په تېرجهادکې د هيواد دخپلواکۍ په تمه مجاهدينوله امريکامرسته اخېسته) دا دامانانه لري چې روان سپېځلى جهاد دچا له خواحمايه کېږي،دادنياته ښکاره ده چې پاکستان نږدې شپږسوه جهادي رهبران پرامريکاپلورلي دي،اوکه دمجاهدينوپرزړوموټرسايکلوسلاح ګانواو…موشک راغلى وي ،نوجناب(!)
له ارګه تبصره مه کوئ،که له جهادي مرکزونوخبرشي،اوداطراف له خلکوپوښتنه وکړې هيڅ به داشک درته پيدانه شي،پردې خبراوسه چې اوس هم مجاهدينوته سنګرونوته پاخه کړي پسونه اوچرګان ورخېژول کېږي.
تاسې يواځې پرسانسورشويورسنيوباورکوئ،په داسې حال کې چې هغوى پراشاره هره خبره کوي.د اسدالاسلام اميرالشهدالشيخ اسامه بن لادن حفظه الله دشهادت پرو ورځ په امريکاغږکې بحث و،هرويښ مسلمان افغان يي پرشهادته خواشيني ښووده،د راډيوکوربنې له خپل مېلمه داسې پوښتنه وکړه:
_تاسې څه فکرکوئ،دا دخلکوپربې سوادي دلالت نه کوي،چې دوى دنړۍ ديوه لوى ترهګرپرمړېنه دومره خواشيني دي؟
تاسې دې پوښتنې ته لږفکر وکړئ!
دغسې رسنۍ هم دباور وړ دي؟
اوکه له مجاهدينوسره لږهم دبل چامرسته واى،نواوس به دې له ميلمنوسره  – کورپه هماغه ځاى کې وو،چې تابعيت يي لرې.
طالبان که دحکومت کولوپه ارمان جنګېږي،نو ته اوخداى دافغانستان چوکۍ دومره مهمه ده چې يوه ډله دي دنږدې پنځوسوهيوادوله قوتوسره پرموټرسايکل اوکلاشنکوف جګړه وکړې؟؟؟
دابه کوم عقل اوکوم منطق درسره ومني!که هغوى ريښتياهم دحکومت تمه لرلى،دامريکاهرامرته به يي لبيک ويلى واى،نن به داميرالمؤمنين دغه حال نه و،چې ځوک يي په خپل وطن کې نه پرېږدي.اميرالمؤمنين د څوکۍ بايلل،دهيواد ورانول،دځان ستړيا…ټوله پرځان پردې خاطرومنل چې اسلام اودملت  عزت وساتي.
طالبان پردې ښه پوهېږي چې په ښوونه اروزنه دژوندسادي،اودوى کله هم دښوونځي له منځه وړلوسره نه دي موافق،اماجناب تاسې دڅه شي دښوولودځاى شتون ضروربولئ؟؟؟
سنګرشهيد

(١):که نړيوال ماتې وخوري،يون محمداسمعيل_يون کلتوري يون،١٣٨٧

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x