
طالبانو د نورستان وانت وايګل ولسوالۍ ونيوله
نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۵مه ۱۳۹۴ل): شېبه مخکې طالبانو د نورستان وانت وايګل ولسوالۍ ونيوله.
تېره ورځ د نورستان امنيتي چارواکو مرکزي دولت ته خبر ورکړی و، چې طالبانو د وانت وايګل ولسوالۍ پر مرکز او امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه پيل کړي، ولسوالۍ محاصره ده او که مرکزي دولت بېړنۍ مرستې ونه کړي، نو طالبان به ډېر ژر دغه ولسوالۍ ونيسي.
د نورستان امنيه قوماندان خليل الله ضيايي رسنيو سره په خپلو خبرو کې ومنله، چې تېره ورځ لسګونو طالبانو پر دغه ولسوالۍ ډله ييز بريد پيل کړ او له سختې جګړې وروسته نن سهار وختي وانت وايګل ولسوالۍ په بشپړه توګه د طالبانو لاسته ولوېده.
د ضيايي په وينا په دغه جګړه کې دواړو لوريو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې، مګر په دې اړه يې ډېر څه ونه ويل.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پيغام کې وايي، چې ملګرو يې وانت وايګل ولسوالۍ له شپاړسو امنيتي پوستو سره ونيوله او ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې يې هم نيولي دي.
د کارپوهانو په اند د طالبانو عزم پسرلني عمليات د پخوا په پرتله ډېر چټک دي او د تېرې يوې مياشتې په ترڅ کې يې د هېواد په لر و بر کې ګڼې ولسوالۍ نيولي دي.
د څارونکو په وينا د طالبانو وروستيو بريدونو د ګډ حکومت چارواکي وارخطا کړي او تر اوسه پر دې نه دي بريالی شوي، چې د طالبانو د بريدونو مخنيوی وکړي او يا يې د پرمختګ مخه ونيسي.
السلام علیکم
دا چه طالبانو په پرله پسی ډول د ولسوالیو په نیول شروع کړی ده ، د حیرانتیا وړ نه ده ، حتی دا کچه به د ولایتونو او ارګ نیولو ته واوړی ، یعنی حق به حقدارانو ته ورسی ، طالبان د مظلوم اولس نماینده کی کوی د حپلی خاوری ، خلکو او خپلواکی د پاره چه د هر انسان مسلم حق دی جنګیږی دا یی د خپل خان د فاع چه هم به خدای او هم په انسانی قوانینو کی د هری ټولنی حق دی او په دی کار مکلف دی ، بله خبره یی د الله ج د… نور لوستل »
لکه چی مصنوعی جوړشوو تنظیمونو د ملت نمائينده ګی د جهاد وخت کښي نه درلوده بلکه د اجنبیانو نمائينده ګی ئي کوله همداسی طالبان هم د اجنبیانو نمائینده ګی کوی ، دی خرڅ شوو او تربیه شوو غلامانو دافغان ملت ژوند ئي د تباهی سره مخامخ کړۍ دی اما دوی بیا هم د اجنبیو پلیت پلانونو عملی کولو باندی به قادر نشی دا د افغان ځلانده تاریخ په کراتو په اثبات رسولی دی !!!!!!!
د دی علاقی خلک لا پخوا ټول طالبان ول هیڅ ضرورت نشته چی وانت یا وایګل کی طالبان تکلیف وباسی. ټول ماشاءالله موحدین سوچه مسلمانان دی چی طالب باندی یی والله که حساب هم کړی. ښځه او نری یی قرآن په ترجمی سره لولی.