افغانستان

الماني عسکر د افغانستان له شماله پښې سپکوي

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۵مه ۱۳۹۴ل): المان وايي چې خپل عسکر د هېواد له شماله وباسي او خپل کارونه یواځې تر کابله پورې محدودوي.

د المان دفاع وزیرې اورزولا لان ډیر لاین دغه څرګندونې نن پنجشنبه په بروکسل ښار کې د ناټو غړو هېوادونو غونډې ته وکړې.

نوموړې زیاته کړې چې د افغانستان له شماله به په ۲۰۱۶ کې خپل عسکر وباسي خو دا یې ونه ویل چې له افغانستانه به کله ووځي. «دا د اوس موضوع نه ده».

الماني عسکر د ۲۰۰۲ز کال په لومړیو کې افغانستان ته راغلل او په برخه يې د هېواد شمال ولایت کندوز ورسېد. وروسته یاد هېواد په مزار شریف او د بدخشان په فیض اباد کې هم اډې جوړې کړې.

الماني عسکرو په شمال کې او په ځانګړي ډول په کندوز ولایت کې درنې مرګ ژوبلې لېدلي. دغه هېواد همدا راز سلګونه افغانان په بمباریو او نښتو کې وژلي.

الماني عسکرو یواځې د کندوز په چاردرې ولسوالۍ کې د ۲۰۰۹ز کال د ستمبر په ۴مه تر ۱۲۰ پورته ماشومان او سړي ووژل. دغه کليوال د تېلو د وړلو لپاره راټول شوي ول، چې الماني عسکرو پرې ۲۳۰ کیلو درانه بمونه وغورځول چې له کبله یې ټول وسوځېدل او ګڼ ملکيان يې ووژل.

د جرمني پوځ هم هغه مهال د ۹۱ کسانو وژل کېدا منلې وه خو ناټو بیا د وژل شوو او ټپي شوو کسانو شمېر ۱۴۲ ښودلو.

د افغانستان په شمال کې د جرمني ۶۹۸ او په کابل کې ۱۱۰ عسکر مېشت دي.

دوی په داسې حال کې له شماله پښې سپکوي چې طالبان په دغو ولایتونو کې د پخوا په پرتله څو چنده پیاوړي شوي او ډیری ولسوالۍ یې له دولتي ځواکونو نیولي او د ولایتونو په مرکزونو د بریدونو تیاری نیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x