افغانستان

د کریم خلیلي پلویان د محقق لخوا دایکندي ته ټاکل شوې والۍ نه مني

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۵مه ۱۳۹۴ل): د هېواد په شمال ولایت دایکندي کې د کریم خلیلي زرګونو پلویانو د ګډ حکومت لخوا ټاکل شوې نوې والۍ معصومه مرادي پر ضد لاریون وکړ.

معصومه مرادي چې د ګډ حکومت اجراییه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق لخوا دغه ولایت ته ټاکل شوې د کریم خلیلي پلویان یې په غبرګون کې نن پراخه لاریون کړی دی.

د سخي سعادت په نوم د لاریون یو ګډونوال رسنیو ته ویلي چې لاریون کوونکي په دې باور دي چې مېرمن مرادي دولتي مدیریت تجربه نه لري او دولت باید ددې پر ځای بل څوک وټاکي.

هغه زیاته کړې نوموړې چې تر دې دمه يې پر کار نه دی پیل کړی، د یوه مشخص ګوند لخوا ټاکل شوې او په ټاکنه کې یې ددغه ولایت له قومي مشرانو او سپين ږیرو سره مشوره نه ده شوې.

معصومه مرادي څه موده وړاندې د عبدالحق شفق پر ځای د دایکندي والۍ وټاکله.

عبدالحق شفق د کریم خلیلي له پلویانو ګڼل کیږي، لاریون کوونکو د نوموړي ملاتړ کاوه او په وینا یې شفق په وروستیو دوو کلونو کې دغه ولایت ته ډیر کارونه کړي دي.

په عین حال کې د بامیان ولایت اوسېدونکو هم دغه ولایت ته نوی ټاکل شوی والي طاهر زهیر مخالف کړی او له دولته یې غوښتي چې پر ځای يې بل څوک ورولیږي.

زهیر هم تر دې مهاله پر کار نه دی پیل کړی.

د بامیان او دایکندي لاریونونو د دوو رقیبو ګوندونو حزب وحدت اسلامي (محمد اکبري په مشرۍ) او حزب انسجام ملي (صادق مدبر) لخوا پر لاره اچول شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x