
کویت: جومات دننه چاودنې ۱۳ کسان وژلي
نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۵مه ۱۳۹۴ل): د کویت په صوابر سیمه کې د یوه جومات دننه چاودنې ۱۳ کسان وژلي او لسګونه نور يې ټپيان کړي دي.
الجزیره تلویزون د خپل خبریال له قوله لیکلي چې پېښې ځای ته نېږدې روغتون ته ۸ مړي او یو شمېر ټپیان ور وړل شوي چې له منځه يې د پنځو حالت نازک دی.
د راپورونو له مخې د چاودنې له کبله لسګونه کسان ټپيان شوي هم دي.
اناضول خبري اژانس وايي چې دغه چاودنه یوه سرتیري بریدګر د لمونځ پر مهال کړې خو تر دې دمه دغه ادعا کویتي چارواکو نه ده تایید کړې.
ویل کیږي چې دغه جومات د شیعه مذهب ډلې و.
څه موده وړاندې د داعش ډلې په سعودي کې په یوه جومات دننه سرتیری برید کړی و چې له کبله یې لسګونه لمونځ کوونکي مړه او ژوبل شوي وو.
داعش ددغه برید مسوولیت پر غاړه اخېستی و.
ابوسلمان یم له سعودی عرب نه