fbpx

شکست ولې راځي؟

قاري سعید

په ۱۹۶۷ میلادي کال کې څلورو عرب ملکونو مصر، اردن، سوریې او عراق په یوه وار په اسرائیلو برید وکړ، خو د شپږ ورځني جنګ په ترڅ کې د اسرائیلو پنځوس زره پوځ د مقابل جانب شاوخوا دری لکه پوځ ته په ټولو استقامتونو شکست ورکړ.

په دې جنګ کې ظاهرا څلور اسلامي ملکونو د یوه یهودي هیواد په وړاندې ناکام شول، ددې شکست لپاره بیلابیل دلائل ویل کیږي، ځیني وایي د اسرائیلو تر شا د امریکا لاس و، خو دغه کسان دې ته نه ګوري چې د عربو تر شا هم د روس لاس و بیا ولې مات شول؟

فلسطینی سترګور عالم او مجاهد شهید عبدالله عزام د مسلمانانو ددې شکست ډیر عجیب علت پیدا کړی. نوموړی وایي: په دې جګړه کې مسلمانان د مسلمانانو په حیث جګړې ته نه و وړاندې شوي مګر یهود د اهل کتابو په حیث جګړې ته رامخکې شوي و، مسلمانانو په خپل برحق دین د باور په ځای د عربیت، بعثیت او مارکسیت سندرې بللې مګر یهودو په خپل منسوخ دین ته بشپړ اعتقاد درلوداو شعارونه یي دیني وو.

مصري پوځیانو په خپلو ټانګونو لیکلي و ( ناصرنا ناصر ) یعني زموږ مددګار جمال ناصر دی، خو اسرائیلو په خپلو ټانګونو د تورات نصوص لیکلي و.

همدا لامل و، چې د بي دینانو په وړاندې د منحرفو دین پالو تله درنه شوه او تاریخي کامیابي یي ترلاسه کړه.

الله تعالی د کامیابۍ لپاره شرط ایمان او صالح اعمال بولي ( و انتم الاعلون ان کنتم مؤمنین)آل عمران (و ما اصابکم من مصیبة فبما کسبت ایدیکم و یعفو عن کثیر ) الشوری .

حضرت عمربن الخطاب رض په یوه لیک کې د جګړې قومندان حضرت سعد بن ابي وقاص رض ته داسې لارښوونه کوي: زه تا او ستا تر فرمان لاندې مجاهدینو ته په هرحال کې د تقوی لارښوونه کوم، ځکه له الله تعالی څخه ویره د مجاهد لپاره ددښمن په وړاندې ترټولو ښه وسله ده، د اسلامي لښکر ګناهونه د هغوی لپاره له دښمن څخه ډیر خطرناک وي، او دا چې مسلمانان الله تعالی بریالي کوي ځکه ددوی دښمنان ګناهونه کوي، نو که موږ او دوی په ګناهونو کې سره برابر شو، نو دا چې په ظاهري قوت سره دوی ځواکمن دي بریا به ددوی وي، او د همدې قانون له امله الله تعالی ډیر ځله مجوس کافران په یهودو او اهل کتابو بریالي کړي دي ځکه اهل کتاب به تر مجوسو ډیر بې لارې وو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د