fbpx

د روژې دوولسمه تحفه

لیکوال : نثار احمد صمد

روژه یوازی د خوراک ـ څښاک څخه ډډه نه بلکی د ژبې ، زړه او نورو اعضاوو سم استعمال هم پکښی شامل دی . نو راځی چی پوخ تکل وکړو چی غیبت به نه کوو ، درواغ به نه وایو ، سترګی او غوږونه به د ناروا څخه ساتو ، ظاهر او باطن مو تصفیه کوو . رسوالله (ص) فرمایی : « هغه څوک چی درواغ او پر هغه عمل نه پریږدی نو الله هم ده ته هیڅ ضرورت نه لری چی صرف خوراک او څښاک بند کړی ».

او دا هم دوولسمه تحفه . ستاسو د ځوابونو په انتظار ، والسلام ( ن . صمد، [email protected] ).

پوښتنی :

۱ ـ باب القرآن ، ام القرآن ، ام الکتاب ، الشفأ ، الدعا او نور د کوم سورت نوم دی ؟

۲ ـ د قرآن مجید لومړنی حافظ څوک دی ؟

۳ ـ سورهً فاتحه مکي سورت دی که مدني ؟

۴ ـ په قرآنکریم کی د څو پیغمبرانو ذکر راغلي دي ؟

۵ ـ د قرآن مجید پنځه ـ شپږ نومونه چی پخپله قرآن ذکر کړي وی کوم دي ؟

۶ ـ که یو ناروغ د روژه نیولو طاقت لری خو د ناروغۍ د ډیرېدو اندیښنه یې نه وی نو ؟

الف : نیول یې لازم دی ؛
ب : لازم نه دی ؛
ج : مکره عمل دی ؛
د : اختیار لري .

۷ ـ که روژه لرونکی په باخبرۍ سره ( یعنی قصدأ ) اوبه وڅښی یا بل شی وخوري نو ؟

الف : صرف قضایی باید ونیسي ؛
ب : صرف کفاره باید ادا کړی ؛
ج : قضایی او کفاره دواړه لازم دي ؛
د : دا مکروه عمل دی .

۸ ـ د عاشورا په ورځ یعنی د محرمی پر لسمه باید څه وکړو ؟

الف : باید روژه ونیول سی ؛
ب : باید ځانونه وډبوو ؛
ج : باید یوازی غم او ماتم وکړو ؛
د : باید صرف نفلونه او تلاوت وکړو .

۹ ـ حبشې ته د لومړني هجرت پر مهال مسلمانان هلته څومره موده پاته سول ؟

الف : درې میاشتی ؛
ب : اته میاشتی ؛
ج : درې کاله ؛
د : مدینې ته د پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) تر هجرت پوری .

۱۰ ـ د نجاشي په دربار کی د مسلمانانو ویندوی څوک و ؟

الف : عثمان بن عفان (رض) ؛
ب : زید بن حارث (رض) ؛
ج : جعفر بن ابی طالب (رض) ؛
د : حضرت علی (رض) .

او دا هم د نن زرین اصل : سترګی د زړه دروازه ده ، ټول آفتونه له همدې لاری زړه ته ننوزی ( حضرت عمر رضی الله عنه ) .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د