نظــر

دالفاروق نجات بخښونکی ګوزار

بسم الله الرحمن الرحیم ــ
دادی ددوست اودښمن له انتظارسره سم اسلامي امارت دمئ  ۳مه نیټه دالفاروق په نامه دیرغلګرواودهغوی دمزدوررژیم پرضددنويو پسرلنيو عملیاتوپیل  اعلان کړ .په دې عملیاتوکي به لومړی هدف یرغلګرځواکونه ،دهغوی قراردادیان ،جاسوسان ،مشاورین ،دغه رازدکابل دنانځکي ادارې چارواکي ،پارلماني غړي دسولې دشوری !!کارکونکي اونورهغوی چي دنیواکګروسره مرسته اوهمکاري کوي شامل وي .دالفاروق عملیاتواعلامیه  په لاندي مبارک ایت  شریف پیل کیږي ،اوورپسې خوراپه زړه پوري نوي اوګټور ټکي پکښي اوډل شوي دي چي څویې ستاسومخ ته ایږدو:
قَاتِلُوهُمْ يُعَذِّبْهُمُ اللّهُ بِأَيْدِيكُمْ وَيُخْزِهِمْ وَيَنصُرْكُمْ عَلَيْهِمْ وَيَشْفِ صُدُورَ قَوْمٍ مُّؤْمِنِينَ ﴿14﴾ التوبة


ژباړه: تاسوله هغوئ (کافرانوسره ) وجنګیږئ،الله به ستاسو په لاسونوهغوئ ته سزاورکړي،رسوابه یې کړي ،دهغوئ برخلاف به ستاسې مرسته وکړي او دمؤمنانو زړونه به یخ کړي.
الفاروق چې داسلام ددوهم خلیفه حضرت عمررضی الله تعالی عنه ویاړمن لقب دی تفاولا دسږنیوعملیاتو لپاره ځکه غوره کړای شو چې که خدای وکړي دهغه په برکت مجاهدینو ته داسې فتوحات ور نصیب کړي لکه دحضرت عمر فاروق رضی الله تعالی عنه په فاتحانه دوره کې چې دمسلمانانو په برخه شوي او دکفارو ډیرې سیمې دمسلمانانو ترواکمنۍ لاندې راغلې وې اودښمنان یې تیښتي ته اړکړي ؤ.دالفاروق پسرلنیوعملیاتو دتنفیذ په مهال به له نویو اوازمویل شویو محاربوي تکتیکونوڅخه کار اخیستل کیږي اودپلي کیدو په مهال به یې دولسي وګړو دځان اومال خوندیتوب ته ترټولو اولویت ورکول کیږي اوله  عام ولس  نه هیله کیږي چي داشغالګرو او دهغوی داجیرانو قرارګاؤ،پوځي کاروانونواوله انفجارڅخه وروسته دپیښي ځای ته دي نږدي نه ورځي ځکه دښمن ته چي مرګ ژوبله واوړي نودانتقام په غرض عام وګړی  په نښه کوی اوپړه یې پرطالبانووراچوي .
اسلامي امارت دالفاروق پسرلنیو عملیاتو له پيلدوسره سم یوځلې بیا دکرزي دګوډاګي رژیم په ټولو منسوبینو ،په اصطلاح ملي اردو ،ملي پولیسو او ټولو هغوکسانو چې دخپل هیواد داسلامي مصالحوپه خلاف دیرغلګرو ترڅنګ ولاړدي غږکوي چې دیرغلګرو له ملاتړنه لاس په سر اودهغوئ له لیکو راووځي ،ددغې خبرتیادنه منلو په صورت کې به مسؤلیت خپله سرغړونکو ته راجع وي ،ځکه مجاهدین دخپل شرعي مسؤلیت له مخې داحق لري چې دخپل دین او هیواد له حریم نه ددفاع په لاره کې دلته راغلي بهرني اشغالګر او دهغوئ ملاتړي ووژني ،ویې نیسي ، اودخپل نامشروع عمل په جزايي ورسوي اسلامی امارت له مخالف صف نه دمسئولینواوافرادودرا ایستلواوتماس په منظور دجلب وجذب په نامه یولوړرتبه کمیسیون ټاکلی ترڅوهغوئ ته دعوت ورکړي اوله مجاهدینو سره دیوځای کیدلوپه صورت کې زمینه ورته مساعده او لازمه رهنمایې یې وکړي.
مونږ نور دلوي خداي په نصرت دهغه وخت درارسیدو شیبې شمارو چې هیواد مو ستاسوله شراو اشغال نه خلاص او افغانان داسلامي اخوت ،ملي وحدت اوسولې په فضاءکې دسپیڅلې شرعي نظام څښتنان شي او له فساده پاک حکومت ،بشپړامنیت،ښه تعلیم،ښه اقتصاداوهوساژوند ولري .
اسلامي امارت دخپل پوځي نړۍ لیدله مخي هرنوي کال دبهرني غاصب اوداخلي اجیردښمن پرضدنوي پسرلني عملیات په نوي نامه اعلانوي  .تېرته په پام دهرکال نوي عملیات یې له نویوتکتیکونوسره مل دتعاروضي ،چریکي ،فدایې اوډله ییزواستشهادي بریدونوپه بڼه ترسره کیږي ،ورسره دتېرلسوکلونوراهیسي هرنوی کال دتېرهغه په پرتله دیرغلګروپه لوژستیکي اومالي زیانونواوځاني تلفاتوکي زیاتوب راځي اوبرعکس دمجاهدینودهغوګراف مخ پرکښته روان وي .
دیرغلګري ټروریسټي ټلوالي قوماندانان  اودکابل رژیم انډیوالان یې لومړی له دودسره سم دمجاهدینوهره برنامه اواعلامیه  تش تبلیغاتي کمپاین نوموي ،خوولس اونړیوال ویني چي ددوی همداډول پروپاګندلادمیډیادسرسرخي جوړي چي مجاهدین دخپلي اعلان شوي پروژې عین مثالونه ورته وړاندي کړي .نیواکګروتېرکال دبدربریمن عملیات داسلامي امارت دنفسیاتي  جګړې یوه برخه وبلله ،مګروروسته بیاپه غیرمستقیمه اویاحتی مستقیمه توګه اعتراف کوي چي طالبان چي څه وایې هماغه په عمل کي پیاده کوي .دبدرعملیاتودیرغلګرودډیروپوځیانو،قراردادیانو،اجیرانواوسرکرده ګوډاګیانوسرونه وخوړل اویوزیات شمېریې بیاپه رواني اوعصبي ناروغیواخته شول ،یوشمېرنوریې بنګیان اوپوډریان شول ،ورسره ځیني یې بې پښواولاسو،ړانده اودنورویې بیاغاښونه اوغوږنه خاوري شول آن دځینوبدمرغه پوځیانویې بشپړي اودنیمه بدبختوهغوبیانیمي تناسولي آلې بارودووالوزولې  .
داهم دبدري غازیانودڅوغټوبریاووبېلګې :
۱-دکابل په کانټینینټل هوټل دفدایې مجاهدینوبریمن بریدچي له کبله یې دکابل ادارې په لسهاووخارجي اوداخلي  غړي اومشاورین مړه او ژوبل شول .
۲-دمیدان وردګ ولایت په سیدابادکي دیرغلګروپریوې لويې اډې دموټربم بریدچي له امله یې په لومړني راپورکي دښمن د۷۷تنوخارجي عسکرومرګ ژوبله تائیدکړه .
۳-دکابل په زړه کي دشپږوتنوفدایې مجاهدینوخورابریالي عملیات اومقاومت چي شل ساعته یې دامریکې لوي سفارت ،دناټوقومانداني داستخباراتولوری ریاست اونورمهم مرکزونه تراورلاندي نیولي وو.
۴-دکندهارپرلوی زندان ترمځکي لاندي هیښونکي اوبیساري عملیات چي په پایله کي ۵۴۵تنه اسیرمجاهدین ازادشول .
۵-دمیدان وردګ ولایت په تنګي کي دمجاهدینوپه لاس امریکایې چینوک هلیکوپټرویشتل او۳۱تنه دسپیشل فورس وحشي عسکرپکي داورخوراک شول  .
۶-دتیري (اپریل )میاشتي پر۱۵مه نیټه مجاهدینوپه کابل ،لوګر،ننګرهاراوپکتیاکي پریوه وخت منظم بریدونه  چي دجرمني ،برتانیااوروسیې سفارتونه دناټوقومانداني دپارلمان ودانۍ اونورګڼ پوځي اواستخباراتي مراکزیې تراورلاندي ونیول اوپه پایله کي یې داسلام اوهیواددخارجي اوداخلي ګډدښمن تردوه سوه (۲۰۰)زیات  پوځیان مړه اوژوبل کړل .
دغه رازدبدرعملیاتوکي دمجاهدینوله لوري دکابل ادارې خورالويې سټي چپه شوې :
دکندهاردولایتي شوری رئیس اودحامدکرزي ورورولی کرزی .
دشمال ۳۰۳زون دامنیت قوماندان جنرال داودداود.
دتخارامنیه قوماندان شاجهان نوري .
دکندوزوالي انجنیرعمر.
دکندوزامنیه قوماندان عبدالرحمن سیدخیلي .
دکرزي سلاکاروزیرجان محمدخان .
دپارلمان غړی هاشم وطنوال .
دکندهارامینه قوماندان خان محمداو…..
دالفاروق پسرلني رزمي زمریانوته به انتظاروباسوچي دنامردخونامراده غلیم څومره ککري رغړوي ،څومره میندي ورباندي بوروي اوڅومره تابوتونه ورته ډالۍ کوي .هو! مسلمان ملت هیله من دی چي دالفاروق غازیان به دطاغوتي لښکرواډې اوپوستې یوپه بل پسې له منځه وړي ،پوځیان اوقوماندانان به یې وژني ،جنرالان اوستراتیژستان به یې متزلزل کوي اوبالاخره به دسترڅښتن تعالی په نصرت اودافغان ولس په ملاتړدهیوادله ګوت ګوټ څخه دکفراوفسادکرغیړن ټغرټولوي اوداسلام بیرغ به رپاندساتي .ان شاء الله تعالی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x