نړۍ

تونس: په سیاحي هوټلونو وسلوال برید تر ۶۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۵ مه، ۱۳۹۴ل) : د تونس هيواد په سیاحتي سیمه سوسه کې وسلوالو په دوه هوټلونو باندي برید کړی چې په ترڅ کې يې لږ تر لږه ۳۶ کسان مړه او ۳۷ نور ژوبل دي.

د معلوماتو له مخې په وژل شويو کسانو کې برتانوي، جرمني او بلجیکي سیلانیان هم شامل دي.

د تونس د کورنیو چارو وزارت ویاند محمد علي العروي ویلي چې بریدګرو دوه هوټلونه په نښه کړل، او زیاته یې کړه چې د مرګ ژوبلي شمېره کیدای شي تر دې هم زیات سي.

نوموړي وویل چې امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې له بریدګرو څخه یو تن يې ووژني، د وژل شوي بريدګر جسد اوس هم په سیمه کې پروت دی.

د تونس د سوسه سیمه چې د سمندر په څنډه پرته ده، په هوټلونو او سیاحتي مرکز باندي مشهوره ده، په دغه سیمه کې بهرني سیلانیان زیات اوسیږي.

د تونس څخه یوه خبریال منذر بضیافي د العربیه تلویزون سره په مرکه کې وویل چې بریدګر د سمندر له خوا راغلي وو، او د سمندر په غاړه پراته سیلانیانو باندي یې ناتاره ډزي کړي، چې په ترڅ کې اکثره وژل شوي قربانیان بهرني سیلانیان دي.

د سيمي خلکو له بريد وروسته يو تن مشکوک سړی نيولی چې بيا ترې پوليسو خلاص او نژدې مرکز ته يې انتقال کړ، تر اوسه نه ده څرګنده شوې چې نيول شوی سړی عام وګړی دی او که د بريد کونکو ملګری دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x