ادم ګدان چې په عزام الامریکي مشهور و.

القاعدې د ادم ګدان «عزام الامریکي» وژنه ومنله

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۶مه ۱۳۹۴ل): القاعدې نړیوال جهادي تنظیم رسما د دوی د مشهور امریکايي ملګري ادم ګدان ( عزام الامریکي ) وژنه تایید کړه.

القاعدې ته منسوبې وېبپاڼې او مجلې ریسرجنس چې په انګلیسي ژبه خپرونې کوي په خپله تازه ګڼه کې د افغانستان او پاکستان پر پوله د بې پېلوټه الوتکې په برید کې د نوموړي وژل کېدل منلي دي.

د روان کال دجنورۍ په میاشت کې امریکا ادعا وکړه چې ادم ګدان يې د بې پېلوټه امریکايي الوتکې په برید کې وژلی خو القاعدې هغه مهال د نوموړي وژل کېدل رد کړل.

د القاعده له لوري خپریدونکې انګلیسي ژبې مجلې ریسرجنس دا وار مجله ادم ګدان «عزام الامریکي» ته ځانګړې کړې او د نوموړي سره یې اوږده مرکه خپره کړې ده.

ریسرجنس انګلیسي مجلې همدا راز د القاعدې د یو بل وتلي غړي احمد فاروق وژل کېدل هم تایید کړي دي. احمد فاروق چې اصلي نوم یې راجه سلمان و، په پاکستان او هند کې د القاعده له وتلیو مقررینو څخه ګڼل کېدو.

ویل کیږي چې د احمد فاروق سره په برید کې یو امریکایي او بل ایټالوی هم وژل شوي دي. دغه دوه بهرنیان القاعده نیولي وو او له ځان سره یې بندیان کړي وو.

آدم ګدان «عزام الامریکي» یواځېنی امریکايي و چې د دوهم نړیوال جنګ څخه وروسته د امریکا د حکومت لخوا له هیواد سره د غدارۍ او په خیانت تورن شوی و او ددغه هېواد مرکزي تحقیقاتي ادارې ته خورا مطلوب و.

هغه د ۲۰۰۵ کال تر پایه پورې د امریکا له فدرالي تحقیقاتي اداري سره ثبت او نوموړي باندي شک کیده چې له «ترهګرو» سره اړیکې لري.

آدم ګدان د ۲۰۰۶ کال د اکتوبر د میاشتې پر ۱۱ نیټه په یوه ویډیو کې راښکاره شو، هغه په زغردو ټکو د امریکایان ظلمونه وغندل او پر خپل ولس يې غږ وکړ چې د امریکا د حکومت د ناسم سیاست او اسلام دښمنې پالیسۍ پر ضد راپاڅي، پر وړاندې یې وجنګیږي او لوړپوړي افسران او حکومتي تاسیسات په نښه کړي. ګدان زیاته کړې وه چې ددغو ناسمو پالیسیو له کبله امریکايي ولس د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له ګواښ سره مخ دي.

د ادم ګدان ددغې ویډيو تر خپریدو وروسته نوموړی د امریکا حکومت ته خورا مطلوب شو، پر سر یې یو میلیون ډالر جایزه کېښودل شوه او په غیاب کې نوموړی د امریکا سره د خیانت او غدارۍ په تور په اعدام محکوم شو.

ادم ګدان «عزام الامریکي» څوک و؟

آدم ګدان چي په عزام الامریکي باندې یې شهرت درلود په ۱۹۷۸ زدیږ کال کي د امریکا د کلیفورنیا ایالت په یوي مالداره مسیحي مذهبي کورنۍ کې زیږیدلی.

د ادم ګدان کورنۍ له اصله یهودان و، د هغه نېکه جراح ډاکټر او توندلاری یهودي او د اسرائیلو سرسختی ملاتړی و. د ګدان پلار تر هغه وروسته یهودیت سره خدای پاماني وکړه چې له یوې مسیحۍ انجلۍ سره یې واده وکړ او له واده وروسته یې د کورنۍ نوم له پیرل څخه ګدان ته تغییر کړ.

ګدان ( Gideon ) نوم ته مسیحیان خورا زیات درناوی کوي، په دغه نوم دوی هر کال دوې ورځې لمانځي او دوی په دې باور دي چې اسراییلو څلوېښت کاله وروسته د الله عبادت پرېښود، بت پرستۍ ته یې مخه کړه خو ګدان یواځېنی کس و چې چې د الله عبادت یې کاوه او اسراییل يې د یو الله عبادت ته رابلل.

آدم ګدان «عزام الامریکي» ۱۷ کلن ځوان و چې د اسلام په مبارک دین مشرف شو. هغه تر دې وړاندې د موسیقۍ په څانګه کې کار کاوه او هم يې غزلې لیکلی. د ګدان په اړه ویل کیږي چې خورا ذهین، چالاک او هوښیار و، په چم ګاونډ کې د یوه تکړه او غښتلي ځوان په توګه مشهور و.

ګدان په ځوانۍ کې انقلابي او په دین مین ځوان په توګه پېژندل کېده، هغه د نورو امریکايي ځوانانو سره یو ځل د جومات ملا له دې کبله وډباوه چې له یهودیانو سره یې ناسته پاسته کول او د هغوی د جامو تقليد یې کاوه. ګدان د ملا د ډبولو په قضیه کې بندي شوی هم و.

هغه له مسلمانیدو څخه سمدستي وروسته پاکستان ته راغی، له القاعده سره يې اړیکې ټینګې کړې، لنډه موده کې په دې وتوانېد چې ددغه نړیوال ګوند په مهمو کسانو کې شامل شي. ګدان د خپل تېز ذهن پر مټ د اطلاعاتو او رسنیو په برخه کې القاعده ډلې ته پراخه خدمتونه کړي دي.

د ګدان ملګري وايي چې ډیر کم غږیده، ټوله ورځ به یې له خپل ورسپارل شوي کار سره کار و، د نورو په پرتله یې خپل کار تر وخته وړاندې پای ته رسولو، له نورو ملګرو سره یې مرسته کوله، بې ځایه او بې مطلبه نه غږیده، د سوال ځواب یې ډیر قانع کوونکی او په ډیره حوصله ورکاوه.

داسې راپورونه هم ورکول شوي چې ګدان په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان کې واده وکړ، خو دا لا څرګنده نه ده چې له چا سره یې واده کړی. د ګدان د بچیانو په اړه هم لا تر دې دمه کره معلومات نشته دی.

ګدان د روان کال د جنورۍ د میاشتې په لومړیو ورځو کې د امریکايي بې پېلوټه الوتکې په یوه برید کې ووژل شو.

avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
کندهار
میلمه
کندهار

انالله وانا الیه راجعون
الله عزوجل دیی روح تل ښاد ولری الله دیی په بدل کښی نور سپحلی راولی

بلاغ
میلمه
بلاغ

اللهم آمین یا رب العلمین

حامد احمدی
میلمه
حامد احمدی

هیله کوم حد اقل شهید خو ورسره لیکی