سلف او روژه (30/10)

حامد افغان

سلف او د شپې عبادت

وروستیو علماو (متأخرینو) سلف علماء په مختلفو برخو کې په طبقاتو او ډلو ويشلي دي، دا راز د مختلفو مذاهبو علماء هم متأخرینو یې په طبقاتو ويشلي دي، صحابه کرام هم د رجالو علماو په طبقاتو ويشلي دي، لکه لوی صحابه کرام، منځنۍ طبقه یې او کشران یې رضي الله عنهم اجمعین، په طبقاتو ویش اصلاً یو مستقل علم دی او د تاریخ یوه مهمه برخه ده، اصلاً د علم الحدیث علماء د ” طبقات الرواة ” له پاره بیل بحث او مستقله موضوع لري، له هغه وروسته فقهاؤ او نورو هم خپل سلف په طبقاتو ويشلي دي.

موږ وویل سلف علماء په مختلفو برخو کې په طبقاتو ویشل شوي دي، د بيلګي په توګه صحابه کرام د اسلام د مخکيوالي او وروسته والي په برخه کې، د حدیث د روایت په برخه کې، د جهاد په برخه کې او داسي نور، داراز عام سلف علماء په ځانګړې توګه د شپې د عبادت په برخه کې هم په طبقاتو او ډلو ویشل شوي دي.

د علم الطبقات خبره مو رانښلولې ده نو دلته د طبقي تعریف مناسب بولم، یعني په علم الطبقات کې د خلکو طبقه او ډله څه شی ده؟ د دې مختلف تعریفونه شوي دي، لکه:

1-القوم المتشابهون أو المتقاربون في الإسناد أو لقاء المشايخ .

2-الجيل بعد الجيل : كجيل الصحابة وجيل التابعين ، وجيل أتباع التابعين أو جيل الكبار منهم أو المتوسطين أو الصغار .. لنډ مطلب یې دا ده چې د یوې طبقي خلک هغه دي چې پخپلو کې په یوه شي کې نږدېوالی او مشابهت سره لري، لکه په عمر کې، همدرسوالي کې، په غوره والي او فضیلت کې یا په زمانه او نسل کې .

اوس راځو د شپې د عبادت په برخه کې د سلفو طبقات رااخلو، امام ابن الجوزي رحمه الله وایي: سلف د شپې د عبادت په برخه کې په اوو طبقاتو ویشل شوي دي.

لومړۍ طبقه: دوی هغه بختور خلک دي چې ټوله شپه به یې د الله جل جلاله په عبادت روڼه تیروله، په دوی کې داسي کسان هم وو چې د ماخستن په اوداسه به یې د سهار لمونځ ادا کاوه.

دویمه طبقه: دوی هغه خلک دي چې د شپې یوه برخه به یې ویښه تیروله عبادت به یې کاوه او پاته برخه به یې خوب کاوه.

دریمه طبقه: دوی به د شپې دریمه برخه عبادت کاوه، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایي: د الله په نزد تر ټولو غوره لمونځ د داود لمونځ ده هغه به نیمه شپه ویده کیدی او دریمه کې به یې پورته کیدی، او شپږمه برخه به یې ویده کیدی. متفق عليه

څلرمه طبقه: دوی به د شپې شپږمه برخه یا پنځمه عبادت کاوه.

پنځمه طبقه: دوی د شپې د برخو رعایت نه کاوه، عبادت به یې تر هغو کاوه څو به خوب پرې غالب شو، نو ویده به شو، کله به چې بیدار شو بیا به یې عبادت کاوه.

شپږمه طبقه: دوی به په شپه کې څلور یا دوه رکاته لمونځ کاوه.

اوومه طبقه: دوی به د ماښام او ماخستن له لمنځونو وروسته څه وخت عبادت کاوه، او سهار به بیا وختي پاڅیدل .