طالبانو تر چاردرې وروسته د دشت ارچي ولسوالۍ د نیولو ویډيو خپره کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۶مه ۱۳۹۴ل): طالبانو تر هغه وروسته چې د چنګاښ په پنځمه يې د کندوز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ ونیوله، نن يې ددغې ولسوالۍ د نیولو مستنده ويډیو خپره کړې.

دغه ویډيو چې ټولټال ۷ دقېقې او ۲ ثانیې ده په کې د دشت ارچي ولسوالۍ، امنیه قومندانۍ، څارنوالۍ او ولسوالۍ بازار ښودل کیږي چې طالبان په کې په ازادانه توګه ګرځي.

په ویډيو کې همدا راز ښودل کیږي چې طالبانو یو شمېر رینجر، ټانګونه او مهمات نیولي دي.

طالبانو د فلم په اوږدو کې د دشت ارچي ولسوالۍ په امنیه قومندانۍ باندې خپل بیرغ هم نصبوي.

د دشت ارچي ولسوالۍ د نیولو فلم په داسې حال کې رسنیز کیږي چې دوه ورځې وړاندې طالبانو د کندوز د چاردرې ولسوالۍ د نیولو مستند فلم خپور کړ.

طالبانو د تېرې یوې اونۍ په ترڅ کې په کندوز ولایت کې چاردره او دشت ارچي او په نورستان ولایت کې وانټ وایګل ولسوالۍ ونیولې.

په وروستیو کې د طالبانو رسنیز فعالیت چټک شوی. دوی د بریدونو ویډیوګانې او عکسونه خورا ژر رسنیو ته ورکوي او پر مټ یې د دولتي چارواکو ادعاوې ردوي.

دا په داسې حالت کې چې دولتي عسکرو ددغو ولسوالیو د نیولو لپاره پراخه عملیات پیل کړي خو لا تر دې دمه نه دي توانیدلي چې ولسوالۍ بېرته له طالبانو ونیسي.

کندوز د شمال دروازه او له مهمو ستراتيژيکو ولایتونو څخه ګڼل کیږي. دشت ارچي ولسوالۍ د تاجکستان ولایت سره پوله لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د