نظــر

سټراټیژیک تړون د سیمه ییزو هیوادونو دلاسوهنې اسباب برابروي

د هغه ګوښي امریکايي قاتل محاکمه څنګه شوه چې په پنجوايی کې يې 17تنه قتل عام کړل
افغانستان د نوي نړیوال نظم په لومه کې
حنان حبیبزی
 
 
د حامد کرزي د اضطراب یو ښه انځور فضل الرحمان اوریا په یو ټلويژوني بحث کې وړاندې کړ: ” کله چې وضعه لږ خرابه شي، کرزی په بګرام کې ځان پټوي یانې د امریکا اډې ته پنا وړي” او پخپلو عسکرو او سرتیرو هیڅ باور نلري.  موږ هیڅ پوښتنه ونکړه چې د روان کال د اپریل پر 15 د کابل پر ښار له سرښندونکي برید څخه وړاندې څه پیښ شوي وو چې وروسته کرزی  مجبور شو چې د خپل سر د ساتنې لپاره بګرام ته پنا یوسي.  هغه برید چې د هیواد په درې ولایتونو کې پر یو مهال پیل شو او د دولت مهم بنسټونه لکه پارلمان او یو شمیر نور ځایونه يې په نښه کړل.  

 
له هغې مخکې، کله چې خلک د بګرام په شاوخوا کې  د قران کریم په ملاتړ مظاهرو ته راووتل،30 تنه لاریون کونکي چا، د څه لپاره ووژل؟  ورپسې جوخت د پنجوايی په پیښه کې 17 تنه څنګه او څه ډول ووژل شول؟  رښتیا خو دادي چې، کله  چې په بګرام کې قران کریم ته سپکاوی وشو او په پنجوايي کې عام خلک قتل عام شول، طالبانو د غچ اخیستلو خبرداری ورکړ او څو ورځې تیرې شوې نه وې چې دوی پر کابل خپل  پلان کړی برید ترسره کړ. که امریکایانو قران نه وای سوزولی، او په پنجوايي کې يې خلک نه وای وژلي، کوم غچ یا غبرګون ته اړتیا نه وه، او طالبانو دغه برید نه کاوو.  
 
 اوس دلته پوښتنه داده چې ایا د امریکا په شته والي کې جګړه دریدلې کنه؟ جګړې ته اسباب څه ډول او څوک برابروي؟  که  موږ ددې شاهد وواوسیږو چې پر خلکو هوايی او مځکیني بریدونه  کیږي، نو بیا خو جګړه دریدلې نه ده او دغه ډول عملیات له ځانه سره ارومرو غبرګون  لري.
 
دوی د عدالت ټینګښت نه غواړي
په یو ویشتمه پیړۍ کې باید له خلکو سره کار وشي چې له سیسټم سره اشنا شي.  داد دولت دنده ده چې پر خپلو خلکو مهربانه وواوسي، لکه مور او پلار چې خپل ماشوم له نړۍ سره اشنا کوي. نالوستې ټولنه د ماشوم په څير مرستې ته اړتیا لري.
کله چې په 2001  کال کې امریکايانو پر افغانستان یرغل وکړ او د زرګونو خلکو د وژلو لامل وګرځيدل، جنګسالاران او جنګي جنایتکاران يې بیا پر خلکو واکمن کړل،عام خلک پرهغه نارې وغولیدل چې د ټولې نړۍ له خولې په یو اواز راوتله، او هغه سوله وه. 
 
خو په تیرو کلونو کې دغه نړیوال ځواکونه د سولې پرځای د تاوتریخوالي د زیږیدو لامل وګرځيدل. یولس کاله وروسته څوک نشي کولی چې د عامو  افغانانو او نړیوالو ځواکونو ترمنځ واټن کم کړي. خلکو په سر خوړلې ده، پر هغه څه نور نه غولیږي چې  کرزی او دده امریکايی متحدین يې وايي. 
 
خلک دلایل لري او مجبوره دي چې د هغو پنځه تنو امریکایانو د محاکمې په اړه پوښتنه وکړي چې قران کریم يې په بګرام کې سوزولی وو؟ د هغه ګوښي امریکايي عسکر محاکمه څنګه شوه چې په پنجوايي کې يې 17 تنه ښځې او ماشومان ووژل؟
هغه قاتلین چیرې دي چې د قران کریم په ملاتړ يې د لاریون  پر مهال 30 تنه ووژل؟  یوه بدمرغي نه ده، څومره چې يې ښوروې هغومره يې خوسا بوی ډيریږي، وګورئ د کابیني مخکښ غړي اسماعیل خان ته، ځان  یو سپیڅلی هیوادپال معرفي کوي، څارنوالۍ پر مالي فساد پړ بللی ، خو لاهم پخپله دنده پاتې دی.  
 
اوس پوښتنه داده چې  د اصولو له مخې ایا  دکابل رژیم او امریکايي متحدینو ته يې دا مهمه ده چې افغانان د خپل هیواد د نیواک په اړه څه احساس لري؟  حقیقت دادی چې افغانان فکر کوي چې د کرزي په نامه له یوې تورې بلا څخه خلاصون به دوی ته د هوساینې زیری ورکړي ځکه چې هره ورځ يې په قصابۍ کې نژدې لس افغانان له تیغه تیریږي او وینې يې امریکایانو ته بخښل کیږي. 
 
هغه اساسي قانون چې پر جوړولو يې نړیوالې ټولنې میلیونو ډالر لګولي دي، دیو بهرني هیواد د اساسي قانون په وړاندې ښکته ګڼل کیږي، دا څنګه ممکنه ده چې یو بهرنی سرتیری دې 17 بیګنا افغانان قتل عام کړي او بیادې هغه پریښودل کیږي چې له هیواده ووځي.خلک به څه ډول باور وکړي چې رښتیا هم اساسي قانون ته درنښت شته دی. 
 
 رښتیا خو دادي چې د بهرنيو ځواکونو له هوايي او مځکنیو بریدونو پرته د کابل پوځ او پولیس ددې وړتیا نلري چې د طالبانو او د اسلامي حزب په وړاندې وجنګیږي.  یوشمیر خلک ویره لري که امریکايي ځواکونه ووځي نو هیواد به دیوې کورنۍ جګړې په لومه کې ولویږي. ددغسې نظر خاوندان هڅه کوي چې اوسنۍ جګړه چې هره ورځ لس تنه افغانان وژني له پامه وغورځوي، اوله امریکا سره سټراټیژیک تړون ښه کار وښيي.  له امریکا سره د تړون له لاسلیک  څو ساعته وړاندې په لغمان او خوست ولایتونو کې د ملکي خلکو پر کورونو د شپې بریدونه وشول او یو شمیر خلک يې ووژل، قسم خوړلي بهرني او کورني ځواکونه تر هغې ارام نه کیښني چې د افغانې میندې يې کړولې او بورې کړې  نه وي. 
 
که امریکايي عسکر نه وي، په دومه ورځ د کابل د رژیم غړي مجبور دي چې د پټيدو لپاره سوړې ولټوي، ځکه چې د ډاکټر اشرف غني احمدزي د وروستیو څرګندونو له مخې  د ”دولت او خلکو ترمنځ پراخ واټن پروت دی”  اوهیڅ افغان چمتو نه دی چې د اوسني رژیم د ژغورنې لپاره قرباني ورکړي.  په دې توګه، له امریکا سره د تړون لاسلیکول د ملي ګټوپه پرتله ډیرد شخصي ګټو لپاره ترسره شوي دي. 
 
سټراټیژیک تړون د نوي نړیوال نظم په لور یو امریکايی ګام
افغانستان د سیمې د یو شمیرسیالو هیوادونو تر منځ پروت دی او ډیری يې د امریکا پر دایمي شتون ناراضه دي. دغه ناخوښي دېته لار برابروي چې د سیمې هیوادونه په افغانستان کې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره فعال پاتې شي. په ټوله سیمه کې له امریکا سره د ستراټیژیکې معاهدې پخلاف حساسیتونه موجود دي. د شینګهای تړون له دې هوکړې سره چې افغانستان او امریکا  لاسلیک کړه، مخالفت لري. په 2011 کال کې چین، روسيې او د سیمې ځينې نورو غړيو هیوادونو  پر کرزي فشار واچاوو چې له امریکا سره دایمي هوکړه ونکړي.   
 
خو امریکايي ځواکونو ته دا مهمه نه ده چې د سیمې هیوادونه څه فکر کوي، دوی ته دا مهمه ده چې افغانستان ددغو هیوادونو پخلاف د سنګر په توګه وکاروي. روسیه باید څنډې ته شي او د منځنۍ اسیا پر هیوادونو يې کنټرول ته د پای ټکی کیښودل شي. په چین او ایران کې باید رژیمونه بدل شي، ځکه چې هلته د امریکا او داسرایلو د ګټو پخلاف هڅې روانې دی. اسلام اباد وار له مخه مجبور شوی دی چې د خپلې اټومي وسلې پر ساتنه لاس پورې کړي، اسلام اباد پوهیږي چې له دې کبله د وهلو وړ دی  چې اټومي وسله لري،  ځکه چې  پر تهران له برید څخه وړاندې  باید واشنګټن ځان ډاډه کړي چې هیڅ یو اسلامي هیواد اټومي وسله نلري. 
 
یمن، سوریه او ترکیه هم د امریکا له حسابۍ سره مخامخ دي، ځکه چې هلته  تابعداري ورځ تر بلې کمیږي او دا شئ امریکا ته ( د 21 پیړۍ د زبرځواک په توګه ) د منلو وړ نه دي. خو مخکې له دې چې پنټګان هلته خپل ځواکونه ولیږي د جنوبي او منځنۍ اسیا کنټرول مهم دی.   
 

واشنګټن هوډ لري چې تر2024 کاله پورې دغه بدلونونه رامنځته شي او دلته يې د ټولو بډایو اقتصادي سرچینو کنټرول  لاسته ولویږي.  د J.P. Morgan په نامه امریکايي بانک چې د Military Industrial Complex مهم غړی دی، په افغانستان او په ځينې سیمه ییزو هیوادونو کې وار له مخه  د طلا او نورو زیرمو پر تولیدولو پانګونې کړي او دغه پانګونې پوځي ملاتړ او قربانۍ ته اړتیا لري چې مالي ګټه يې تر امریکا  ورسول شي.

 

ددې ټولو هڅو هدف دادی چې نړۍ د نوي نړیوال نظم New World Order خواته ورنژدې کړي او د امریکا په مشرۍ  نړیوالې ډیکټاټورۍ ته شرایط برابر کړي. خو د واشنګټن ددغو هوډونو پخلاف پراخه ناخوښي د خنډونو لامل ګرځیدلی شي.

سیمه ییز حکومتونه یوې خوا، او اسلامي تحریکونه بلې خوا دغه امریکايی موخې پر خپلو عقایدو او چاپیریال برید ګڼي ، عام خلک په  سیمه کې د متحدو ایالاتو پخلاف پاروي او د سولې تش په نامه ارمانونه خاورې کیږي. د موخو او مفکورو دغه تضاد ددې لامل ګرځي چې افغانان د ناڅرګندو کلونو لپاره قربانۍ ته چمتو شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x