نظــر

کنډو شوی نظام او د ولسمشر غني تدریجي انزوا

ليكوال: همت هاند

په اوسنۍ نړۍ کې هر ولس او توکم حق لري چې په ډاګه د خپل حق او حقوقي حریم له کرښې دفاع وکړي او د دوی په ژوند او برخلیک له هغو مسلطو جهتونو سره د مروجو مدني ارزښتونو په رڼا کې خبره وکړي، کوم چې د یو ټولنیز قرارداد له مخې یې د هغو په لاسونو کې د اقتدار اسباب ورکړي. خو له بده مرغه پښتون ټبر د نړۍ له ټولو اوښتونونو، بدلونونو او پرمختګونو سره سره هغه محکوم ولس پاتې شوی چې د خپل حق په هره چیغه یې غاړې ته لوېدلې لومې راتنګې شوې او د ژوند وروستۍ سلګۍ یې هم د خپل پښتون تر درنده لغته لاندې وتلې ده.

د پخواني ولسمشر کرزي د واک د مودې په ختمېدو او تر زمولوونکو ناندریو وروسته د ولسمشر غني تر مشرۍ لاندې نوي حکومت په رامنځته کېدو سره دا هیلې را ژوندۍ شوې چې که پښتانه د خپلې ونډې په تناسب حقونه ترلاسه نه کړي، نو لږ تر لږه به د محکومیت له هغې کړۍ رابهر شي چې د ځنځیري وژنو، له دولتي خدماتو څخه د محرومیت او مصلحتي سیاستونو په پاللو سره د دوی په ژوند معامله کېدله. خو له بده مرغه د محکومیت دغه اختناقي کړۍ په ولسي کچه له یوې خوا د طالب او داعش تر نامه لاندې لانوره هم راتنګه شوه او له بل اړخه د ۵۰-۵۰ جوړجاړي په توغ کې د حکومت له سیاسي او اداري چاپیریال څخه د پښتنو سیاستوالو د تجرید او ځپلو یو بل څپرکی پرانیستل شو. دغه تجریدي حرکات سربېره پر دې چې د پښتون ولس په سیاسي او ټولنیز ژوند کې نه جبرانېدونکي تاوانونه پیښوي، ولسمشر له خپل ولس او ملاتړو څخه داسې منزوي کوي چې هغوی ته د بیا مراجعې په صورت کې له رټنې او غندنې پرته بل څه نه وي.

ولسمشر او اجرائیه رئیس د نوي حکومت د تشکیل پر مهال هر یوه د واک په جوړښتونو کې د خپل سیال ټیم د یو شمېر کمپاینرانو، ملاتړو او پخوانیو څېرو د ګډون په وړاندې سرې کرښې و ایستلې.

اجرائیه رئیس په داسې حال کې چې د غني له خوا یې د خپلو ملاتړو شخصیتونو او ځواکمنو کمپاینرانو په وړاندې ترسیم شوې کرښې، په اوږدمهال کې د خپلو ګټو ګواښونکې بللې خو زړه نازړه یې د هغو منلو ته په داسې ډول غاړه کیښوده چې تر سیاسي ماحول د باندې ملاتړي یې له ځانه لرې نه کړل؛ اما ولسمشر غني د اجرائیه رئیس له لوري ترسیم شوي خطونه د ولسمشر کرزي د نږدې کسانو په اړه د یو منفي لید پر بنسټ په اغزنو مزو واړول او د خپل سیال تر تصور اخوا یې د بهر شوو څېرو اکثراً اسلامي حزب ته منسوبو نامتو اشخاصو لکه ډاکتر فاروق وردګ، جمعه خان همدرد، وحیدالله سباوون او یو شمېر نورو لکه ډاکتر انورالحق احدي په وړاندې دومره پراخه او مضبوط کړل چې آن پخواني ولسمشر له خپل ټول جرأت او کاګۍ سره هم ترې پښه نشوای اړولی.

ښایي ولسمشر غني ته ور په یاد وي چې د ولسمشریزو ټاکنو په حساس پړاو او دویم دور کې هغه ته د بې شمېره رایو راماتېدل د نوموړي د تفکر او برنامې محصول نه بلکې له هغه سره د پورته مخورو شخصیتونو او پیژندل شوو څېرو د تړاو او ځانګړي حس زیږنده وو چې د ځواکمنو ولسي پایګاوو په لرلو سره یې د خپل ټول نفوذ د کارولو په مټ د غني د رایو اکثریت یقیني کړ. که غني د خپلې بریا او ډالۍ شوي ارګ ریښې په خپلو کاري برنامو کې لټوي، نو د ټاکنو په لومړي دور کې باید هغه ۳۱ فیصده نه بلکې ۵۱ سلنه رایې یا هم لږ تر لږه له ډاکتر عبدالله سره په مساوي کچه رایې خپلې کړې وای؛ په داسې حال کې چې د هېواد سیاسي محورونو اغلباً پښتنو شخصیتونو د رای ورکونې له لومړي ګامه نیولي بیا د ټاکنو د پایلو نه منلو تر وروستیو ناندریو پورې د هغه له ملاتړه لاس وانه اخیست، چې له شک پرته اوسنی نظام د هغوی د نماینده ګۍ له تمثیل پرته کنډو شوی حکومت او د واک نیمګړې اډانه بلل کیږي.

سربېره پر دې اوسمهال چې د پوهنې د پخواني وزیر ډاکتر فاروق وردګ او حکومت تر منځ یو لړ خوابدۍ او بدګومانۍ رامنځته شوې، د ولسمشر د پخوانیو ټاکنو حریف ټیم او په ځانګړې توګه ډاکتر عبدالله او عطامحمد نور هڅه کوي چې د ولسمشر د هڅونې له لارې د اختلافاتو دغه درزونه په دیوالونو واړوي څو په دې توګه له یوې خوا د راتلونکې لویې جرګې د دایریدو پر مهال ښاغلی غني له خپلو ملاتړو منزوي او بې برخې کړي او له بلې خوا له همدې فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره د خپلو تنظیمي او فکري حریفانو د ځپلو وړ شرائط برابر کړي.

له شک پرته ډاکتر فاروق وردګ د تېر حکومت د نامتو چارواکي او د اسلامي حزب د فعال سیاستوال په توګه د حکومت او ولس تر منځ هغه ځواکمن پول او بانفوذه شخصیت دی چې له هغه سره د اړیکو هر ډول پیچلتیا به د ولسمشر غني سیاستونو ته ټکان ورکړي.

همدې ته په پام او د هېواد ناوړه امنیتي شرئطو او د اوسني وضعیت نازکو حالاتو او ترینګلتیاوو ته په کتو سره په کار ده چې ولسمشر غني په پوره درایت سره د پښتنو څېرو په وړاندې د تجریدي سیاستونو له اعمال څخه لاس واخلي او له دغې مسألې څخه په مدبرانه عبور سره د هر ډول پاروونکو جهتونو توطیې خنثا کړي، ځکه تر دې زیات نه د ولسمشر نور محکوموونکي حرکات د خلکو لپاره د زغملو وړ دي او نه هم د پښتنو ملي، ولسي او سیاسي سټو په وړاندې د تجریدي سیاستونو اعمالول، له ولس څخه د ولسمشر له انزوا، پردي کېدو او بالآخره د هغه په وړاندې د څرګندو مخالفتونو له راولاړېدو پرته بل پیغام نه لري!

ولسمشر باید درک کړي چې آن د ده لومړي مرستیال او د حریف انتخاباتي ټیم غړو او د اوسني حکومت ۵۰ فیصده سهمدارانو سره له دې چې په حکومت کې د ننه وزارتخانې، میلې او کیسې لري، خو بیا هم په شمال کې له حکومت سره د یو موازي حرکت او ملیشه سازۍ ائتلاف ته زړه ښه کړی او د ټاکنو تر ناندریو وروسته یې یو ځل بیا د حکومت د ننګولو نیشه په سر کې دوران کوي. د یو حکومت په موجودیت کې که دا اخطار نظام ته کوم پښتون چارواکي یا بېواک شخص اورولی وی، لا د مخه به د غني په قهر مقهور او د دنیا په رسوایۍ ګرفتار و، خو چې نور قومونه یې کوي، د دوی استثنایي سیاسي او مدني حق او خدای ورکړی امتیاز بلل کیږي!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x