د روژې فتوحات (د نوبه فتح)

لیکوال: نبراس الحق عزیز

په اسلامي تاریخ کې یوه له هغو فتحو څخه چې د روژې په میاشت کې واقع شوې، د «نوبه» فتح ده، چې په ۳۱هـ کال د عثمان بن عفان رضي الله عنه په وخت کې رامینځ ته شوې.

نوبه د نیل سیند په اوږدو کې پرته سیمه ده، نن سبا دغه سیمه د مصر او سوډان په حدودو کې موقعیت لري، چې نیمه د مصر او نیمه د سوډان هیوادونو برخه ده. که څه هم په نوبه کې د ګڼو ادیانو پیروان موجود وو خو عیسویانو په کې زیاته ونډه تشکیلوله.

لکه څرنګه چې د بویب فتح د فارس امپراتورۍ د زوال او منځنۍ اسیا ته د اسلام د وړانګو پیلامه ګڼل کېده، دغه راز د نوبه فتح افریقايي هیوادونو ته د اسلام د غځېدو شروع بلل کيږي.

د نوبې خلکو له معاهدې سرغړونه وکړه:

د عمر بن الخطاب په وخت کې عمرو بن العاص د مصر والي وه، د نوبې خلکو له نوموړي سره د سولې او اوربند معاهده کړې وه، دا معاهده د عثمان بن عفان د خلافت تر وخته په خپل حال پاتې وه. د عثمان بن عفان په وخت کې عمرو بن العاص د مصر د ولایت له دندې ګوښه او پر ځای یې عبدالله بن ابي السرح د مصر والي وټاکل شو.

د نوي والي له راتګ وروسته د نوبې خلکو پخوانۍ معاهده ماته او د مصر په «صعید» سیمه باندې حمله وکړه. عبدالله بن ابي السرح د دغه خیانت په غبرګون کې ۲۰۰۰۰ شل زره کسیز لښکر چمتو او د نوبې پر لور حرکت وکړ.

نوبیانو د جګړې له زوره د سولې وړاندیز وکړ:

اسلامي لښکر نوبې ته په ۵۵ ورځو کې ورسېد، د نوبې پلازمینه (دنقلا)، چې اوس په سوډان کې موقعیت لري، یې محاصره کړه او د منجنیق په واسطه یې تر کلکو ګزارونو لاندې ونیوه. منجنیق یوه پخوانۍ حربي وسله وه چې د لویو تېږو د ویشتلو استفاده ترې کېده.

د نوبې خلک چې د سولې عهد یې مات کړی وه، دغو بریدونو دومره متاثره او وځپل چې د تسلیمۍ لاسونه یې پورته کړل، د نوبیانو پاچا (قلیدور) پخپله د مصر والي ته خبر ولیږه او یو ځل بیا یې د سولې چیغې پورته شوې.

معاهده لاسلیک شوه:

عبدالله بن ابي السرح یې غوښتنه ومنله او بالآخره دواړو خواوو په یوې معاهدې موافقه وکړه چې مهمې مادې یې په لاندې ډول دي:

۱- که د اسلامي قلمرو په سیوري کې هر اوسیدونکی وګړی د نوبیانو سیمې ته داخل شي، تر هغه به یې ساتنه او حفاظت کیږي ترڅو چې له دغې سیمې بیرته وتلی نه وي.

۲-که یو مسلمان جنګیالی، باغی او له اسلامي صف څخه تښتېدلی کس د نوبیانو سیمې ته پنا وروړي، له سیمې به شړل کیږي او بیرته به مسلمانانو ته په لاس ورکول کیږي.

۳-د نوبې ښار په مینځ کې هغه لوی مسجد چې مسلمانانو جوړ کړی، به محفوظ وي او هیڅ مسلمان به په کې له عبادت څخه نه منع کیږي. ځینې مورخین لیکي د مسجد جارو، ترمیم او خدمت هم د نوبي عیسویانو په غاړه وه.

۴-د نوبې خلک به هر کال ۳۶۰ غلامان مسلمانانو ته ورکوي (د نوبیانو غلامان د ځانګړي شهرت خاوندان وو).

۵-د دغو ټولو شرایطو په بدل کې به مسلمانان په نوبه حمله نه کوي.

د مصر والي او د نوبې خلکو په پورتنۍ معاهدې اتفاق وکړ، بیا دغه معاهده عثمان بن عفان رضي الله عنه ته ولیږل شوه او د نوموړي له خوا هم تصویب او ومنل شوه. ځینې مورخین لیکي دا معاهده په مصر کې د فاطمي دولت تر وخته (۷۰۰ کالو) پورې باقي پاتې وه.

په معاهده کې د مسلمانانو سیاسي بصیرت:

که دغې معاهدې ته په دقیق نظر وکتل شي د اسلامي سیاست مهمې بېلګې په کې موندل کیږي.

د معاهدې دوهمه ماده (چې ناراضه تښتېدلي مسلمان جنګیالي به بیرته دوی ته ورسپارل کیږي) د اسلامي صف د وحدت لپاره ډیره مهمه ګڼل کیږي او د اسلامي صف یووالی او وحدت تضمینوي. په دې توګه به د هغو کسانو په وړاندې د پنا ځای دروازې وتړل شي چې له اسلامي نظام څخه بغاوت کوي، په نورو سیمو کې پنا اخلي او له هغه ځایه د مسلمانانو واحد صف ته ګواښ او تهدید متوجه کوي.

همدا راز مسجد په اسلام کې ځانګړی ارزښت لري او د دعوت او د اسلام د خپراوۍ مرکز بلل کیږي، دا چې د مسجد په ساتنې او حفاظت ټینګار شوی، نو کولی شو دغه ماده داسې تفسیر کړو: د اسلام د نشر او تبلیغ مخه به نه نیول کیږي.

تر ټولو مهمه دا چې د اسلام په قلمرو کې هر اوسیدونکی وګړی به «نوبې» ته نه یوازې ازادانه تګ راتګ کولی شي بلکې د نوبې خلک به د نوموړي د حفاظت او ساتنې تضمین هم ورکوي. دا ماده د اسلام د نشر او تبلیغ په وړاندې پراته خنډونه په بشپړه توګه له مینځه وړي. په دې توګه به د مسلمان دعوتګر، مسلمان سوداګر او مسلمان مسافر په مخ کې هیڅوک نه شي ودریدی او په ډاډه زړه به د دښمن په خاوره کې کار او فعالیت کوي.

تاریخ لیکونکي وايي چې دغه معاهده د دې لامل وګرځېده چې د نوبې په پلازمینه (دنقلا) کې هغه لوی مسجد چې په معاهده کې يې یادونه شوې، د دعوت په ستر مرکز بدل شو او په سوډان او افریقايي هیوادونو کې د اسلام وړانګې په ډیرې اسانۍ خپرې شي.

له دغې معاهدې څخه د مسلمانانو سیاسي بصیرت، ځیرکتیا او پوهه محسوسیږي، چې د معاهدې هره ماده یې له دیني ارزښتونو سره موافقه او د اسلامي امت منافع او ګټې خوندي کوي. نن ورځ اسلامي امت همداسې مدبرو سیاسي قیادتونو ته سترګې په لار دی، چې په سولې او جګړې دواړو کې د عین هدف غوښتونکي وي او په دواړو حالاتو کې د یو هدف لپاره قرباني ورکوي.

نور بیا…