نړۍ

امريکايي محکمې همجنسبازانو ته د واده اجازه ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۶مه ۱۳۹۴ل): امريکايي محکمې پرېکړه کړې، چې د متحده ايالاتونو په لر و بر کې هر څوک کولای شي، چې د خپلې خوښې همجنس سره واده وکړي.

د سترې محکمې له پرېکړې وروسته څوارلسو ايالاتونو کې د همجنسبازانو پر واده لګېدلي بنديزونه پای ته ورسېدل.

د امريکا سترې محکمې يو قاضي «اينتيني کېنېډي» د خپلې پرېکړې پر مهال وويل، عريضه کوونکي غوښتنه کړې، چې د برابرۍ او مساوات له مخې بايد محکمه د همجنسبازانو ودونو ته اجازه ورکړي او دوی د نوموړي دا غوښتنه قانوني بولي او همجنسبازانو ته يې د واده اجازه ورکړه.

د سترې محکمې په وينا دا قضيه له تېرو لسو کالو په محکمه کې چلېده، چې تېره ورځ د محکمې له خوا ومنل شوه.

د محکمې له پرېکړې وروسته جارجيا، مشيګن، اوهايو او ټيکساس ايالاتونو ګڼ شمېر همجنسبازان د ودونو کولو په موخه سره راټول شوي او غواړي، چې ژر تر ژره ودونو وکړي.

د يادونې وړ ده، چې دغو ايالتونو کې د همجنسبازانو پر ودونو بنديز و.
د امريکا ولسمشر بارک اوباما په خپلو خبرو کې د محکمې پرېکړه ستايلې او زياته يې کړه، چې امريکا او مېنې وګټله.

بل پلو د امريکا يو شمېر مسيحي مذهبالانو، د ارکنسا پخواني والي او ولسمشرۍ نوماند مايک هکايي د محکمې دغه برېکړه غندلې ده.

د همجنسبازانو د ودونو ضد وکيل وايي، چې محکمې د زرګونو امريکايانو غږ له پامه غورځولی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
abdullah

ددې شيطاني کار په وجه به په هغوی کې لويه وبا خوره شي ځکه نارينه او ښځينه خو فطرتاً الله تعالی همداسې جوړه خلق کړي دي ، دا چې طاغوت د سړي له سړي او د ښځې له ښځې سره جوړه کول غواړي دا د انسانيت او فطرت خلاف کار دی چې انفجار به يې نړی وويني چې په څومره لويو اختلافاتو او فساد تماميږي چې بيا د دوی پلار هم مخ ونشي نيولای .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x