روغتیا

که د پوندو له چاودو ځورېږئ، نو دغه لارښوونې عملي کړئ!

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ وږی، ۱۳۹۹ل): که پوندې مو چاودلي وي او تاسې يې د درملنې لپاره ډېرې هڅې کړي وي او ټولې بې ځايه تللي وي، نو د اندېښنې پر ځای بايد د طبي کارپوهانو دغه لارښوونې عملي کړو، ان شاءالله له دې ستونزو به بې غمه شو.

د ډاکټرانو په وينا که د چا پوندې تل چاودلي وي، نو اول بايد دغه ناروغ ډېرې اوبه څښل خپل عادت وګرځوي، چې د بدن اوبه يې پوره وي او تر څنګ يې لاندې لارښوونې عملي کړي.

کيلې

که موږ کيلې ښې ميده کړو او په چاودو پوندو يې ولګوو، نو په ډېره لنډه موده کې به مو د پوندو چاودې ښې شي.

د ليمو اوبه

د طبي کارپوهانو په اند د پوندو او لاسو د چاودو لپاره ليمو تر ټولو غوره او اسانه درمل دي. د ليمو اوبه، چې په تړمو اوبو کې ګډې کړې او لس دقيقې په کې خپلې پښې کېږدې، نو دا د پوندو د چاودو لپاره غوره درملنه ده.

يوه بله طريقه دا هم ښودل شوې، چې هره شپه له ويده کېدو وړاندې د زيتون تېل په پښو ومښه، لس دقيقې ورته انتظار وکړه او بيا جرابې پښو کړه او ويده شه. دا کار چې څو وخته تکرار شي، نو د پوندو چاودې به مو له منځه ځي او بې غمه ژوند به کوئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شاهثین اتل

ډېره په زړه پورې ليکنه ده الله ج دې اجر درکړي

فیض محمد پسرلی

یوه بله لاره یې داده چې په شاتو يې غوړې کړې، بیا پلاستیک ور واغوندې، دغه تجربه هره شپه تکرار کړې، ان شاء الله نېږدې وخت کې به ستونزه حل شي.

عبدالوافی

ماشاالله ڈیر پہ زڑه پوری معلوماتی پانہ

matiullah ahmadzai

ماشااللہ ڈیر پہ زڑہ پوری معلومات .

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x