ورزش

په یو ورځنیو لوبو کې د توپ وهنې پاور پلې ختمه شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۶مه ۱۳۹۴ل): د کرکټ نړیوالې ادارې د لوبې له نوو شرایطو سره موافقه کړې. د نوو ټاکل شوو قوانینو پر بنسټ په یوه ورځنیو لوبو کې د توپ وهنې پاور پلې ختمه شوې.

د کرکټ نړیوالې ادارې کلنۍ غونډه د سری نواسن تر څارنې لاندې په بارباډوس کې ترسره شوه چې دغې غونډې کې د یو ورځنیو سیالیو لپاره ځینې وړاندیزونه وړاندې شول.

د کرکټ نړیوالې ادارې په دغې غونډې کې د یوه ورځنیو سیالیو اړوند ټول وړاندیزونه د غونډې ګډون کوونکو لخوا ومنل شول کوم چې له دې وروسته به په سیالیو کې پلي شي.

د دغو وړاندیزونو پر بنسټ په یو ورځنیو سیالیو کې د توپ وهنې پاور پلې په مکمله توګه ختمه شوه. د دغو وړاندیزونو پر بنسټ له ۴۱ څخه تر ۵۰ اورونو کې به پنځه لوبغاړي له دایرې څخه دباندې وي.

د دغې غونډې پریکړې پر بنسټ له دې وروسته به په هر نو بال د فري هېټ چانس ورکول کیږي. دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې یوازې په هغه نوبال چې د توپ اچوونکی پښه له کرښې دباندی و فري هیټ ورکول کیده.

دغې غونډې کې د کرکټ نړیوالې ادارې اجرایي مشر ډېوډ رچرډسن وویل:« مونږ د کرکټ وروستی نړیوال جام څخه وروسته د یو ورځنیو لوبو قوانین مو بیا وڅیړل خو کوم ځانګړی کړکیچ مو و نه موند.»

د کرکټ نړیوالې ادارې اجرايي مشر رچرډسن زیاته کړه:« مونږ په لوبو کې ځینې بدلونونه راوستل تر څو توپ وهوونکو او توپ اچوونکو ته یو ډول چانس ورکړل شي او د لوبې کتوونکي په اسانۍ سره په لوبه پوه شي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx