افغانستان

د امریکا ځانګړی استازی کابل ته راورسيد

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۶مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی نن په یو نا څاپي سفر کابل ته راورسيد.

پژواک د نوم نه ښودو په شرط د یوې دولتي سرچينې له خولې لیکلي دي، چې ډانیل فيلډ من نن په نا اعلان شوي سفر پلازمېنې کابل ته راورسيد.

د سرچينې په قول فيلډمين به د هېواد په وروستیو حالاتو او په تېره به د پاکستان او افغانستان د اړیکو په اړه د ګډ حکومت له مشرانو سره وګوري.

فیلډمين په داسې حال کې کابل ته بېړنی سفر کوي چې له پاکستاني استخباراتو سره د ملي امنيت د ریاست له لوري د لاسلیک شوي تړون پر سر لا هم ناندرۍ روانې دي.

پاکستاني لوري پرلپسې د دې تفاهم لیک د لاسليکېدو خبر ورکړی دی، خو افغان چارواکي پرلپسې انکار کوي، خو د پوهنې پخواني وزیر فاروق وردګ په ډاګه کړې چې دغه تړون د ۷۰ ميليونو ډالرو په بدل کې لاسلیک شوی دی.

تر اوسه رسمي سرچينو د فیلډمين د سفر په اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x