علومي: طالبان د «ولایت» د نیولو وس نه لري

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۶مه، ۱۳۹۴ل): د کورنیو چارو وزارت وزیر نورالحق علومي وايي چې طالبان د ولسوالیو د نیولو توان لري خو د ولایت نیول يې له وسه نه کېږي.

علومي نن د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وويل چې دوی د طالبانو پر وړاندې ځکه کمزوري شوي دي چې په خبره يې سږ کال د امنيت ټول مسوولیت يواځې د افغان عسکرو پر غاړه دی.

نوموړي ومنله چې طالبان سره له دې چې په شمال کې يې جګړه ګرمه ساتلې ده، په جنوب کې يې هم چاودنې او بريدونه روان ساتلي دي، خو دا چې ولې يې په شمال کې زور ډېر دی، د ده په خبره دا ځواب به د ملي امنیت رییس ورکوي.

ولسي جرګې پخپله نننۍ غونډه کې لوړ پوړي امنيتي مسوولین په هېواد کې د وروستیو نا امنیو او د تذکرو د وېش په اړه استجوابیه غونډې ته ور غوښتي و.

د ولسي جرګې غړو لوړپوړي امنيتي مسوولین له طالبانو سره په همکاري تورونول او د کورنیو چارو له وزیر، ملي امنيت له رییس او دفاع وزارت له مسوولینو يې د دې اشخاصو د افشا کېدو غوښتنه کړې ده.

دوی د نمونې په توګه څو ورځې وړاندې په ولسي جرګه ډله ییز برید یاد کړ او ويې ويل چې دغه بريد د دولتي مسوولینو له همکاري پرته نه ترسره کېږي.

د کورنیو چارو وزیر په کابل ښار کې د ورته پېښو په اړه خپله کمزوري ومنله او په خبره يې د کابل په پنځه میليوني ښار کې د «دښمن» پېژندنه سخته ده.

نورالحق علومي په داسې حال کې پورته څرګندونې کوي چې دم ګړۍ هم د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې ګڼې ولسوالي د طالبانو تر واک لاندې دي، چې د ځينو ولایتونو د سقوط اندېښنې هم ورسره ملګرې دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حامد احمدی
میلمه
حامد احمدی

ښه دی چی د ولسوالیو د لاسه ورکولو ته خو قانع دی – دا هم یو لاسته راوړنه ده