fbpx

نورستان: طالبانو د وانټ وایګل له لاسه وتل رد کړل

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۶مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو د دولتي سرچينو هغه راپورونه رد کړل چې پکې د نورستان د وانټ وایګل د بېرته نیولو دعوه شوې وه.

طالبانو پرون – جمعه – له یو ورځنۍ جګړې وروسته دغه ولسوالي له شپاړلسو پوستو سره یو ځای د دولت له ګوتو وباسله.

د نورستان امنیه قومندان د پڼجشنبې په ورځ د ولسوالي د محاصرې خبر ورکړ او پرون يې ومنله چې ولسوالي يې له واکه وتلې ده.

د طالبانو له لوري د ولسوالي له نیولو څو ساعته وروسته مازیګر مهال د نورستان چارواکو رسنیو ته وویل چې دوی بېرته د ولسوالي پر نیولو توانيدلي دي.

د وانټ وایګل ولسوال رسنیو ته ويلي چې تېر مازیګر مهال د دوی ځواکونه په سیمه کې طالبان په شا وتمبول او ولسوالي يې بېرته ونیوله.

وسله والو طالبانو د دوی دا خبرې « پروپاګند » بللې دي او په خبره يې دوی لا هم په ولسوالي کې موجود او د ولسوالي واک يې په لاس کې دی.

ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې د دوی ملګرو د «دښمن» پرلپسې بريدونه په شا تمبولي او پکې يې ۳۵ عسکر وژلي او ۲۶ نورو ټپیان کړي دي او هم يې د خپلو اوو تنو ملګرو د وژل کېدو پخلی کړی دی.

دولتي سرچينو بیا د وانټ وایګل په جګړه کې د ۱۸ عسکرو د وژل کېدوا و ۲۶ نورو ټپي کېدل منلي دي او ګڼو طالبانو د وژلو دعوه يې کړې ده.

ياده دې وي دولتي چارواکو د هېواد په شمال کې د کندوز د چهاردرې ولسوالي د بېرته نیولو دعوه هم وکړه، چې پر طالبانو سربېره د کندوز ولایتي شورا غړو هم د دوی دا څرګندونې «تشې باټې» وبللې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د