روژه مات

کابل په روژه کې ـ روژه ماتی

دادمحمد ناوک

د کابل په غرونو د لمر وروستي څرکونه لګېږي، چې له جومات سره کوم موټر بریک ونیسي، ژر- ژر تيار شوي خواړه جومات ته ننویستل شي، نه د روژه دارانو پوښتنه کېږي نه يې په شمېر پسې ګرځي خو چې څومره د دوی له وسه کېږي هغومره شمېر تيار شوي خواړه په کاغذونو کې بند د جومات په اوږده هوار شوي دسترخوان کېږدي.

پر دې دسترخوان بیا مسافر، خوار او بې وسه سره راټولېږي او روژه مات راوړونکي ته د زړه له تله دوعاوې کوي، دغه ډول روژه ماتونو په ټولو جوماتونو کې هره ورځ نه موندل کېږي، ځکه خو بې کوره خلک ورپسې ځایونه هم بدلوي.

زه کله ـ کله د ازبکو یو هوټل ته د روژه مات لپاره ورځم، مناسب خوراک او په ارزانه قیمت وي، هلته ډېری کاریګر ځوانان راټول وي او ځينې سپين ږيري چې له سیمو نه په کوم کار پسې کابل ته راغلي وي، دلته یو خوراک د نورو هوټلونو د خوراکونو د قیمت په درېیمه برخه خوړل کېږي، خو لا هم داسې خلک ډېر وي چې دغه خوراک يې له وسه نه کېږي او په دې ارزانه هوټل کې په چای پسې وچه ډوډۍ خوري.

وړاندې تر دې په ښارونو کې لا دا روحیه ښه پیاوړې وه، چې روژه يې د صدقو او خیراتونو میاشت بلله، څو کاله وړاندې چې کابل ته په لومړۍ روژه کې را برابر شوم، خلک داسې نه و، ان د سړک په غاړه سوالګرو ته مې هم مخته ايښي مناسب خواړه ولیدل. خو اوس اوضاع بل ډول ده، اوس خلک د خیراتونو دومره په کیسه کې نه دي کنه په روژه کې خو د پنجشنبې ماښام بیا نو ځانګړی نوم درلود هیڅ خیرن، کاریګر ماشوم به سپېره خوله نه پاتې کېده.

داسې ځکه وشول، چې په ښارونو کې باورونه کمزوري شول، اوس د ځينو د بې وسۍ زوروره چيغه خلکو ته کوم فلمي اکټ ښکاري ځينې په ډېرې سختۍ د چا د بې وسۍ د غږ ځواب ورکړي کنه په ښار کې د الله! الله!، برای خدا! نارې اوس تکرارې شوې دي.

د ازبکو په دې هوټل کې مې بېګاه نادره دا ولیده چې د یو پوخ سړي مخ ته ډوډۍ اېښې وه، چای ورته تیار و او یو پلاستیک هم ورسره پروت و، زه چې هوټل ته ورننوتم د ده خواته ځای پر دستر خوان خالي و، ورسره کېناستم، هوټلي ماته خوراک راوړ، خو دې بابا ځان نه پوی کاوه، ما فکر کاوه چې دی بېخې د اذان په وخت ګرم خوراک راغواړي خو چې اذان شروع شو، ګیلاس يې له چایه ور ډک کړ، وچه ډوډۍ يې سره وچرموړله، ماته يې وکتل، له خپل مخته ايښي پلاستيکه يې دوه خورماوې راکړې، زړه مې وښوريد، پخپله يې له بې وسۍ په شین چای پسې وچه ډوډۍ د روژه ماتي خوراک و، خو د خورما په وېش يې پر نورو ثواب ګاټه!!!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د