fbpx

د مفکر د جګړې نوې نقشه!

موسی فرهاد

یوه نیمه لسیزه کیږي چې په افغانستان کې د یرغلګرو او د هغوی د همکارانو په وړاندي د مجاهدینو هره کړنه ، د کابل له سرکاري نقطه نظره په پاکستان کې پلانیږي ولي پر پارلمان وروستی برید یوازنۍ پیښه ده چې د شل سري حکومت چارواکي یې په اټکلونو کې سره ویشلي ، او ډېر عمیق اختلافات یې را ټوکولي دي.

وکیلان وایی : چې دا پیښه ملي امنیت ترسره کړی.
ملی امنیت وایی چې پاکستان ترسره کړي .
او د اشرف غني بانډ بیا وایی چې نه ، دا کار شورای نظار کړی دی .
شمالي ټلواله وایی چې په شمال کې د طالبانو بریاوو کې د اشرف غنی د بانډ لاس دی .

د پارلمان یو وکیل قادرځاځی د نورو په استاځیتوب وایی چې :
دا برید باندي موږ ښه خبر یو ، د پیښور په اکوړه خټک سیمه کې د بلال په نوم یوه سړي ترتیب کړی او 5 میلیونه روپۍ یې د حقاني شبکې بریدګرو ته ورکړي او کابل ته یی د حملې لپاره را ولیږل. په داسی حال کې چې له دې پلانه زموږ ملي امنیت هم خبر ؤ . مانا داچې دا کار پاکستان د ملي امنیت په ملتیا کړی ، ځکه چې ولسی جرګي د هغه تړون مخالفت کاوه چې له پاکستان سره لاسلیک شوی. نوموړي وکیل وویل : ممکنه ده نوري هم دا ډول وژني او حملې وشي ترڅو خلک له آی ایس آی سره د ملی امنیت د جاسوسنامي د لاسلیک کولو له مخالفته لاس واخلي . وکیلانو همدارنګه له اشرف غني څخه د دې موضوع د جدي پلټنو غوښتنه وکړه چې څنګه برید کوونکي د پارلمان تر دروازې ورسېدل؟ او د چا په مرسته ؟ دوی وویل : چې له کوره څوک ورسره مل نه وي ، حمله کوونکي نشی راتلای !

ملي امنیت بیا وروسته له دې چې د خلکو اعتراضونه ورباندي ډېر شول ، له پیښې نه تقریباً دوې ورځي وروسته وویل چې د پارلمان په پیښه کې د پاکستان لاس شته.

د اشرف غني بانډ بیا په دې نظر دی چې دا کار د شورای نظار دلګۍ ترسره کړی، ترڅو اشرف غني ناکام باچا معرفي کړي ، د اشرف غني د ټیم د یوه رسمي غړي له قوله عطانور او امرالله صالح په دوبۍ کې طالبانو ته د داسی حملو برابرولو وعده ورکړي وه او بیا یی په شمال کې د طالبانو له یوه قومندان سره د دې کار پلان جوړ کړ . دوی وایی چې په شمال کې د طالبانو فتوحات هم د شمالي ټلوالي له امله دي . ځکه چې د داخله وزیر علومی ترخوله لا له مخکي دا خبره وتلي وه چې په جنوب کې مشکلات دښمن راته جوړ کړي او په شمال کې مو دوستانو راته جوړ کړي دی . د هغه اشاره دې ته وه چې ګویا شمالي ټلواله قصداً داسی کارونه کوي چې اشرف غني ناکام کړي او بیا خپل ځان د ملیشو په بڼه مطرح کړي . د همدې لپاره یې عطانور او دوستم د ملیشو د بیا احیاء هوډ څرګند کړی دی.

خو برعکس د شمال عطا نور بیا حنیف اتمر او نورو ته ګوټ څنډنه کړی چې په کندوز کې طالبانو ته د کامیابۍ چانسونه برابرول ستاسو کار دی ، تاسو غواړئ چې موږ تضعیف کړئ او زه به هم بی تفاوته پاتی نشم .

دا خبري دلته د کابل په چاپیریال کې خصوصاٌ د دواړو متخاصمو ټیمونو ترمنځ ډېري ګرمي دي ، که څه هم په لوړه کچه یې د خاموشۍ هڅي کیږي خو ورو ورو خبره تر ولکي په وتو ده ، د رقیبو غاړو تر منځ سخت اختلافات روان دي، د دغو اختلافاتو اصلي لوبغاړي د اشرف غني په لوري کې د حنيف اتمر په مشرۍ پخواني خلقیان او د ډاکټر عبدالله په لوري کې عطا نور ، امرالله صالح او د شورای نظار ځانګړی استخباراتي ټیم دی . او ویل کيږي چې له ډیرې مودې راپديخوا د يو بل په ضد خطرناک پلانونه لري او په يو او بل باندې بريدونو ته د زمینې د برابرولو هڅي کوي

د مفکر ابتکار

خو د دې هرڅه برعکس د شل سري حکومت أعلی قومندان غني مفکر پخپله د دې پرځای چې پاکستان تورن کړي او یا بل څوک ؛ پر یو نوي ابتکار یی غور کړی، هغه داچې د جګړې لپاره یی نوي نقشه ترتیب کړي او دا ترتیب کړي نقشه پرځای د دې چې په پوځي ګارنیزنونو کې یې د جنګي جنرالانو په وړاندي تشریح کړي وای؛ خو ده ښاغلي پرون د غزني د ناوې ولسوالۍ له یوشمېر خلکو سره په کتنه کې شریکه کړه ، هغوی ته یی ډاډ ورکړ چې د دې نقشې له پلي کیدلو سره به په راتلونکو څلورو میاشتو کې کلک امنیت راشی . خو یاد ساتئ چې دا څلور میاشتي خورا مهمي دي .

ښاغلي کارتونیک مفکر زیاته کړه چې جنګي نقشه یی په دې ترتیب تیاره کړي چې د افغانستان ټولي ولسوالۍ یې درجه بندي کړي دي ، لومړۍ درجه ، دوهمه درجه ، درېیمه درجه . نوموړي وویل : چې دا درجه بندي د ادارې واحدونو د تشکیل پر بنسټ نه ، بلکي د هغوی امنیتي وضعیت ته په کتو سره ویشلي شوي دي ، په دې درې واړو کې درې ډوله پوځي عملیات پلان شوي دي، تصفیوي، خاص او دوامدار پوځي عملیات. په کومه ولسوالۍ کې چې امنیت ډېر خراب وي ، هلته به دائمي عملیات ترسره کیږي او چیري چې امنیت لږ خراب وي ، هلته به ځانګړي عملیات صورت نیسي او کومه ولسوالۍ چې درېیمه درجه وي په هغه کې به چاڼیز عملیات ترسره کیږي .

البته ښاغلي مفکر دا نه دي ویلي چې د کندوز چاردره ، دشت ارچي ، د نورستان وانت وایګل ، د زابل نوبهار، خاک افغان، د غزني ناوه ، دهـیک ، د هلمند سنګین ، موسی کلا د ننګرهار د خوګیاڼو ، د فراه ، نیمروز ، فاریاب ، بغلان ، پکتیکا او ځینو نورو ولایتونو ولسوالۍ په کومه کټګوري کې راځي ؟ ځکه چې هلته خو د مجاهدینو حاکمیت دی . او د اشرف غني ملیشې وجود نلري .

پايله

د شل سري ادارې له ژورو اختلافاتو او د اشرف غني له سرکاوته څرګندونو نه ښکاري چې نور یې له دوی نه ورخ وړی دی . په دې نه پوهیږي چې څه ووایی ، او څه وکړي ؟ د مجاهدینو فتوحاتو ، تهاجمي او پلاني بریدونو یې خوب حرام کړی دی ، خو ملامت ځکه نه دي چې شکست خورده همیشه همداسي وي . په فزیکي لحاظ که څه هم جوړ ښکاري خو له رواني اړخه سرکاوته وي .

کمونیستان د دوی په نسبت بیا هم تکړه وو ، چې کله روسي یرغلګر وتښتیدل او ګوډاګیان یې یوازي پریښودل ؛ هغوی ترڅلورو کالو پوري د مقاومت هڅه وکړه . بل داچي د آیډیالوژۍ له پلوه هغوی متحد ؤ، په کور دننه یې که څه هم په بالښتونو سره وژل ؛ مګر ږغ یې بهر نه راوتی . ولي د کابل اوسنۍ شل سري اداره د یرغلګرو له نیمه وتلو سره ، د شلیدلو په حال کې ښکاري . د وخت په تیریدلو سره خو به یې فکر کوم آنجام د کمونستانو نه بدتر وي .

وماذالک علی الله بعزیز … ألآیه
پای

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د