fbpx

ایچ ټي سي (HTC) خپل پیاوړی سمارټ فون وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۶مه ۱۳۹۴ل): ایچ ټي سي کمپنۍ د روان زیږیدیز کال په پیل کې خپل سمارټ فون ایچ ټي سي ون ایم ۹ (HTC One M9) نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړ چې له سختې ماتې سره مخ شو.

د ایچ ټي سي کمپنۍ اجرايي مشر رسنیو ته وویل چې د پخواني ماتې جبران کولو لپاره به د همدې کال په وروستیو درې میاشتو کې دغه کمپنۍ خپل بل پیاوړی سمارټ فون چې د ځینې راپورونو پر بنسټ ایرو (Aero) نومول شوی نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړي.

د ایچ ټي سي کمپنۍ اجرايي مشر رسنیو ته وویل چې د دغې کمپنۍ راتلوونکی پیاوړی سمارټ فون به وکولی شي د زیات شمیر کاروونکو توجه جلب کړي خو نوموړی د دغې سمارټ فون وړاندې کولو دقیقې نیټې په اړه څه ونه ویل.

د ایچ ټي سي کمپنۍ سمارټ فون ایچ ټي سي ون ایم ۸ (HTC One M8) د دغې تایوانۍ کمپنۍ د تاریخ تر ټولو غوره او پیاوړی سمارټ فون و چې د کاروونکو له تود هرکلی سره مخ شو. د ایچ ټي سي کمپنۍ ګمان وکړ چې ایم ۸ (M8) ته ورته سمارټ فون له وړاندې کولو سره به دغه کمپنۍ وتوانیږي د تیر په څیر یو ځل بیا د کاروونکو توجه جلب کړي خو کاروونکو د دغې کمپنۍ دغه ګمان غلط ثابت کړ او د دغې کمپنۍ وروستۍ سمارټ فون ایم ۹ (M9) له سختې ماتې سره مخ شو.

د ایچ ټي سي ون ایم ۹ (M9) د وړاندې کولو په لومړۍ ورځ څرګنده شوه چې دغه سمارټ فون ماتې خوړلې او یو ستر زیان د ایچ ټي سي کمپنۍ په انتظار دی.

ایم ۹ (M9) د ماتې خوړلو یو له لاملونو څخه دغه پیاوړی سمارټ فون کې د سنپ ډراګن ۸۱۰ کوالکام (SnapDragon 810 QUALCOMM) ډوله پروسېسر کارول و.

د دغې کمپنۍ مشرې میرمن شر وانګ د دغې کمپنیو نورو مشرانو څخه د دغې ماتې له امله بښنه وغوښته او وویل چې دوي په یو بل پیاوړی سمارټ فون کار پیل کړی کوم به چې د ۲۰۱۵ز کال په وروستیو دریو میاشتو کې کاروونکو ته وړاندې شي.

د دغې کمپنۍ مشرې وویل چې دغه نوی سمارټ فون کولی شي د زیات شمیر کاروونکو توجه جلب او د دغې کمپنۍ پخوانۍ ماتې جبران کړي.

د ځينې راپورونو پر بنسټ د ایچ ټي سي کمپنۍ دغه سمارټ فون ایرو (Aero) نومول شوی خو بیا هم کیدی شي دغه سمارټ فون له بل نوم سره د اکتوبر په میاشت د ایچ ټي سي نړیوالو کاروونکو ته وړاندې شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د